د افغانستان د طبي ګياګانو د پلورونکو مخه نيول

حکومت په دې لټه کې دی، ترڅو د طبي څارنې بڼه له سره تنظيم کړي، چې يو لرغونې طبيعي درملنه ده.

د افغانستان د طبي ګياګانو د پلورونکو مخه نيول

حکومت په دې لټه کې دی، ترڅو د طبي څارنې بڼه له سره تنظيم کړي، چې يو لرغونې طبيعي درملنه ده.

. د شمالي ښار مزار شريف د حضرت علي کرم الله وجهه د مبارکې روضې په باغ کې ناست او خوا وشا ته يې څو پلاستيکي کڅوړې ايښي دي، چې پوډر، ګولۍ اوله مايعاتو څخه ډک بوتلونه په کې پراته دي.



ګلاب له لسو کلونو را په دې خوا په دې کار بوخت دی. هغه د يو ميکروفون له لارې د خپلې دندې ستاينه او اعلان کوي او يو شمېر خلک پرې راتاو شوي دي. هغه وايي: ((د ګيډې د خوږ درمل، د پښتورګو د تيږو درمل، د ريږدېدو، چينجيو، روماتيزم، قبضيت او نورو ناروغيو درمل. که چېرته ښه نه شوئ، پيسې مو بېرته واخلئ!))



ګلاب آی ډبليو پي آر ته وويل، هغه د ورځې څه ناڅه پنځوسو ناروغانو ته درمل ورکوي. هغه د خپلو ناروغانو معاينه نه کوي او پرځای يې د هغوی د ناروغۍ څرنګوالي ته غوږ ږدي.



هغه وويل: ((زما درمل کار کوي. زما خوا او شا راټولو شويو خلکو ته ګوره، که هغه اغېزمن نه وای، نو هيڅوک به راته نه وای راغلای.))



ګلاب کومه رسمي روزنه نه ده ترلاسه کړې. هغه وايي، د درمليزو بوټو په هکله د هغه لس کلنه تجربه له بل هر رسمي ډاکټر څخه زياته ده.



هغه په کال کې څلور ځلې غرونو ته ځي او هغه بوټي راټولوي، چې د هغه په اند ګټور وي. بيا له هغوی څخه درمل جوړوي او د درملنې لپاره يې کاروي، سره له دې هغه دا مني، چې د درمليزو بوټو په کيمياوي څرنګوالي باندې نه پوهيږي.



په همدې توګه ګلاب د درملو جوړولو عصري تخنيک پېژني. هغه وايي: ((دا بوټي د ټولو درملنو بنسټ جوړوي. خو هغه مهال چې د ماشين په واسطه د عصري درملو د جوړولو لپاره يوځای شي، نو خپل اغېز له لاسه ورکوي.))



داسې ښکاري، چې د هغه مشتريان د هغه په درملو او د هغه په دې خبره باور کوي. هغوی په دې هم خوشحاله دي، چې د هغه فيس او د درملو بيه د عادي ډاکټر په پرتله خور ارزانه ده.



د مزار شريف د چاربولک د ولسوالۍ اوسېدونکې، ساجدې په لاس کې په لاس کې يو څو پاکټه درمل نيولي، چې له ګلاب څخه يې اخيستې دي.



هغه وايي: ((دا د چنجيو درمل دي او يوازې دېرش افغانۍ بيه لري. که کلينيک ته تللې وای، نو يوازې پنځوس افغانۍ به يې د ډاکټر فيس ورکړی وای. زما نه ياديږي، چې ډاکټر ته به مې کله خپل ماشومان وړي وي. دې درملو د هغوی ټولې ناروغۍ ښې کړي دي. آن که چېرته بوټي مرسته ونه کړي، نو زيان خو نه رسوي.))



د افغانستان د روغتيا وزارت زيات لېوال دی، چې د بوټو د درملنې صنعت ترکنترول لاندې راولي.



د روغتيا د وزارت سلاکار، عبدالله فهيم وايي، حکومت د روغتيا له نړيوالې موسسې سره په ګډه کار کوي، ترڅو د (طبي) بوټو د درملنې د ګټورتوب په هکله څېړنې وکړي.



هغه وايي: ((په (طبي) بوټو باندې درملنه په څه ناڅه ټولو هېوادونو، لکه هند، ايران، پاکستان او اروپا کې کې دود ده. خو دلته زياتره په ولسي طبابت کې کارول کيږي، نه په علمي توګه. موږ په پام کې لرو ترڅو دا درملنه رسمي کړو.))



په همدې توګه د روغتيا وزارت غواړي هغو خلکو ته روزنيز پروګرامونه جوړ کړي، چې په دې طبابت کې بوخت دي.



نوموړي وويل: ((موږ وخت ته اړتيالرو، ترڅو د طبي ګياګانو کاروکوونکي هغو هېوادونو ته د روزني لپاره واستوو، چې په دې طبابت کې پر مخ تللي دي.))



د روغتيا د وزارت د درملو د کيفيت د کنترول رئيس سيد ابراهيم کامل وويل، هغه شمېر خلک چې طبي بوټي کاروي، زياتره رسمي روزنه نه لري، چې د اغېزمنې درملنې لپاره لازمي ده.



نوموړي وويل: ((د طبي درملنې ساحه اوس د نالوستو خلکو په واک کې ده، چې د تمرين او ممارست له لارې او يا د خپلو پلرونو او نيکونو له خوا يې دا پوهه لاسته راوړې ده. موږ په پام کې لرو، ترڅو د طبي بوټو کارکوونکو ته روزنه ورکړو.))



دا مفکوره له ديدار سنګهه څخه غوښتنه کوي، چې په مزارشريف کې يوه هټۍ لري او طبي بوټي پلوري. هغه وايي، په خپلې المارۍ کې له سلو ډولونو څخه زيات بوټي لري او دا هټۍ ورته له خپلو پلرونو او نيکونو څخه پاتې شوې ده.



هغه وايي: ((له هغه مهاله چې په ګرځېدلو راغلی يم، له خپل پلار او نيکه سره مې په دې هټۍ کې په کار پيل کړی دی. زه زياته تجربه لرم او يو مسلکي سړی يم. حکومت بايد يو قانون تصويب کړي، ترڅو هغو خلکو ته د کار اجازه ورنه کړي، چې مسلکي نه دي.))



سنګهه په دې باور دی، چې (طبي) بوټي د روغتيا کلي ده. هغه ټينګار کوي: ((دا درملنه د عصري درملنې په پرتله څو څو ځلې زياته اغېزمنه ده. که چيرته حکومت له موږ سره مرسته وکړي، چې په هند کې له ماهرينو سره اړيکې ټينګې کړو، نو دې ميتود ته به په چټکۍ سره وده ورکړو او په دې توګه به عصري او ګران بيه طبابت ته اړتيا نه وي.))



د افغانستان طبي ټولنه د طبي بوټو ددې دوديزو پلورونکو له کار څخه خوشحاله نه ده.



په مزارشريف کې د داخله ناروغيو يو ماهر کنيشکا اميد وويل: ((موږ ډېر متاسف يو، چې لا تر اوسه خلک دې نالوستو او ناپوهو خلکو ته د درملنې لپاره ورځي. زه په دې پوهيږم چې طبي بوټي خپل اغېز لري، خو د سړک د غاړې دا (ډاکټران) د زرګونو ناروغيو لپاره يو راز نسخه ليکي. دا کار په راتلونکې کې د زياتو ستونزو لامل کيږي.))



د طبي بوټو يو پلورنکي ددې خبرو په اوريدو په غوسه شو. هغه وايي: ((دا مازې زموږ د کار د مخې نيولو په وړاندې يوه دسيسه ده. موږ ددې عصري ډاکټرانو په پرتله زيات ناروغان لرو. هغوی غواړي موږ له کسب او کار څخه بې برخې کړي.))



ګلاب د حضرت علي کرم الله وجهه له مبارکې روضې بهر هغومره اندېښمن نه دی، چې حکومت د هغه د درملنې په اړه څه فکر کوي. په حقيقت کې هغه په دې اند دی،چې ښايي رسمي اجازه زيان رسوونکي وي.



هغه وايي: ((که چېرته د طبي بوټو له لارې درملنه رسمي بڼه غوره کړي، نو خپل اغېز به له لاسه ورکړي.))



يو پنځوښ کلن محمد حسن، چې له ګلاب څخه درمل اخلي، د بوټو د درملنې ډېر مينه وال دی.



هغه وايي: ((له پنځو کلونو راهيسي راته د ګيډي خوږ پيدا شوی و. زيات درمل مې وخوړل، خو ګټه يې ونه کړه. اوس دا بوټي خورم او د ګېډې خوږ مې لږ شوی دی. اوس وپوهېدم، چې ولسي طبابت له عصري طبابت څخه څو ځلې غوره دی.))
Frontline Updates
Support local journalists