د ځوانانو مناظره: ټاکنې د اقتصادي بيارغاونې لامل کيږي

د ځوانانو مناظره: ټاکنې د اقتصادي بيارغاونې لامل کيږي

په افغانستان کې د اجمل افغان او محمدرحيم بشردوست ليکنه

په سويلي ولايت، کندهار کې ويناوالو د آی ډبليو پي آر له خوا يوې جوړې شوې مناظرې ته وويل، افغانستان ته پکار ده چې د کاني زيرمو په کارولو بهرنيو مرستو ته خپله اړتيا راټيټه کړي. 

د دسمبر په ١٨ ويناوالو د محصلينو يوې غونډې ته وويل، اوسنی افغان حکومت له فساد څخه ډک دی، خو که د اپرېل د مياشتې ولسمشريزې او ولايتي شوراگانو ټاکنې يو سم مشر واک ته ورسوي، د بريالي اقتصاد د رامنځته کولو لپاره هره لاره په مخکې پرته ده.

د کندهار پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي رئيس، فضل خالق للمه وال وويل: "هيله من يو چې نوی حکومت به افغانستان ته د نورو [بهرنيو] د مرستو پرځای کورنيو سرچينو ته خپل پام واړوي. که چېرته د لوگر د مسو کان پر فعاليت پيل وکړي، په شمال کې د غازو څاگانې پر توليد راشي او د بدخشان کانونه  وايستل شي، نو ډېرغښتلي به شو."

هغه وړاندې لاړ او ويې ويل: "افغانستان يو کرنيز هېواد هم دی، موږ به وکړای شو، پر وارداتو د ډډې لگولو پرځای نورو هېوادونو ته غلې صادرې کړو. موږ بايد په راتلونکې کې پوره پياوړي شو چې په سيمه کې له نورو [هېوادونو] سره مرسته وکړو."

په کندهار کې د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کميسون مشر، عبدالعزيز اکرمي وويل، اغېزمن حکومت د راتلونکي کال په ټاکنو پورې تړلی دی. هغه له رايه ورکوونکو څخه وغوښتل د هغو نوماندانو ملاتړ وکړي چې رغنده اقتصادي او ټولنيز ريفورمونه ولري. هغه ټينگار وکړ، آزادې او عادلانه رايې پر خپلو پښو د ودرېدو او د هر هغه چا د ماتې لامل کيږي چې درغلي ته زړه ښه کوي او يا خلک گواښوي.  

هغه وويل: "که راتلونکې ټاکنې شفافې او له درغلۍ او د حکومت له لاسوهنې پاکې وي، نو په دې هېواد کې به مثبت بدلون وگورو. خلک بايد هغه نوماند ته رايه ورکړي چې د اقتصادي، امنيتي او سياسي ريفورم عملي پروگرام ولري."

د مدني ټولنې يو فعال، ارشاد احمد سرپاس يادونه وکړه چې په کندهار ولايت کې آزادو او عادلانه ټاکنو په وړاندې څرگندې ننگونې پرتې دي. 

هغه د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کميسون پر کارکوونکو نيوکه وکړه چې د رايه ورکولو د نوم ليکلو کارتونه د دې ولايت په يو شمېر سيمو کې له اتلسو کلنو څخه د ټيټ عمر خلکو ته ورکړ شوي دي. په ورته وخت کې قانوني رايه ورکوونکو ته کارتونه نه دي ورکړ شوي.   

هغه وويل: "د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسون د کندهار ولايت د رايې ورکولو د اړتيا وړ کره شمېره نه ده معلومه کړې. د رايې ورکولو کارتونه بايد يوازې هغو خلکو ته ورکړ شوی وای چې د رايې د ورکولو پر مهال اتلس کلنۍ ته رسيدلي وي. د ټاکنو د قانون له مخې له اتلسو کلونو څخه د ټيټ عمر کسان رايه نشي ورکولای."

آی ډبليو پي آر په کندهار کې د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کميسون له مشر سره، چې غونډې ته نه و راغلی، اړيکې ونيوي. هغه د پراخې درغلۍ گونگوسې ردې کړې او له خلکو څخه يې په ټينگه وغوښتل چې د ناسمو کړنو په اړه کره لاسوندي وړاندې کړي. 

هغه وويل: "که څوک لاسوندي لري، [مهرباني دې وکړي] رادې وړي او موږ ته دې وښيي. کېدای شي داسې شوې وي چې له اتلس کلنۍ څخه د ټيټ عمر دوو يا درېو تنو ته د رايې ورکولو کارتونه ورکړ شوي وي. که يوه نجلۍ يا هلک راشي او ووايي چې اتلس کاله عمر لري، نو دا به ډېره ستونزمنه وي چې درواغ يې ثابت شي."

اجمل افغان او محمدرحيم بشردوست د کندهار پوهنتون محصلان دی.

دا رپوټ د آزاد فکر: خبرې وکړئ، لاسته يې راوړئ د آی ډبليو پي آر د نوښت له مخې په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو د سفارت په مالي مرسته په افغاني ټاکنو کې د پوهنتون او ځوانانو د گډون د پراختيا د پروگرام د يوې برخې په توگه چمتو شوی دی.

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists