د نجونو د اجباري زده کړې په هکله ناندرۍ

زيات شمېر افغانان زده کړه د نارينه او ښځينه دواړو لپاره اړينه بولي، خو دوديزوال بيا وايي، چې ښځې په کور ښې دي.

د نجونو د اجباري زده کړې په هکله ناندرۍ

زيات شمېر افغانان زده کړه د نارينه او ښځينه دواړو لپاره اړينه بولي، خو دوديزوال بيا وايي، چې ښځې په کور ښې دي.

Saturday, 3 January, 2004

په يوې دوديزې ټولنې کې، چې په وروستيو کلونوکې په کې د نجونو په زده کړې بنديز لګېدلى و، په نوي اساسي قانون کې د نجونو لپاره د زده کړي د اجباري کولو په هکله د خلکو نظرونه سره وېشلي دي .


د کابل د اسعارو په مارکيټ کې د پيسو يو بدلوونکي سيد نجيب الله وايي: "په داسې حال کې چې حکومت د نورو کارونو په هکله څه شى نه شي کولاى، د نجونو د زده کړې په وړاندې به څه وکړي. پخپله کورنۍ په دې ښه پوهيږي، چې خپلې لوڼې ښوونځيو ته وليږي او که نه. دا پرېکړه په کورنۍ پورې تړلې ده. موږ دومره بې وسې نه يو، چې د خپلو خويندو واک حکومت ته په لاس کې ورکړو."


نجيب الله پخپله تر شپږم ټولګې پورې زده کړى کړى ده، او کله يي چې واده ته خوښه راغله نو له يوې نالوستې نجلۍ سره به واده وکړي، ځکه هغه د هغه نجلۍ د چال چلند په هکله ډاډمن نه دى، چې له کور بهر يي کا رکړى وي.


يوه پنځوس کلنه مېرمن خانم ګل د خپل زوى لپاره د کار د موندلو په غرض د پوهنې وزارت ته ورغلې ده. هغه وايي قانون چې څه وايې، وايي به يي، خو فکر نه کوي چې ميړه به يي دې کار ته خوښه و کړي. نوموړې له آى ډبليوپي آر سره د مرکې په ترڅ کې وويل: "زه پنځه زامن او درې لوڼې لرم. زامن مې په جوماتونو کې سبقونه وايي. مېړه مې زامنو ته آن ښوونځي ته د تګ اجازه نه ورکوي، ځکه د هغه د وينا له مخې د ښوونځي کتابونه شيطاني دي او خلک له اسلام څخه بې لارې کوي . هغه هم په داسې يو هېواد کې چې دبې دينو او امريکايانو له خوا اشغال شوى دى."


خو د نجونو زده کړه، په تېره د لوستو (تعليم يافته) ښاريانو په منځ کې، خپل پلويان لري. ماه ګل نوري په کابل کې د نجونو د يوې ليسې مديره، چې په ښوونځي کې يي د زده کړو د شمېر د زياتوالي له امله خيمې درولي، وايي: "موږ د نجونو لپاره د اجباري زده کړو د اعلان ملاتړ کوو، چې په هېواد کې به د بې سوادۍ د جرړو له ايستلو سره مرسته وکړي."


د نوموړې ليسې د بيالوژۍ ښوونکې ليلا هم ددغه کار ستاينه کوي، خو ټينګار کوي، چې دا کار بايد په ډېره هوښيارۍ سرته ورسيږي. نوموړې وايي: "خلک دا کار په خپلو کورنيو معاملو کې لاسوهنه ګڼي. له دې امله بايد ددې تګلارې پلي کول په ډېر مهارت تر سره شي، چې ستونزې رامنځته نه کړي او کورنۍ ٫خپلې نجونې ښوونځيو ته د لوست لپاره پرېږدي."


مريم چې د طالبانو پر مهال يي په پټه ښوونځى لوستى او اوس په يوولسم ټولګي کې ده، وايي، چې ولايتونو ته ځانګړى پام اړول په کار دي، چېرته چې زياتره کورنۍ د نجونو زده کړه دافغاني ټولنې له چوکاټ بهر کار بولي.


په داسې حال کې چې کورنۍ د نجونو زده کړه او د هغوى کارونه تر پوښتنې لاندې راولي، خو زياتره ديني عالمان زده کړه د نر او ښځې دواړو يو شان حق بولي.


مولوي سيد امير، چې د خپل دوديز نظر له امله زيات شهرت لري پورته خبره مني، خو زياتوي ،چې له غير مسلمانو سره ناسته ولاړه منع ده. نوموړي مولو ي آى ډبليو پي آر ته وويل: "هر څوک بايد زده کړه تر لاسه کړي، په دې شرط چې ښوونکي اسلامي معلومات ولري. په دې مانا چې تدريس بايد له شرعې او قانون سره سم وي." هغه يو حديث ته ګوته ونيوه، چې د اسلام ستر پيغبر حضرت محمد صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي:"د پوهې تر لاسه کول په هر مومن نارينه اوښځې فرض دى."


د نوي اساسي قانون ٤٣ ماده ، چې ددې مياشتې په وروستيو کې د جوړېدونکې لويي جرګې کې به پرې پراخه خبرې اترې وشي، تر نهو کالو پورې د زده کړه اجباري کړې او دولت ته دنده سپاري چې د هېواد په ټول برخو کې د زده کړې زمينه برابره کړي. ورپسې راتلونکې بله ماده په ځانګړې توګه د نجونو د زده کړې په پراخولو ټينګار کوي.


د ١٩٦٤ کال اساسي قانون، چې د نوي اساسي قانون تر تصويبېدو پورې نافذ دى، يوازې تر شپږم ټولګي پورې زده کړه اجباري بولي،خو تر کومې اندازې چې امکانات يي موجود هم وو، کورنيو زړه نه ښه کولو چې خپلې لوڼې ښوونځيو ته واستوي.


په اتياومو کلونو کې د شوروي ملاتړي رژيم پرمهال په لويو ښارونو کې د نجونو زده کړو په نسبي توګه پراختيا موندلې وه، خو د هغې تر رانسکورېدو راوروسته د کورنيو جګړو پر مهال، چې د مجاهدينو تر منځ شوې وې، د نجونو ښوونځيو په شمېر کې د امنيت د نشتوالي له امله کمښت راغى، چې بيا ورپسې د طالبانو د واکمنۍ په موده کې د نجونو په زده کړې بنديز ولګيد.


د پوهنې د وزارت اداري معين سيد اشراق حسيني داټکل له مخې په کابل کې په سلو کې پنځوس او په ولايتونو کې په سلو کې اووه دېرش پورې نجونې په ښوونځيو کې په زده کړو بوختې دي. حسيني په دې باور دى چې د بېسوادۍ لوړه کچه ، چې په سلو کې اويا اټکل کيږي، په هېواد کې د بې اتفاقۍ يوازينى عامل ګڼل کيږي. هغه زياتوي چې اوس د نجونو د زده کړې پلويان مخ په زياتېدو دي. نوموړى وايي: "پخوا د هلکانو ښوونځي نه وو، اوس په ولايتونو کې هم د هلکانو او هم د نجونو ښوونځي لرو."


د اساسي قانون د تسويد د کميسون غړې شکريه بارکزۍ دا متى چې د وړانديز شويو اصولو پلي کول د وخت خبره ده، خو هغه په دې اند ده چې کورنۍ په ديني او ټولنيزو علومو کې د ډاډ وړ مېرمنو په ليدنه اوس له دې سره مينه ښيي چې لوڼې يي زده کړې وکړي. بارکزۍ په دې هيله ده، چې د ١٩٦٤ کال اساسي قانون په احکامو باندې د اجباري زده کړې ورزيات شوي کلونه د نجونو پوهه په هغه اندازه لوړه او ځلنده کړي، چې کورنۍ به آن د لوړو زده کړو اړتيا ترپام لاندې ونيسي.


په هر ډول د ١٩٦٤ کال په اساسي قانو ن کې د هغه کښل شوي عبارت له منځه وړل ، چې لوړې زده کړې د دولت له خوا په وړيا توګه چمتو کيږي، د نجونو فرصتونه تر سيورې لاندې راوستي دي.


پرميلا، د کابل پوهنتون د دريم کال محصله په هېوادکې له بدلونونو سره سره په دې فکر ده، چې نارينه کولاى شي د يو ښه کسب او کار له لارې خپل ژوند پر مخ يوسي ، خو مېرمنې هغه لارې چارې په واک کې نه لري، پرته له دې چې لوړې زده کړې وکړي. هغه ددې ډار هم لري، چې نجونې به ونه کړاى شي فيس ورکړي. هغه وايي: "نجونې به په زياته اندازه زيان وويني. هلکان کولاى شي، کار وکړي او د فيس پيسې لاس ته راوړي او يا يي کورنۍ ورته چمتو کړي، خو نجونې به يوازې په کور کې ناستې وي."


Frontline Updates
Support local journalists