روغتونونه ډېره لږه مرسته کوي

يو خبريال د خپلو سترګو د ليدلي حال له مخې وايي، چې د کابل په روغتونونو کې درملنه ښايي پخپله د ناروغۍ په پرتله زياته خطرناکه ثابته شي.

روغتونونه ډېره لږه مرسته کوي

يو خبريال د خپلو سترګو د ليدلي حال له مخې وايي، چې د کابل په روغتونونو کې درملنه ښايي پخپله د ناروغۍ په پرتله زياته خطرناکه ثابته شي.

کله چې د مي په مياشت کې د لومړي ځل لپاره ناروغ شوم، په پلازمينې کې هر مشهور ډاکټر ته د درملنې په خاطر ورغلم. هر يو ماته يوه نسخه راکړه او په هر نسخه کې له پنځو قلمو څخه لږ درمل نه و ليکل شوي، خو زه هېڅ نه ښه کېدم. زما ټول بدن، په تېره بيا ګېډه ډېره خوږېده. ما څه شی نه شو خوړلای او له خوږه به کرۍ شپه ويښ ناست وم. زما د بدن وزن له 60 کيلوګرامو څخه 50 ته راولوېد.


کله چې مې حالت نور هم خراب شو، نو د کابل ښار د ساري ناروغيو روغتون ته لاړم. يو ډاکټر هم زما په ناروغۍ او درد پوه نه شو او نه يې زما تشخيص وکړای شو. هغوی زه د معاينې او لابراتواري کتنو لپاره يو شخصي کلينک ته واستولم. هلته زما لويه تبه (محرقه) تشخيص شوه. بېرته د درملنې لپاره هغه روغتون ته لاړم.


په لومړۍ ورځ يې راته د روغتون په دهليز کې سيروم تېر کړل. روغتون له ناروغانو ډک و او کوم خالي چپرکټ نه و.


بله ورځ زه د لويي تبې سروېس ته ولېږدول شوم. هلته ټولو ناروغانو ته سيروم چالان و. کله چې مې د روغتون جامې په تن کړې، نو د خولو بوی مې تر سپږمو شو. دا جامې يوازې نيم ساعت دمخه له روغتون څخه رخصت شوی ناروغ ايستلې وې. زړه نازړه په بستره کې څملاستم. ډاکټر وکتلم او د 60 ډالرو په بيه يې راته يوه نسخه وليکله. ما خپل 15 کلن ورور د درملو د رانيولو لپاره بازار ته ولېږلو.


د يو ساعت له تېرېدو وروسته د هغه تر راتګ پورې ما د بسترې د بد بوی زغم له لاسه ورکړ. ما هغه ته وويل، چې يوه شړۍ، بالښت او توشک راته راوړي.


کله چې د شپې ناوخته نوکريوال نرس راورسېد، نو فکر مې شو، چې دا بد بوی يوازې زما په بستره کې نه دی. د هغه سپينې چپنې زما له بسترې هم ناوړه بد بوی کولو. په حقيقت کې ما لومړی په هغه د روغتون د جنراتورکار خيال وکړ.


دې نرس ماته وويل: (( وروره، که کولای شي، چې پاکستان ته لاړ شي، نو ښه به وي. ځکه هلته ښه ډاکټران او درمل موجود دي. دلته به په نورو ناروغيو اخته شي.))


په بله ورځ يو تن راننوت، چې سپينه چپنه يي په تن نه وه. لومړی ما فکر وکړ، چې ښايي خبل کوم ناروغ ملګری او يا خپلوان به لټوي، خو يو څو شېبې وروسته يي د درملو په کتلو لاس پورې کړ او ناروغانو ته يې د درملو د خوړلو لارښوونه ورکوله. کله چې مې ترې د هغه د کار پوښتنه وکړه، نو ويې ويل: ((زه د روغتون د يو کارکونکې ملګری يم او هغه ماته اجازه راکړې،ناروغانو ته پېچکاري وکړم. ښايي يوه ورځ زه پخپله ډاکټر شم. له دې امله (د طب پوهنځي) ته له تګ دمخه عملي کار کوم.))


له تقريبا درېو ورځو څخه وروسته يو بل نرس په سپېنې، پاکې چپنې راننوت ، يو بکس يې په لاس کې و او مالوچ او پيچکاري ورسره وې.


هغه به هر ناروغ ته هماغه يوه پېچکاري کاروله، يوازې ستنه به يې ورته بدلوله. ما له هغه وپوښتل: ((آيا ته ډاډمن يې، چې په دې توګه به له يو ناورغ څخه بل ته ناروغي سرايت ونه کړي؟)) هغه ځواب راکړ: (چپ شه، ناروغان خبرې نه کوي!))


پنځه شپې وروسته يو (مننجيت) ناروغ ميرګو ونيو او پوره يو ساعت يې وځورولو. د هغه پلار، چې له هغه سره و، و نه شوای کولای ډاکټر ورته راولي. له يو ساعت وروسته يو ډاکټر راغی او سيروم يې ورته چالان کړل. د ناروغ پلار، تاجمير وويل: ((ما اورېدلي و، چې نرسان يوازې ناورغانو ته ستنې وهي او سيروم ورته تېروي، خو نن ګورم، چې هغوی نسخې هم ورکوي،)) هغه زياته کړه: ((يو نرس راته يوه نسخه وليکله او راته ويې ويل، چې دا درمل يوازې د پروان مېنې په .... درملتون کې موندلای شې. دا درمل ماته په 50 ډالرو ولوېدل. زه نه پوهيږم، دا روغتون دی، که قصابي؟))


د باميانو يو 22 کلن هلک خپل ناروغ 50 کلن پلار د ساري ناروغيو سروېس ته راوست. دا سړی په روغتون کې دوه ورځې پاتې شو. کله چې په هغه کې د رغېدو نښې نښانې راښکاره شوې، نو ډاکټر هغه له روغتون خارج کړ او خپل شخصي کلينيک ته يي ولېږلو.


زوړ سړی د زيړي او لويي تبې په نارغۍ اخته و. هغه ماته وويل: ((له اوو مياشتو راهيسې په خپلو پيسو درمل کوم او د 1500 ډالرو په شاوخوا کې پيسې مې لګولي. زه يوه ټوټه ځمکه لرم، هغه به وپلورم، تر څو ځانته پرې درمل وکړم.))


د پکتيا د ولايت يو اوسېدونکي، چې خپل 12 کلن ورور يې د درملنې لپاره راوړیو ، شکايت وکړ، چې ډاکټران ورڅخه بډې غواړي. هغه وويل: ((له پنځلسو ورځو راهيسې زماورور دلته بستر دی. نرسان او نورما ته همېشه د ورور د ليدو اجازه راکوي، ځکه زه هغوی ته کباب او شيرني راوړم. هره ورځ دروازه وان ته 50 افغانۍ ورکوم، چې د يو ساعت لپاره راته د ورور د لېدلو اجازه راکړي. که نه نو بايد تر درې نيمو بجو پورې انتظار وباسم.)) يو بل نفر له خپل ورور سره په يوه بستره کې ويده کيږي. هغه وويل: ((دا راته ارزانه پرېوزي، چې دلته له خپل ورور سره واوسيږم. د (روغتون) منتظم ته د دوه درې ډالرو په اندازه پيسې ورکوم. زه پوهيږم، چې دلته هر راز ساري ناروغۍ شته، خو بل ځای نه لرم، چې لاړ شم.))


نذير، چې پنځه ورځې بستر و، وويل: ((که زه بډای وای، نو د درملنې لپاره به بهر تللای وای.)) د هزاره جاتو اوسيدونکی، 55 کلن عليداد وويل، 25کلن زوی مې((بېرته کور ته وړم، که نه نو، د هغه د مړي وړل به راته ستونزمن شي.)) هغه د روغتون له خرابې ډوډۍ شکايت کاو او له خدايه يي د مرګ غوښتنه کوله. هر ماسپښين موږ ته درې دانې مڼې او يوه سيپې وچ شېده راکول کېده. هرناروغ ته سهار يوه دانه هګۍ ورکول کېده. د ورځې له خوا ماشي او مچان راټولېدل، چېرته چې به له چاڅخه يو پوټی مېوه يا ډوډۍ ولوېده نو مچانو به پرې اتڼ جوړ کړ.


د ناروغانو خپلوانو ته د ورځې په درې بجو اجازه ورکول کېده، چې خپل ناروغان وګوري. په انګړ کې بهر خلکو له يو بل څخه د ښه روغتون او ډاکترانو په هکله پوښتنې ګروېږنې کولې. يو شمېر خلکو پاکستان ته دتګ خبرې کولې او يو شمېر نورو شخصي کلينيکونو ته.


زياترو ناروغانو له خپلو خپلوانو څخه غوښتل، چې که ډاکټرانو ته کومه واسطه پيدا کړاى شي، تر څو سم درمل يې وکړي.


درېو تنو ناروغانو د اګست په اتلسم، د افغانستان د خپلواکې دبېرته اخيستنې په ورځ سا ورکړه. يوه يې يوه 22 کلنه نجلۍ وه. ما له خپل بستر څخه د هغې مور ليدله، چې په چيغو چيغو يې ژړل. هغې ويل، دوه مياشتې وروسته د هغې واده وه.


دوه ناينه ناروغان هم مړه شول. ما وليدل، چې هغوې د روغتون له دروازې وايستل شول.


له دغه ورځې وروسته زه د ساري ناروغيو له روغتون ووتم. په بګرام کې د مصريانو ساحوي روغتون ته لاړم. هلته يې ماته د ګېډې د خوږ لپاره ګولۍ راکړې.


زه لا ښه شوی نه وم، زما د کورنۍ يو غړي وويل، بايد تاويزونه وکړم، چې ناروغي مې ښه شي. هغوی زه اوو بېلا بېلو ملايانو ته يوړم. هغوی هريو زه دم کړم او تاويزونه يې راکړل.


په پای کې خپل يو همکار په کابل کې د ناتو ترمشرۍ لاندې د نړيوال سوله ساتي ځواک روغتون ته يوړم. له دوو ساعتونوانتظاروروسته دننه ولاړو. ودانۍ ته له ننوتلو دمخه تالاشي شوم. يو جرمني طبيب، ډاکټر فوست زما نسخې وليدلې. کله چې نوموړي د نسخو په لست کې 47 بېلابېل درمل وليدل، نو په خندا شو او سر يې وښورولو.


Pakistan, Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists