د ځوانانو مناظره: د ننگرهار ولايت چارواکي وايي، درايه ورکوونکو د نوم ليکلو شمېره "ډېره لوړه" ده

د ځوانانو مناظره: د ننگرهار ولايت چارواکي وايي، درايه ورکوونکو د نوم ليکلو شمېره "ډېره لوړه" ده

په افغانستان کې د محمدفاضل ليکنه

چارواکي وايي، د افغانستان په ختيځ کې په راتلونکو ټاکنو کې د گډونوالو رايه ورکوونکو شمېره له تمې اوړي.

د ټاکنو د خپلواک کميسون سيمه ييز وياند، سعدالله فطرت د دسمبر د مياشتې د ٢٤ نېټې غونډې کې، چې د آی ډبليو پي آر  له خوا جوړه شوې وه، وويل، تر اوسه پورې ١٨٦ زرو خلکو د رايې ورکولو کارتونه اخيستي او دا شمېره ورځ په ورځ زياتيږي.

دا د پام وړ خبره ده، په داسې يوه هېواد کې چې [د رايو ورکولو مرکزونو ته] د ښځو د ورتگ شمېره په دوديز ډول ټيټه وي، د رايو ورکولو ٤٠ سلنه کارتونه ښځې اخلي. په داسې حال کې چې په ننگرهار کې يې د قانوني رايه ورکوونکو شمېره په گوته نه کړای شوه، ويې ويل، د کارت د ثبت په برخه کې "ډېر زيات گډون"له ټاکنو سره د خلکو مينه څرگندوي، خو کره شمیر  ه يې ورنه کړه.    

فطرت راغوڼدو شوو محصلانو ته وويل: "د ټاکنو خپلواک کميسون ولسمشريزو او د ولايتي شوراگانو راتلونکو ټاکنو ته په لوژستيکي، تخنيکي او فعاليتي ډگر کې بشپړ چمتووالی لري."

فطرت وويل، د رايې ورکولو په ورځ د امنيت د ټينگولو لپاره پوره پام نيول شوی دی. هغه خلک يې د نومونو د ثبتولو لپاره هڅولي دي چې د رايې ورکولو کارتونه يې نه دي ترلاسه کړي. 

د ننگرهار ولايت، چې له پاکستان سره په پوله پروت دی، په ٢٠٠١ کال کې د متحده ايالتونو تر مشرۍ لاندې ايتلاف تر بريد راهيسې د طالبانو له پرله پسې بريدونو سره مخامخ دی. له کابل څخه جلال آباد ته غځيدلې لويه لاره او سرحد په ځانگړي ډول له خطر څخه ډک دی. ځانمرگي زياتره د ناتو پر کاروانونو او د ملي اردو د تالاشۍ پر پوستو بريدونه کوي. تېره مياشت يو امريکايي سرتيری په يو توغندويي بريد کې ووژل شو.  

د ننگرهار د والي وياند، احمدضيا عبدلزي محصلانو ته وويل، امنيتي خدمتونه "په بشپړ ډول"د رايې ورکولو ورځې ته چمتو شوي. د ټاکنو د بهير د گډوډۍ هره هڅه به له ناکامۍ سره مخامخ شي.

عبدلزي وويل، "د ټاکنو خپلواک کميسیون موږ ته د رايو ورکولو د ٤٨٤ مرکزونو لست سپارلی دی. د دې مرکزونو د امنيت په خاطر خبرو اترو پرمختگ کړی. په ټولو مرکزونو کې د امنيتي تدبيرونو په اړه مناسب گامونه اخيستل شوي او د وضعې د ښه والي لپاره سلا مشورې روانې دي. هغه امنيتي تدبيرونه چې د رايې ورکولو د نومونو د ليکلو لپاره نيول شوي، د رايې ورکولو په ورځ په هم ونيول شي."

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسیون د سيمه ييزې څانگې وياند، عبدالبصير سباوون د پوهنځيو محصلانو ته د دموکراتيکو ارزښتونو د ټينگولو په لړ کې د رايې ورکولو اهميت په گوته کړ.

هغه وويل:"سره له دې چې ټاکنې ښايي پوره دموکراتيکي نه وي، خو سرته رسول يې تر نه رسولو غوره دي."

په عين وخت کې د ننگرهار د ولايتي شورا وياند، ذبيح الله زمري پر رايه ورکوونکو ټينگار وکړ چې د ټاکنو له چارواکو سره مرسته وکړي او د درغلۍ د هرې بېلگې رپوټ ورکړي. هغه وويل، د ولايتي شورا يو شمېر غړي په تېرو ټاکنو کې د درغلو رايو له لارې راغلي دي.

هغه وويل: "هغوی د څو تېرو کلونو راهيسې د خپلو مؤکلينو غږونه د چا غوږونه ته نه دي رسولي. دا ځل بايد خلک هوښيار اوسي"

محمد فاضل د ننگرهار پوهنتون محصل اود آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې يو خبريال دی.

 دا رپوټ د آزاد فکر: خبرې وکړئ، لاسته يې راوړئ – د آی ډبليو پي آر د نوښت له مخې په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو د سفارت په مالي مرسته په افغاني ټاکنو کې د پوهنتون او ځوانانو د گډون د پراختيا د پروگرام د يوې برخې په توگه چمتو شوی دی.

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists