Afghan Youth Debates: Challenges Facing Women

Afghan Youth Debates: Challenges Facing Women

ه افغانستان کې د ذبيح الله غازي ليکنه

د آی ډبليو پي آر په يوې مناظرې کې واورېدل شول چې د ننگرهار ولايت زرگونه ښځې په بشپړ ډول د اپرېل د مياشتې له ټاکنو څخه بې خبره پاتې شوې دي او په هغې کې به گډون ونه کړای شي.

نوموړې مناظره د دسمبر د مياشتې په ٢۶په ختيځ ښار، جلال آباد کې د سلو تنو ښځينه محصلانو لپاره جوړه شوې وه. په غونډه کې پام د اپرېل د پنځمې نېټې ولسمشريزو او ولايتي شوراگانو په ټاکنو کې د رايه ورکوونکو ښځو په وړاندې پرتو ستونزو ته اړول شوی و.   

د ننگرهار د ولايتي شورا غړې، محترمې امين وويل، د عمومي خبرتيا پروگرامونو په سيمه کې ښځينه رايه ورکوونکو ته هيڅ هم ونه کړل او د افغانستان د ټاکنو پر خپلواک کميسون يې په دې کار کې د پاتې راتگ پړه واچوله.

امين وپوښتل: "داسې ښځې شته چې بيخي له ټاکنو خبرې نه دي. څنگه به هغوی په [ټاکنو کې] گډون وکړي؟"

هغې غونډې ته وويل، آن هغه شمېر ښځې چې له رايې ورکولو څخه خبرې هم دي، خپلې رايې نشي کارولای.

د سلگۍ په نامه يوې محصلې وويل، مور يې د امنيتي اندېښنو له امله هغه د رايې له ورکولو څخه منع کړې ده.

هغې وويل: "مور مې راته وويل په ټاکنو کې به برخه نه اخلي؛ ځکه بې له هغې به دې څوک رايه ونه شماري."

په نوموړي ولايت کې د اسما نيازۍ په نامه د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کميسون استازې وويل، له رسمي شمېرنو داسې بريښي، د رايې ورکولو ٣٥ سلنه ويشل شوي کارتونه، چې د رايې ورکولو قانوني پاڼې دي، په ننگرهار کې ښځو ته ورکړل شوي دي.   

د ننگرهار پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو استاد، منگل شېرزاد وويل، دا يوازې ښځې نه دي چې رايې به ورنه کړي. هغه وويل، پخوانۍ ټاکنې دومره له فساده ډکې او نا امنه وې چې زيات شمېر نارينه گانو له خپل گډون څخه څه په لاس راونه وړل.

د ننگرهار د پوليسو د قوماندانۍ وياند، علي محمد سنگر غونډې ته وويل، هغه باوري دی چې آن په ناامنه سيمو کې به د رايو ورکولو پر مهال امنيت ډاډمن وي.

هغه وويل: "امنيتي پوځونه چمتو دي چې د پچير او اگام، چپرهار او نورو ناامنو سيمو امنيت تامين کړي."

ذبيح الله غازي په ننگرهار کې د آی ډبليو پي آر له خوا يو روزل شوی خبريال دی.

دا رپوټ د آزاد فکر: خبرې وکړئ، لاسته يې راوړئ د آی ډبليو پي آر د نوښت له مخې په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو د سفارت په مالي مرسته په افغاني ټاکنو کې د پوهنتون او ځوانانو د گډون د پراختيا د پروگرام د يوې برخې په توگه چمتو شوی دی.

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists