مسول مدير د کارتون د چاپولو له امله زنداني شوى

د کابل د يوى وتلى ورځ پاڼى مسول مدير پخپله ورځپاڼه کى د هغه کارتون د چاپولو په جرم بندي شوى چى داسى بريښي پر ولس مشر کرزي يي شديده نيوکه کوله.

مسول مدير د کارتون د چاپولو له امله زنداني شوى

د کابل د يوى وتلى ورځ پاڼى مسول مدير پخپله ورځپاڼه کى د هغه کارتون د چاپولو په جرم بندي شوى چى داسى بريښي پر ولس مشر کرزي يي شديده نيوکه کوله.

د کابل د يوى خپلواکى اوونيزى ورځ پاڼى مسول مدير وروسته له هغى زنداني شوى چى پخپله ورځ پاڼه کى يي يو کارتون چاپ کړى چى ترى داسى ښکاري چى پر ولس مشر کرزي يي ملنډى وهلي. دا خبره د ورځپاڼى يوه کارکوونکي د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته کړى.


عبدالغور اعتقاد د فردا په نامه د اونيزى مسول مدير دغه خبريال ته د زندان له کوچنۍ خونى دا اوونى وويل چى دۍ د دفاع د وزير محمد قسيم فهيم په حکم زنداني شوى . له هغه سره د زندان په دغه تنګه کوچنۍ خونه کى ٨ نور کسان هم ايثار دي چى ځينى يي ګرم شوي مجرمين او لږ تر لږه يو کس يي وژونکى يا قاتل هم دى.


اعتقاد وويل د مطبوعاتو د فانون پر اساس زه ګرم نه يم . د دفاع وزير په غيرقانوني توګه څارنوالانو ته حکم وکړ چى ما ونيسي او د يوى اوونۍ له پاره مى زنداني کړي.


هغه وويل زه باور لرم ولس مشر کرزى به د دغه کارتون په ليدو خوښ شوى واى ځکه هغه پخپله دا اعلان کړى چى د مطبوعاتو د آزادۍ ملاتړى دى.


په کارتون کى ښودل شوي چى ولس مشر کرزى پيانو غږوي ، د ماليي وزير اشرف غني ډولونه وهي او د افغانستان بانک ريس د ملګرو ملتونو او غير حکومتي سازمانونو پر استازو پيسى شيندي.


د افغاني چارواکو او مطبوعاتو له خوا په هغه ډول چى ملګري ملتونه او غيرحکومتي موسسى ١،٣ مليارده نړيواله مرستى چى په دى وروستيو کى د افغانستان له پاره ځانګړي شوي لګوي، په زياتيوزنکي توګه نيوکى کوي او پر حکومت غږ کوي چى د پيسو د لګښت په اړه پر لا زياد کنترول ټينګار وګړي.


اعتقاد وويل څارنوال له ما پوښتنه وکړه چى ولى مى کرزى د موزيک غږولو په حال کى ښودلى او ويي ويل چى زه بايد پښنه وغواړم. ما ورته په ځواب کى وويل که چيرى تاسى پر دموکراسي او خپلواکي باور ولرى نو هر سړى يو شان دى که هغه ولس مشر او يا د ټولنى عادي غړى وي.


هغه زياته کړه د موزيک غږول يو بشري حق دى او د اسلام ضد نه دى . نو له دى امله بښنه نه غواړم او پښيمانه هم نه يم.


د اطلاعاتو او کلتور د وزارت مرستيال عبدالحميد مبارز پر قضائيه واکمنو غږ وکړ چى د هيواد مات ګوډ مطبوعاتو په اړه نرم دريځ خپل کړي. هغه د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل زموږ ځينى واکمن له دغه ډول کارتونونو سره روږدي نه دي، دا لمړى ځل دى چى داسى شييان خپريږي، نو دوى به کرار کرار له دغى مفکورى سره آشنا شي.


د فردا اونيزى ورځپاڼى خبريالانو وويل د مسول مدير نيونه ښايي د هغه يو لړ شپږو کارتونونو په اړه چى په مخکينيو ګڼو کى چاپ شوي او د خوار غريبو، د هيواد د اکثريت او د بډايو د ژوند توپير ښيي له ځنډه وروسته غبرګون وي.


فردا ٨ مياشتى وړاندى په کار پيل وکړ او ماليي لګښت يي د اعتقاد د دارو درملو د وارداولو او اعلاناتو د سوداګرۍ د ګټو په وسله تر سره کيږي ، که څه هم په افغانستان کى د اعلاناتو ګټى لږى او ټيټ دي.


دا نيونه يوه ورځ وروسته له هغى کيږي چى د افغانستان له لر او بر څخه د مدني ټولنى استازو چى پکښى ژورنالستانو او د بشري حقونو فعالينو هم ګډون درلود په کابل کى يوه غونډه رابللى وه او په هغه کى يي د بيان د آزادۍ د کلک تضمين له پاره غږ وکړ چى په نوي دولتي اساسي قانون کى چى مسوده يي د يوه پراخ بنسټه کميسون له خوا د جوړيدو په حال کى ده ور زيات شي.


په کابل کى ځينى نورو ورځپاڼو ته هم د هغوى د خپرونو له امله ګواښونه شوي دي. د انيس د ورځپاڼى (چي يوه دولتي ورځ پاڼه ده) او د مشعل دموکراسي په نامه خپلواکى اوونيزى مسولو مديرانو ويلي چى پر حکومت له نيوکو ډکو مضامينو د خپرولو له المه ورته د تيليفون له لارى ګواښونه شوي دي.


داسى بريښي چى اوضاع په ولايتونو کى ډير په بد حال کى ده، ځکه هلته ورځپاڼو چى حکومتي ورځپاڼى هم پکښى راځي ويلي چى دوى ته د خپلو خپرونو له امله د سيمه اييزه قومندانانو له خوا ګواښونه شوي ، پداسى حال کى چى پر نورو باندى د سيمه اييزه واکمنو له خوا شديد سانسور لګول شويدى. ځينى لوى ولايتونه لکه کندهار او هرات د غښتلو قومندانانو له خوا اداره کيږي چى د کابل د مرکزى حکومت له کنترول څخه بهر دى.


نجيب اله چى يو خپلواک ژورنالست دى او په دريو جنوبي ولايتونو يعنى کندهار، هلمند او زابل کى کار کوي ، کابل ته د يوه لنډ سفر پر مهال د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل چى په ولايتونو کى په حقيقي ډول نه خپلواکى ورځ پاڼى او نه هم د مطبوعاتو آزادي شته. هغه وويل د طلوع افغان په نامه د يوى حکومتي خپرونى مسول مدير ته وروسته له هغى ګواښونه شوي دي چى يو خپلواکه مضمون يي پخپله خپرونه کى جاپ کړى و چى دمضمون په ترڅ کى د ګمرک چارواکي يي په فساد تورن کړي و.


د هرات له ولايت څخه يو بل ژورنالست يحئ عبدالله وويل، د طالبانو له نسکوريدو وروسته د لوړو هيلو د درلدو سره چى د مطبوعاتو آزادي به په خپل ځاى ټينګه پاتى شي، خو په حقيقت کى د هغوى له نسکوريدو وروسته حالت لاپسى ويجاړ شوى. په پيغوريزه توګه د اورنګ هشتم په نامه خپرونه چى د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هم چاپيده د واکمنو له خوا له دى امله وتړل شوه چى په مکرره توګه يي د ورځنيو ټولنيزو او اقتصادي ستونځو په اړه يي راپور ورکوه.


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists