د بې وسلې شويو افرادو لپاره د دندو موندل

د ملګرو ملتونو تر پلان لاندې لومړۍ جوپه بې وسلې شوي افراد دادى ملکي ژوند ته ورستنيږي.

د بې وسلې شويو افرادو لپاره د دندو موندل

د ملګرو ملتونو تر پلان لاندې لومړۍ جوپه بې وسلې شوي افراد دادى ملکي ژوند ته ورستنيږي.

Wednesday, 16 November, 2005

ملګرو ملتونو د افغانستان په شمال ختيځ کې د څه ناڅه زرو تنو بې وسلې شويو افرادو لپاره د دندو په موندلو پيل کړى دى. دا هغه دنده ده، چې ملګري ملتونه به ورسره د هېواد په نورو برخو کې هم مخامخ کيږي.


د کندز په ولايت کې د ملګرو ملتونونوى پيل شوى پروګرام يوه ازمايښتي پروژه ده، چې په نورو پنځو ولايتونوکې به هم پلې شي او ټول ٤٥ مليونه ډالره به پرې ولګيږي. په هره سيمه کې په لومړي پړاو کې زر زر تنه خپلې وسلې سپاري اوپه مقابل کي ورته يو موټىپيسې او خوراکي مواد ورکول کيږي. له هغې وروسته به په درېم پړاو کى د ملکي دندو د سرته رسولو په منظور تر روزنې لاندې ونيول شي. په دې پروژه کې په ټول سل زره تنه وسله وال بې وسلې شي.


داپروژه د بې وسلې کولو، د وسله والو له ليکو له ايستلو او ټولنې ته د بېرته ورستنولو يا (ډي ډي آر) په نووم ياديږي. په پام کې دي تر ٢٠٠٦ ميلادي کال پورې سل زره تنه وسله وال مليشا بې وسلې کړاى شي.


د پلان د نوي پيل لومړۍ برخه په کندز کې د اکتوبر په ٢٤ د يوې لمانځنې په ترڅ کې چې ولسمشر حامد کرزي يي مشري کوله، پيل شوه اوپه رسمي توګه يو زر تنو خپلې وسلې وسپارلې.


هره وسله د ملګرو ملتونو د مامورينو له خواوپلټل شوه او ورباندې د يوې نښې او کود له نښلولو وروسته ډيپو شوې. په مقابل کې هر يو تن ته يوه پلاستيکي پېژند پاڼه، سل، سل ډالره اويو خه خوراکي مواد ورکړ شو. ددې تر څنګ به د نوې دندې لپاره روزنه هم تر لاسه کړي.


ټولې شوې وسلې، دهغو په پرتله، چې له خلکو سره دي او يا مليشه قومندانانو انبار کړي دي، "مشت نمونه خروار" دي. . خوملګري ملتونه په دې باور دي، چې داازمېښتي پروژه د امنيت د بسيانې په لور يو مثبت ګام دى، چې د راتلونکي کال د عمومي ټاکنو او همدا راز دهېواد د ډېر ژر بيا جوړونې لپاره تر ټولو مهم او مخکينى شرط ګڼل کيږي.


د تاجکستان پولې ته پروت، د کندز ولايت په پرتله ييز ډول د ښه امنيت د موجوديت له امله ددغه پلان د پيل کېدو لپاره غوره کړاى شو.


دامينت له بسياينې سره د مرستې په خاطر د جرمني هېواد ٢٧ تنو سرتېرو يوه ډله هغه ځاى ته استولې، چې د ولايت بيا رغاونې نوي ځواک د ليږلو لپاره لاره هواره کړي.


د نومبر په نهم دغه ١٠٠٨ تنه چې د بې وسلې کېدو او له وسله واک ځواک څخه د ګوښه کېدو له پړاوونو تېر شوي دي، د خپل دريم او وروستي پړاو، يعنې ټولنې ته د ورستنېدو د پيل لپاره راغلي دي. هغوى ته ماين پاکولو، سرک جوړولو، په فابريکې کې کار او يا د بزګرۍ کارونه په پام کې نيول شوي دي. په لومړيو څلورو ورځو کې د هغوى له ډلې څخه ٢٣٥ تنو په بېلا بېلو روزنيزو پروګرامونو کې خپل چمتو والى ښوولاى دى.


کومه دنده چې ملګري ملتونه يي په مخکې لري، يوازې دا نه ده، چې دا پخواني سرتېري په هېواد کې په مناسبو دندو وګوماري، چې موندل يي ستونزمن کاردى، بلکې دادنده هم په مخکې لري، چې هغوې په دندو بوخت وساتي.


نول کاوزن، د پيل شوي پروګرام يومامور وويل: "د زرو تنو بې وسلې کول او بېرته ملکي ټولنې ته ورستنول د برياليتوب په لور يو سم ګام دى. خو که موږ ورته ښې دندې او ښه امکانات چمتو نه کړو، نو بېرته به هماغه خپلې پخوانۍ دندې، ټوپک، ته مخه کړي."


د هغوى زياتره، چې اوس په دندې باندې ګومارلو ته سترګې په لار دي، له خپلې ځوانۍ راهيسې د ټوپک په ګرځولو بوخت و؛ که هغه په اتياوموکلونو کې د پخواني شوروي د يرغل په وړاندې د مجاهد په توګه و، که په نوي يموکلونوکې د بېلابېلو تنظيمونو تر منځ په کورنۍ جګړه کې و او که د شمال ټلوالې په ليکو کې، چې دوه کاله مخه د طالبانو تر رانسکورېدو پورې، دا ټوله موده، په جګړو بوخت وو. له هغې راورسته د هغوى زياتره شمېر د ځايي قومندانانو په ولکه کې دي، چې تل له نورو سره په تربګنيو او يه خپل منځي جګړو بوخت دي.


د پيل شوي بهير د برخۍ په توګه د دندې د موندلوپر مهال ملګرو ملتونو رپوټ ورکړ، چې زياترو افرادو د کرنې له دندې سره مينه ښوولې ده.


کاوزن آى ډبليو پي آر ته وويل: د کرنې په برخه کې موږهغوى ته تخمونه او کيمياوي سره ورکوو، که له نورو مسلکي روزنو سره مينه وښيي، موږيي هم ورته چمتوکوو. د بېلګې په توګه؛ کمپيوتر، سوداګري، ترکاڼي،انجينيري او داسې نور کسبونه."


د کندز والي عبداللطيف ابراهيمي پخوانيو ټوپکمارو ته د دندو د موندلو ژمنه وکړه. هغه وويل: "د لوستو هغو لپاره به په حکومتي دفترونو کې دندې وموندل شي او د نالوستو هغو لپاره به د غاليو اوبدلو، ترکاڼۍ او داسې نور کارونه وموندل شي."


دپخوانيو سرتېرو له ډلې څخه يو تن حيات الله، چې آى ډبليو پي آر ورسره مرکه کړي، وايي غواړي د کرنې په پروګرام کې شامل شي، خو يو بل تن لعل محمد نومي وويل هغه به خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او بل دريم تن، چې نوم يي ونه ښود، وويل هغه فکر نه کوي، که آن د ملګرو ملتونو په مرسته کوم وړ کار ومومي.


د بې وسلې کولو پروګرام لا د پيل په لومړي پړاو کې دى او په هر ځاى کې د يو زيات شمېر وسلو په موجوديت، کتونکي شکمنوي، چې کوندې دا پروژه دې نتيجه ورکړي. د کندز اوسيدونکى شيرين آقا آى ډبليو پي آر ته وويل، چې يوازې د کندز په ولايت کې په لسګونه زره وسله وال کسان شته دى، چې د هغوى له ډلې څخه له زرو تنو څخه د وسلو ټولول په امنيت کې کوم د پام وړ ښه والى نه شي راوستلاى.


خو ملګري ملتونه په دې باور دي، چې که هغو ته په دې ازمېښتي پروژه کې څرګنده شي، چې پخوانيو ټوپکمارو د خپلو وسلو د سپارلو په بدل کې ښه کارونه موندلي اوښه ژوند لري، نو هغه پاتې نور به هم وهڅول شي، چې ددوى لاره تعقيب کړي.


دا ازمېښتي پروګرام به په نژدې راتلونکي کې پنځو نورو ولايتونو؛ ګردېز، پروان، کندهار، هرات او مزار شريف ته هم وغځول شي.


Frontline Updates
Support local journalists