د ټوپکيانو د بېوسلې کولو په لور يوه بله هڅه

د يو نوي پروګرام له لارې ځايي قوماندانان او د هغوی سړي هڅول کيږي، ترڅو له (پارلماني) ټاکنو څخه دمخه خپلې وسلې تسليم کړي.

د ټوپکيانو د بېوسلې کولو په لور يوه بله هڅه

د يو نوي پروګرام له لارې ځايي قوماندانان او د هغوی سړي هڅول کيږي، ترڅو له (پارلماني) ټاکنو څخه دمخه خپلې وسلې تسليم کړي.

په داسې حال کې چې تاوتريخوالی مخ په زياتېدو دی او پارلماني ټولتاکنو ته څه ناڅه دوه مياشتې پاتې دي، د افغانستان حکومت د بېوسلې کولو دويم پړاو پيل کړ، تر څو په ټول هېواد کې له وسله والو ډلو او افرادو څخه وسلې راغونډې کړي.


ګوتنيوونکي پوښتنه کوي، آيا نوې پروژه به، چې له ناقانونه وسله والو څخه د وسلو راټول يا (DIAG) نوميږي، په دې وتوانيږي، د وسله والو بانډونو له لاسونو څخه د هغوی وسلې واخلي، هغه چې په کليو او بانډو باندې لا تر اوسه واک چلوي؟


DIAG، چې تېره مياشت په کابل کې پيل شو، د بېوسلې کولو او ټولنې ته د بېرته ورګرځولو د پروګرام (DDR) ځای ناستی دی. DDR د 2003 کال داګست په مياشت کې پيل شوی و او موخه يې د ځايي جنګ سالارانو تر ولکې لاندې د لويو شخصي اردو ګانو چې د دفاع وزات په چوکات کې ول، بې وسلې کول او له منځه وړل و


د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندی د DDR پروګرام تېره مياشت بشپړ شو او د ادعا له مخې له 60 زرو تنو مليشو څخه د هغوی وسلې راټولې شوې. د 40 زرو تنو په شاوخوا کې دا پخواني جنګيالي يا د افغانستان د ملي اردو له ليکو سره يوځای شول او يا يې د يوې ملکي دندې د پرمخ وړلو لپاره د اړتيا وړ روزنه تر لاسه کړه.


د دفاع وزارت چارواکي له دې خبرې سره يوه خوله دي، چې لا تر اوسه هم په زرګونه وسلې د هېواد په ګوټ ګوټ کې، زياتره د قوماندانانو او د هغوی د سړيو په لاسونو کې، پاتې دي.


زيات شمېر خلک ډاريږي، چې په هېواد کې ددې لويو وسله والو ډلو شتون کولای شي راتلونکې پارلماني ټولټاکنې ګډې وډې کړي.


په هېواد کې د ټاکنو قانون د هر هغه چا د کانديد کېدو مخه نيسي، چې وسله ولري او يا له وسله والو ډلو سره تړاو ولري.


د DIAG پروګرام، چې اصلا د درېو کلونو لپاره په پام کې نيول شوی دی، کانديدانو ته به دا فرصت ورکړي، چې خپلې وسلې وسپاري


د بشپړ شوي DDR د پروګرام د مرستيال مشر، محمد معصوم ستانکزي په وينا تر اوسه يو سل او اتيا تنو خپل ټوپوکونه سپارلي ، چې زياترو يې راتلونکي پارلمان ته ځانونه نومولي دي.


د DDR د پروګرام په څېر دا نوې پروژه د جاپان د حکومت له خوا تمويليږي. DIAG به د کورنيو او دفاع د وزارتونو او د امنيت د لوی رياست له خوا پر مخ وړل کيږي او ملګري ملتونه به يې څارنه کوي.


د کورنيو چارو د وزارت وياند، لطف الله مشعل وايي، حکومت ددې پروګرام د پر مخ وړلو لپاره د اړتيا وړ پوهه او وړتيا لري. هغه آی ډبليو پي آر ته وويل: ((موږ اوس پوهېږو، چې هر قوماندان څومره وسله لري او چېرته ساتل شوې ده.))


مشعل وويل د پروګرام په لومړيو دوو مياشتو کې به له قوماندانانو او وسله والو سړيو څخه وغوښتل شي، ترڅو په خپله خوښه وسله وسپاري. له هغې وروسته به د کورنيو چارو وزارت په زوره د وسلو ټولو بهير پيل کړي.


په مزارشريف کې يو سياسي څېړونکی، قيوم بابک وايي، لا تر اوسه سړی نه پوهيږي، چې ګوندې د بې وسلې کولو وروستني پروګرام به بريالی وي او که نه. هغه وويل: ((که حکومت له قوماندانانو سره د سلا او مشورو خپلې تګلارې ته دوام ورکړي، نو ښايي له DDR څخه به دا پرواګرام زيات بريالی نه وي. قوماندانان به وکړای شي بيا خپلې وسلې پټې کړي.))


د سمنګانو په ولايت کې د جنبش اسلامي د غورځنګ يو پخواني قوماندان احمد خان د جون د مياشتې په لومړيو کې خپلې وسلې حکومت ته وسپارلې. احمد خان وايي: ((جګړه په افغانستان کې پای ته رسيدلې ده. موږ نور د وسلو لرلو ته اړتيا نه لرو.)) هغه وويل، هغه ځکه خپل سړي ساتلي و، چې کارکولو ته يې اړتيا درلوده. هغه وايي: ((اوس حکومت وسله والو سړيو ته روزنيز کورسونه جوړ کړي دي، چې د دفاع په وزارت پورې تړلي نه دي، نو له دې امله د وسلو ساتلو ته اړتيا نه ليدل کيږي.))


زيات شمېر افغانان د نوي پروګرام د بري هيله کوي.


د بغلان د ولايت يو اوسېدونکي، 36 کلن روف خان وويل: ((په کليو کې لا اوس هم يو زيات شمېر ټوپکيان شته دی. تر هغه چې دا خلک بې وسلې شوي نه وي، سوله نه شي راتلای. ټولې غلاوې او وژنې (قتلونه) همدا ځايي قوماندانان او د هغوی ټوپکيان کوي.))


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists