مطبوعات د سختو هلوځلو سره مخامخ دى

زور ژورناليزم او د او ډيرو خپرونو د کابل د ورځپاڼو د لوستونکو په شمير کى کموالى راوستى دىز

مطبوعات د سختو هلوځلو سره مخامخ دى

زور ژورناليزم او د او ډيرو خپرونو د کابل د ورځپاڼو د لوستونکو په شمير کى کموالى راوستى دىز

Thursday, 3 March, 2005

په داسى حال کى چى په کابل کى (١٤٠) نشريي خپريږى او هره ورځ نورى د خپريدو په حال کى دي، نو د نوموړي ښار د اوسيدونکو دپاره د يوى نشرى انتخاب يو ګران کار دى. خو د ژورناليزم د ټيټى سطحى د معيار له امله ډير باسواده افغانان په نادره توګه خپريدونکى نشريي لولي.


د کابل يو کتاب پلورونکى اسماعيل چى د دوکان مخى ته ئى په کوټونو خرڅى شوى ورځپاڼى ايښي دي، د جنګ او سولى راپور ورکولو ټولنى ته وويل: همدا نشريي د ولس اړتياوى او انديښنى نه په ډاګه کوي، نو له همدى امله بريالي نه دى. نوموړي زياته کړه: د همدى نشريو کره کتنه ناڅرګنده ده او سياسى تحليل ئى کمزوره دى.


د تير کال د طالبانو د رژيم د نسکوريدو راهيسى، په کابل کى نژدى سل ورځپاټى او مجلى راوتي دي چى د يو شمير سره مقامات مالى مرسته کوي، ځينى د ګوندونو د خولى آله دي او نورى د نړيوالو غير حکومتى مؤسسو په مرستو سره پر مخ بيول کيږي.


د ورځپاڼو او مجلو د خپريدو دا ډول ډير شمير د ستاينى وړ دى، خو په حقيقت کى ډير خلک د هغوى د لوستلو علاقه نه لري. د باسوادۍ تر څنګ، چى د افغانستان د نفوس دوه پر درى برخه بى سواده ده، ډير خلک ادعا کوى چى دوى د ورځپاڼو د لوستلو وخت او يا پيسى نه لري.


د کابل د پوهنتون د ژورناليزم د پوهنځى رئيس عزيز فانوس په دى عقيده دى چى د ورځپاڼو اکثره مقالى په کافى اندازه په زړه پورى نه دى. نوموړي وويل: د ورځپاڼو اکثره مقالى نظري او متفکرى دى او دهمدى امله لوستونکي د هغوى په هکله خپله علاقه په چټکى سره له ﻻسه ورکوي.


هغه زياته کړه: د خلکو او مطبوعاتو تر منځ ورځ په ورځ فاصله او واټن مخ پر زياتيدو دى او داسى ښکارى چى افغان ژورنالستان په دى عقيده دي چى هغوى د عاج يا د فيل د غاښ په برج کى ناست دى او د عادى ولس څخه بيل دى. نوموړي وويل: ډير خلک فکر کوي چى د ورځپاڼو کيسى حقيقت نه لري.


د ورځپاڼو د چلولو د جهت د نه څرګندوالى او د ژورناليزم په اصولو د نه پوهيدو د ستونځو په شان ستونځى څرګندى او موندلى شويدى او اوس مؤقته اداره د خپلواکه مطبوعاتو د رامنځ ته کولو د تشويق هڅى کوي.


د کابل د تيرى اوونۍ د خپلواکه مطبوعاتو نړيوال کنفرانس د ټولى نړۍ څخه مطبوعاتي استازي را جلب کړى وو. نوموړو استازو ته وويل شول: د خپرونو يو خپلواکه کميسون جوړشويدى چى د مدنى ټولنى سره به يو ځاى کار کوي.


د مدنى ټولنى او اتحاديو، د ميرمنو د بيلابيلو ګروپونو او د مطبوعاتو و استازو ته وويل شول چى څرنګه افغانستان د سانسور او د مطبوعاتو د قانون په هکله د ځينو مډرنو او عصرى طريقو د خپلولو څخه ګټه اوچتولاى شى.


د عبدالحميد مبارز په شان معتدل او منځ لاري کسان به په هيواد کى د ټولنزه ، سياسى او پوځي بدلونونو مسؤل وي. نوموړي د اطلاعاتو او کلتور د وزير مرستيال او د قدم په قدم د مطبوعاتى اصلاحاتو مشاورهم دى.


خو يو زيات شمير افغان ژورنالستان خوښ نه دي او شکايت کوي چى د مطبوعاتو سره د بهرنۍ مرستى يوه زياته برخه په منسجم او منظم ډول سره نه لګول کيږي.


د نامتو مجلى کليد مسؤل مدير حبيب الله رفيع وويل: غير حکومتى مؤسسو په کابل کى د (٩٥) نشريو د رامنځ ته کيدو سره مرسته کړيده. نوموړي زياته کړه: د اکثرو نشريو مقالى يو شان او ورته دي او هغوى د (٥٠٠) څخه تر (١٠٠٠) پورى تيراژ لري چى ولايتونو ته هم وليږل شي چى هلته ور ته سخته اړتيا ده،او له کابل څخه بهر نه رسيږى.


هغه وويل: نشريي يو د بل سره همکارۍ ته اړتيا لري، د نشريو شمير دى د (٢٠) ا و (٣٠) تر منځ را کم شى او هره ګڼه بايد په ډير ښه ډول سره چاپ شى.


د اقتصاد د مجلى مسؤل مدير محمد نسيم سبا يو شمير ستونځى په ګوته کړى او


و ئى ويل: د تجربه کارو کسانو لږوالى، د مسؤلو مديرانو کموالى او د ډيرو نشريو خپريدل د افغان مطبوعاتو د ستونځو سبب شويدى.


خو حتى که د افغانستان د ورځپاڼو معيار جګ شى، بيا به هم په کابل کى د عادى خلکو لخوا د نشريو د رانيولو دپاره ډيره لار او وخت په کار وى.


احمد ضيا سيامک چى د حکومتى اونيزى هيواد په نامه د ورځپاڼى مسؤل مدير دى، وويل: خلک په اوسني حالت کى د کمزوره مطبوعاتو له امله د نشريو د لوستلو علاقه نه لري. نوموړي زياته کړه: که موئږ و غواړو چى مطبوعات پياوړى او پراخ کړو، نو بايد د ژورناليزم اصولو ته جدي پاملرنه وکړو.


هغه وويل: بله ستونځه د تيرو دوو لسيزو جګړه وه چى د خلکو د ورځپاڼو لوستو عادت ئى له منځه وړى دى.


قدام على نيکپاى او احمد شفاهى د کابل آزاد او خپلواک ژورنالستان دي.


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists