د کوکنارو کرکيلي بيا سر راپورته کړ
کروندګر د بيې د لوړېدو او د حکومتي مرستو د پروژو د پاتې راتګ له امله بېرته ناقانونه توليد ته هڅېدلي دي.
د کوکنارو کرکيلي بيا سر راپورته کړ
کروندګر د بيې د لوړېدو او د حکومتي مرستو د پروژو د پاتې راتګ له امله بېرته ناقانونه توليد ته هڅېدلي دي.
په افغانستان کې د آى ډبليو پي آر د خبريال، ميوند ساپي ليکنه
د افغانستان د ختيځې برخي يو شمېر کروندګرو، چې له کلونو را پدې خوا له کوکنارو څخه ازاده سيمه بلل کېده، اوس بېرته د کوکنارو کرکېلې ته مخه کړې ده. د تګاب د ولسوالۍ اوسيدونکي پر حکومت تور پورې کوي چې په خپلو ژمنو ونه درېد او له کروندګرو سره يې د کوکنارو د کرکېلې په وړاندې د بديل معيشت لپاره مرسته ونه کړه.
د هېواد د نورو برخو په څېر کروندګرو د اپينو د بيې د لوړېدلو له امله بيا د کوکنارو په کرکېلې لاس پورې کړ.
هغه کروندګر، چې د محمداجان په څېر درې څلور کاله دمخه يې د کوکنارو له کرکېلې سره په مخه ښه کړې وه، وايي د اپينو توليد ته بيا مخه د هغوى د اقتصاد د ښه کېدو يوازېنۍ چاره ده.
محمداجان وويل: "حکومت راسره ډېرې وعدې وکړې،خو يوه يې هم تر سره نه کړه. زه ډېره لږه ځمکه لرم. له څو کلونو راهيسې مې کوکنار نه دي کرلي. ژوند يې راخراب کړى دى. په يو هکتار ځمکه کې بې مې له کوکنارو څخه دومره ګټه اخيسته چې له نورو فصلونو څخه يې په لسو کلونو کې هم نشم اخيستى. ولې کوکنار ونه کرم؟"
د تګاب ولسوالۍ له حالت څخه داسې څرګنديږي، چې له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت او د نشه يي توکو او جرايمو په وړاندې د ملګرو ملتونو دفتر (UNODC) وړاندوينه سمه راوخيژي. دې دواړو ادارو په ٢٠١١ کال کې د [اپين د] توليد د ډېروالي خبره کړې وه.
نباتي حشرو د کوکنارو پروسږنى فصل وواهه او په پايله کې د هغې بيه له ٢٠٠٤ کال راهيسې تر ټولو لوړې کچې ته ورسېده. په دې کار کروندګر د کوکنارو کرکيلې ته وهڅېدل.
د UNODCپه رپوټ کې ويل شوي وو، د کاپيسا ولايت د تګاب ولسوالي په ٢٠١٠ کال کې له کوکنارو خلاصه سيمه بلل شوې وه. تمه وه چې په دې ولسوالۍ کې به په روان کال کې "ډېر زياتوالى" راشي. په رپوټ کې راغلي دي، له دې سره سره به د کوکنارو توليد[ناکافي] وي. دا په داسې يو هېواد کې له نورو ولايتونو سره پرتله ده، چې د پروسږکال له کمښت سره سره د نړۍ د اپينو او له هغې څخه د توليد تر لاسه شوو هيروينو تر ټولو سترتوليدوونکى او چمتو کوونکى هېواد پاتې شوى دى.
په ٢٠٠١ کال کې د طالبانو د حکومت له رانسکورېدو راوروسته نړيوالې ټولنې په ملياردونه امريکايي ډالر د کوکنارو د کرکيلې په له منځه وړلو او د هغې د بديل په رامنځته کولو ولګول.
په دمخه کلونو کې کروندګرو ته د کوکنارو د کروندې د اړولو په وړاندې نغدې پيسې ورکولې، خو وروسته افغان حکومت د نغدو پيسو د ورکړې پرځاى د اصلاح شوو تخمونو او کيمياوې سرو او د سړکونو او پلونو د جوړولو د پروژو ژمنې وکړې.
د تګاب په څېر سيمو کې د کوکنارو اړولو د لنډې مودې لپاره يوڅه ګټه ورسوله، خو د هغې د بديل په ورکړې کې پاتې والي هغوى بېرته د کوکنارو کرکيلې ته وهڅول.
د کلي يو مشر آى ډبليو پي آر ته وويل: "د پنځو جريبو ځمکې خاوند ته يې ١٤ کيلوګرامه د غنمو تخم ورکول. ايا دا پر خلکو ريشخندوهل نه دي؟ الکول ښه دي، ځکه بهرنيان يې څښي؛ هغه ناقانونه، نه دي. خو اپين، چې بېوزلي بزګران يې کري، حرام دي. دا عجيبه عدالت دى!"
د UNODCپه رپوت کې راغلي، "د کرنېزو مرستو او د کوکنارو د کرکيلې تر منځ د پياوړى او د پام وړ تړاو نشتوالي" وجود درلود. هغه کلو چې کرنيزې مرستې تر لاسه کړې نه وې، د هغه کلو په پرتله پکې د کوکنارو د کرکېلې احتمال زيات وو، چې نوموړې مرستې يې ترلاسه کړې وې.
د تګاب د ولسوالۍ د شورا غړي، نجيب ساپي وويل، له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت څو وارې د بيارغاونې د پروژو ژمنې وکړې، په داسې حال کې چې د کلو د پراختيا او بيارغاونې وزارت ويلي و، د هغو خلکو لپاره به کار او روزګار پيدا کړي، چې د کوکنارو کرکيله يې پريښې ده. خو د ساپي د وينا له مخې دا يوه وعده هم پوره شوې نه ده.
د کاپيسا ولايت د کرنې د رياست يو کارکوونکي، هادي دا ومنله چې شوې ژمنې سرته نه دي رسيدلي، په تېره بيا د اوبو لګولو سيستم، کيمياوې سره او د غنمو اصلاح شوى تخم او نه د هغوى کارکوونکو کروندګر هڅولي چې خپله لاره بدله کړي.
نورو چارواکو ويل، هغوى تر خپلې وسې پورې زيار ايستلى، خو دا مني چې پايلې د قناعت وړ نه دي. د کلو د پراختيا يو چارواکي، صبرالله وويل، ټولې هغه پروژې سرته رسيدلې چې د ولايت اداري چارواکو جوړې کړې وې. هغه وويل: "موږ په ځينو سيمو کې د خلکو لپاره بندونه، پلونه، کورونه او څاګانې جوړې کړې دي. خو د خلکو په وړاندې دومره ډېرې ستونزې موجودې دي، چې زموږ په پروژو نه قانع کيږي."
د UNODCد وينا له مخې کله چې کروندګر د کوکنارو د کرلو په اړه تصميم نيسي، نو امنيت د حکومت د مرستو د پروګرام په پرتله زيات اهميت لري. د نوموړې ادارې رپوټ د ٢٠١٠ کال د پېښو له مخې ليکي: "د نا امنو سيمو کلو کروندګرو د کوکنارو د کرلو زيات امکانات درلودل."
د ځايي خلکو په وينا، په ښاري سيمو کې د حکومتي پوځونو او فرانسوي قطعاتو له شتون سره سره په تګاب کې زياتره سيمې د طالبانو په ولکه کې دي. [وګورئ:د کاپيسا ولايت په ګاونډ ولسوالۍ کې د طالبانو د فعاليت په اړوند: په افغان غرنۍ ولسوالۍ کې ټينګ شوى اوربند]
د امنيې قوماندان، بختيار وويل: "په هغو سيمو کې چې زموږ په لاس کې دي، د کوکنارو کرکيله صفر ده. هغه سيمې چې زموږ له واک څخه بهر دي، د (کوکنارو د اړولو) کمپاين مو پکې پيل کړى دى. که څوک کوکنار وکري، نو کرونده يې له منځه وړل کيږي."
په پاى کې د بيې لوړېدا د اپينو توليد نه په څټ کېدونکى کړى دى.
د تګاب د ولسوالۍ يو ځمکه وال، سميع الله وويل، د کوکنارو د کرکېلې د بياراژوندي کولو لوى لامل د هغې د بيې لوړېدل دى.
هغه وويل: "پروسږکال يو کيلو اپين په ٩٠ ډالرو و. سږکال ٣٨٠ ډالرو ته ورسېد."
د UNODCوروستى رپوټ د ٢٠١٠ کال په دسمبر کې په يو کيلوګرام کې ٢٤٠ ډالره زياتوالى ښيي، چې د ٢٠٠٩ د اوړي په پرتله ٢٤٠ سلنه زياتوالى په ګوته کوي.
د کوکنارو د کروندګرو په وړاندې رسمي غبرګون د هڅونې پرځاى جزايي بڼه لري.
د کاپيسا ولايت له نشه يي توکو سره د مبارزې رئيس، عبدالحليم عيار ژمنه کړې چې سرغړوونکو ته به سزا ورکړ شي.
هغه وويل: "له [نشه يي توکو سره د مبارزې] وزارت درې مياشتې دمخه يو قانون جوړ کړ، چې د کوکنارو کروندګرو ته به د کوکنارو له کرلي فصل سره سم سزا ورکړ شي."
د امنيې قوماندان بختيار وويل، خلکو ته د کوکنارو په کرلو باندې د لګول شوي بنديز په اړه په پرله پسې ډول خبر ورکړ شوى دى. که چېرته چارواکي [د کوکنارو] کومه کرونده ومومي او وايې اړوي، نو چا ته تاوان نه ورکول کيږي. .
د کوکنارو د توليد جانبي عارضه د ځايي خلکو ترمنځ د [اپينو د] کاروونکو په شمېر کې زياتوالى دى. د عامې روغتيا وزارت وياند، نور اوغلي وويل، په افغانستان کې له اټکل شوي ٢٨ – ٣٠ ملينونو نفوس څخه يو مليون خلک پر نشه يي توکو روږدي دي، چې ٣٠ سلنه يې مېرمنې دي.
په تګاب کې داسې باور شته، پر نشو زياتره روږدي کسان هغه خلک دي چې په ايران کې يې وخت تېرکړى دى. ايران د هيروينو له ستونزې سره لاس او ګرېوان دى. د طارق په نامه يو ځايي اوسيدونکي د توليد او زيات لګښت تر منځ توپير ته ګوته ونيوه، ويې ويل، اپين په پخوا وختونو کې يو دوديز حاصل و او روږدي والى مازې هغه مهال پيدا شو چې خلکو ايران ته تګ پيل کړ.