د بيا رغونى له پاره بايد اوږد مزل ووهل شي

د هيواد ځينى ليرى پرتى سيمى مخکى له دى چى سړکونه يي جوړ شي بايدډير کلونه انتطار وباسي.

د بيا رغونى له پاره بايد اوږد مزل ووهل شي

د هيواد ځينى ليرى پرتى سيمى مخکى له دى چى سړکونه يي جوړ شي بايدډير کلونه انتطار وباسي.

Wednesday, 2 March, 2005


د افغانستان يو شمير وران ويجاړ سړکونه بلاخره د يوه اوږد ځنډ وروسته چى د کرزي د حکومت له پاره يي يو لړ ستونځى رامنځ ته کړى بيا جوړيږي.


خو دا پروژى د وخت سره په سيالۍ دي ځکه چى ژمى په رارسيدو دى او د خلکو نارضايتي مخ په زياتيدو ده.


د عمومي لايو لارو ٥٦٠٠ کيلومترو جوړول په راتلونکيو دريو کلنو کى پلان شوي دي، او يو شمير اضافي او کوچني سړکونه هم جوړولو ته اړتيا لري.


د فوائد عامى وزارت د پلان ريس اسداله ناصري د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل چى په اوسط ډول د في کيلو متر د جوړولو لګښت ١٤٠٠٠٠ امريکايي ډالره ده ، چى عمومي لګښت به يي ٩٢٠ مليونه ډالره کيږي. تر اوسه بهرنيو حکومتونود سړکونو د جوړولو له پاره د دغى شميرى د نيمايي ژمنه کړى ده.


هغه وويل سړکونه د هغو تارونو په شان دي چى د افغانستان ډير پرمختيايي پروګرامونه د بيلګى په توګه امنيت، سوداګري، کرهنه، روغتيا، استخدام، چاپيريال او د سرحدونو له کنترول سره به مرسته وکړي.


د فوائد عامى وزير عبداله علي وويل له کابل څخه د لويو سړکونو د سروى او سمونى کار پاى ته رسيدلى چى پکښى د سالنګ تونل کار لادمخه پيل شوى او په پسرلي کى به يي د هوارونى کار پيل شي.


خو مهمه ده چى د کسانو استخدام او هغه ښکاره او څرګنده وده چى د سړکونو د بيا جوړونى له امله رامنځ ته کيږي د کرزي د حکومت له پاره به سياسي ملاتړ زيات کړي.


يوازى د کابل-کندهار-هرات د سړک پر پروژى به نژدى ٢٠٠٠ کسان استخداميږي چى د هيواد د سهيل نيمايي برخه ده. دوى ته به د ورځى ١٠٠٠٠٠ افغانۍ (٢ امريکايي ډالره) مزد ورکول کيږي. پروژه تيره مياشت پيل شوى او په دريو کلونو کى به بشپړه شي.


علي وويل: وزارت همدارنګه د کابل – جلال آباد، کابل-هرات، کندهار-سپين بولدک او د سالنګ د تونل پر بيا جوړونى کار کوي.


خو ناصري شکايت وکړ چى وزارت له هغه راهيسته چى کرزي د سوداګرى د زياتوالي له پاره و يوى هڅى په توګه د لارو ماليه ليرى کړه هيڅ عايد نه دى درلودى او زياته يي کړه دوى به د دندو د تر سره کولو له پاره د نړيوالو قراردادي کمپنيو په پرتله خورا ښه او اغيزمن کار وکړي.


هغه وويل د فوائد عامى وزارت د سړکونو په جوړولو کى پنځوس کلنه تجربه لري. که چيرى مرستندويان موږ ته پيسى راکړي موږ به سړکونه ډير ښه جوړ کړو.


نړيوال بانک د افغانستان د مرستو د هم آهنګۍ ادارى ته ٤،٩ مليونه ډالره د سالنګ د تونل د جوړولو له پاره ورکړي دي او که چيرى د دغو پيسو نيمايي موږ ته راکړل شوي واى موږ به لهخ دوى ښه او په چټکۍ سره جوړ کړى و.


دغه راز نړيوال بانک به په ژمي کى د کار د جاري ساتلو او د کابل – سالنګ د خلاص پاتى کيدو له پاره هم پيسى ورکوي.


علي د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل د ٢٥٠ ملينون ډالرو د کابل-کندهار-هرات پروژه چى د سعودي عربستان، جاپان او د امريکا د متحدو ايالاتو له خوا يي مالي ملاتړ کيږي ، سعودي او جاپان هر يوه ٥٠ مليونه او امريکا به ٨٠ مليونه ډالر ورکوي. د کابل-ميدان-باميانو-هرات د پروژى يوازى د کابل-باميان له برخى سره د ١٥ مليونو ډالرو مرسته کوي.


جاپان د کندهار-سپين بولدک سړک د جوړولو له پاره د آسيا د پرمختيايي بانک له لارى ١٥ مليونه ډالره ورکړي پداسى حال کى چى نړيوال بانک او اروپايي اتحاديي هم د کابل – جلال آباد د لويي لارى د جوړولو له پاره د نامعلومه مقدار ژمنه کړيده.


که څه هم ډير نور ځايونه بايد د ښو او پخو لوى لارو د درلودو له پاره کلونه انتظار وباسي. د بدخشان خوار ولايت ، چى د افغانستان د شمال ختيځ ليرى پرته سيمه ده حقيقي سړکونه نه لري. ايالتي پلازمينى فيض آباد ته د رسيدو له پاره ډيرى ورځى مزل په کار دى او خلک دغه ولايت خپل ډير شيان پر خرو او قچرو وړي.


د عامى روغتيا د ريس مرستيال ډاکتر محمد اکبر وايي: پر لويي لارى په سلګونو ټکرونه شوي دي چى ډيرى يي مرګوني و. د خير ښيګڼى بشري سازمانونود بدخشان د لارى ځينى برخى جوړى کړي دي خو حکومت لا د بيا جوړونى کار تر اوسه نه دى پيل کړى.


د بدخشان او تخار تر منځ د سړک يو چلوونکى جمشيد خپله دنده ويرونکى بولي او وايي جدي او خطرناک ټکرونه عام دي.


هغه وايي پر دغه لار مى په دا خپلو سترګو د ترافيک ټکرونه ليدلي دي. يو څو ورځى وړاندى د کاماز يو ګاډى د قرقمر په سيمه کى سيند ته ورولويد. څلور کسان ووژل شول از دوه نور ټپيان شول.


د يونسف کارکوونکى نفيسه وايي دا وران شوى سړک د خلکو له پاره يوه لويه ستونځه ده. بدخشان يو غرنى هيواد دى او د غرونو څوکى د کال ډيره موده په واورو پوښل شوي وي. سفر هلته ډير ګران دى او همدا دليل دى چى ډير بدخشيان اقتصادي ستونځى لري او په غربت کى ژوند کوي. د بدخشان والي، سيد محمد امين طارق وويل: د لويي جرګى پر مهال موږ له حکومت څخه وغوښتل چى په بدخشان کى سړکونه جوړ کړي. کرزي له تخار څخه د بدخشان د اشکاشم تر سيمى او له فيض آباد څخه د انجمن تر لويي لارى د جوړيدو ژمنه کړى ده.


ولس مشر ډير ځله فيض آباد ته پلاوي ور ليږلي دي او هغوى خپله سروى کړى ده، خو کار لا تر اوسه پيل شوى نه دى.


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists