د ځوانانو مناظره: پر نوماندو د رغنده کمپاين ټينگار کيږي

د ځوانانو مناظره: پر نوماندو د رغنده کمپاين ټينگار کيږي

په افغانستان کې د رحيم گل نايل ليکنه

د خوست ولايت رايه ورکوونکي پر ولسمشريزو نوماندانو غږ کړی چې رغنده او تگلاره لرونکي کمپاينونه سرته ورسوي او د خپلو سيالو نوماندانو له تورنولو څخه ډډه وکړي.

محصلانو او فعالانو په گډه ټينگار وکړ چې له نوماندو څخه  په مناظرو کې يې د رغندو او جوړوونکو بحثونو پر ځای يوازې کمزوري او پر سياسي تبليغاتو ولاړې خبرې اورېدلي دي.     

د فبرورۍ د مياشتې په ١٣ د خوست په ښار کې د آی ډبليو پي آر له خوا په يوې رابلل شوې مناظرې کې يوه محصل گوته وڅنډله، که "چېرته نوماندان منفي تبليغات وکړي، نو ټاکنيز بهير به ټکنی کړي او د هېواد د بېلابېلو قومونو تر منځ به د بې باورۍ او دښمنۍ فضا رامنځته کړي."

دا غونډه د فبرورۍ په ١٣ د خوست په ښار کې جوړه شوې او حکومتي چارواکو، د مدني ټولنې فعالانو او څه دپاسه سلو تنو محصلانو پکې گډون کړی وو. په مناظرې کې پام دې ته اړول شوی و چې رايه ورکوونکي له وياندانو څخه د کومو شيانو د اورېدو تمه لري، ځکه هېواد به يې د اپرېل د پنځمې نېټې په ټاکنو کې نوی ولسمشر وټاکي.  

د مدني ټولنې يو فعال، عزيز الله ځلاند نوماندانو ته  گوته وڅنډله چې د خپلو سيالو نوماندانو له سپکولو او رتلو څخه ډډه وکړي. همدارنگه هغه پر رايه ورکوونکو هم غږ وکړ، ښه او سم فکر وکړي چې کوم نوماند ته رايه ورکړي.   

هغه محصلانو ته وويل: "هر نوماند حق لري د ځان په اړه خبرې وکړي، خو بايد د نورو [نوماندانو] له سپکولو او رټلو څخه ډډه وکړي."هغه وويل، په يو اغېزمن کمپاين کې ښايي د رايو اهميت ته هم گوته ونيول شي او خلک په رايې ورکولو کې د گډون لپاره وهڅول شي.

د خوست د والي وياند، مبارز محمد ځدراڼ محصلانو ته ډاډ ورکړ چې په افغانستان کې د ازادو او عادلانه ټاکنو سرته رسول شوني دي. د تېرو وختونو له ناوړو او بدمرغه تجربو څخه عبرت اخيستل وی دی.

هغه وويل: "موږ ټول اړوندو ادارو او امنيتي موسسو ته لارښوونه کړې چې د هر ناسم چال چلن په اړه گام پورته کړي."هغه وويل، د "سياسي پخوالي"کچه د اوسنيو نوماندانو تر منځ د پخوانيو ټاکنو د نوماندانو په پرتله خورا لوړه ده.

د مناظرې يوه بله برخواله، محبوبه له دې خبرې سره موافقه نه وه، ويې ويل: "ډېری داسې نوماندان شته چې د ټاکنو د قانون په اړه يې د معلوماتو کچه ټيټه ده او ښايي له اصولو څخه سرغړونه وکړي. د ټاکنو کميسون بايد خلکو ته پراخ معلومات ورکړي او نوماندانو ته ورکشاپونه جوړ کړي."

رحيم گل نايل دخوست د پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی.

دا رپوټ د آزاد فکر: خبرې وکړئ، لاسته يې راوړئ د آی ډبليو پي آر د نوښت له مخې په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو د سفارت په مالي مرسته په افغاني ټاکنو کې د پوهنتون او ځوانانو د گډون د پراختيا د پروگرام د يوې برخې په توگه چمتو شوی دی.

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists