پر طبي تاسيساتو بريدونه کيږي

په مناظره کې د هغو ننګونو په اړه خبرې وشوې چې د روغتيا څارنې کارکوونکي له زياتيدونکي خطر سره مخ کوي.

پر طبي تاسيساتو بريدونه کيږي

په مناظره کې د هغو ننګونو په اړه خبرې وشوې چې د روغتيا څارنې کارکوونکي له زياتيدونکي خطر سره مخ کوي.

Thursday, 17 August, 2017

په هغه غونډه کې چې کاپيسا ولايت کې د آی ډبليو پي آر له خوا جوړه شوې وه دغونډې ويناوالواندېښنه څرګنده کړه چې په افغانستان کې طبي تاسيسات او کارکوونکي يې په زياتيدونکي توگه د وسله والو ډلو د بريدونو له خطر سره مخ دي.  

په دغه غونډه کې، چې د جولای په ٢٢ جوړه شوې وه، څه دپاسه ١٢٠ تنو گډون کړی وو. په غونډه کې وويل شول، د معلومو او څرگندو بېلگو له مخې د موضوع په اړه اندېښنې مخ په زياتېدو دي.   

عبدالمطلب دبشري حقونو فعال وویل ،  کاپيسا، پروان او پنجشېر کې  د ملېشو ډلو، حکومتي سرتېرو او بهرنيو ځواکونو ټولو په خپل وار په وروستيو کلونو کې پر طبي تاسيساتو بريدونه کړي دي.

نوموړي په کندوز کې د ٢٠١٦ کال د اکتوبر د مياشتې هغه پېښې ته گوته ونيوه چې پکې د متحده ايالتونو ځواکونو پر يوه روغتون بمونه واورول، تر لسو زيات روغتيايي کارکوونکي او ناروغان يې ووژل. هغه زياته کړه، پر اسلامي دولت پورې يوې تړلې ډلې د ٢٠١٧ کال د فبرورۍ په مياشت کې په کابل کې د سردار محمد داود خان پر روغتون بريد وکړ او ٣٠ تنه کارکوونکي او ناروغان يې ووژل.   

نوموړي زیاته کړه : «د ژنيو د ١٩٤٨ کال لوظنامې او دافغانستان مدنی قانون پر روغتونونو او روغتيايي مرکزونو هر راز بريد غندي.» نوموړي پر حکومت غږ وکړ چې ولسونه د طبي کارکوونکو د ساتنې او ملاتړ پر اهميت وپوهوي.

د کاپيسا ولايت د ديني عالمانو د شورا مشر، گل محمد وويل، د طبي تاسيساتو په نښه کول په څرگند ډول له شرعي قانون څخه سرغړونه ده.  

هغه وويل: «هر کله چې به پيغمبر صلی الله عليه وسلم د جگړې لپاره يوه ډله لېږله، نو ټينگار يې پرې کاوه چې ښځو، ماشومانو، سپين گيرو او همدارنگه عامه ودانيو، کروندو او شخصي کورونو ته زيان ونه رسوي. په افغانستان کې اورپکې ډلې د اردو او ولسي خلکو تر منځ توپير نه کوي.»

د کاپيسا د عامې روغتيا رئيس، محمد شعيب دانش وويل، ډاکټران د جنسيت، دين، ژبې او سيمې له په پام کې نيولو پرته د ناروغانو درملنه کوي. دا کار د هغوی ناپېېلتوب څرگندوي.  

هغه وويل: «روغتيايي مرکزونه هر چاته له تبعيض پرته يو راز او مساوي روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي.» نوموړي ټينگار وکړ چې وسله وال مخالفان دغو اصولو ته په درناوۍ کې پاتې راغلي دي.

دانش يادونه وکړه، په تېرو دوو کلونو کې يو شمېر سرته رسېدلې پېښې د ځانگړې اندېښنې وړ دي.

په دغو پېښو کې د تگاب روغتون پر يوه امبولانس باندې د قصدي بريد له امله د پچه غان د طبي مرکز رئيس او د هغه موټر چلوونکی ووژل شو. په نورو پېښو کې د کوهستان د لومړۍ برخې د ولسوالۍ يو ډاکټر ټپي شو او د نجراب په ولسوالۍ کې د يوه روغتون مخې ته يو راکټ ولگيد.

د کاپيسا ولايت د مدني ټولنې د ډلو د انجمن رئس، حشمت الله اسحق زاده وويل، داسې بريښي چې د طبي کارکوونکو په وړاندې د بريدونو يو فصل پيل شوی وي.

هغه وويل: «روغتونونه او روغتيايي کارکوونکي نه يوازې د حکومت د مخالفانو له گواښونو سره مخ دي، بلکې د ځايي وسله والو ډلو او زورواکانو له گواښونو او ځورولو سره هم مخ دي.» هغه زياته کړه، د دغه راز کړنو په وړاندې د سمون او اصلاح په اړه کوم گام نه پورته کيږي.

نوموړي د يوې پېښې يادونه وکړه، چې په ٢٠١٦ کال کې د وسله والو ډلو تر منځ په نښته کې ټپي جگړه ماران د درملنې لپاره د ده بابا علي روغتون ته راوړل شول. خو د هغې دمخه چې پوليس یي بنديان کړي، ووتل. پروسږکال د کوهستان د لومړۍ برخې په ولسوالۍ کې د دايه گانو پر يوې ليليې د راکټونو بريد وشو.

اسحق زاده وويل: «څو تنه دايه گانې ټپي شوې، خو پوليسو ونشو کړای مجرمان ونيسي يا يې په نښه کړي.»

د کاپيساد پوليسو د قوماندانۍ مطبوعاتي مشر، محمد ايوب يوسفزي وويل، امنيتي ځواکونو د دغو بريدونو په مخنيوي کې تر خپل وس پورې زيار ايستلی.

هغه وويل: «د حکومت وسله وال مخالفان پر روغتونونو بريدونه کوي، ټپيان وژني او له بنديانو څخه سرونه پرې کوي. هغوی پر نارينه گانو، ښځو، سپين گيرو يا ماشومانو زړه نه سوځوي.»

يوسفزي وويل، د کاپيسا پوليسو د څو بريدنو مخه نيولې، خو شکايت يې وکړ، چې کله څوک ونيسي، ځايي سياستوال او زورواکان پر امنيتي ځواکونو فشار راوړي تر څو تر شک لاندې کسان بېرته خوشې کړي.

Frontline Updates
Support local journalists