د ځوانانو مناظره: هوښيار او ځیرک ځوانان د برياليو ټاکنو کليد ده

د ځوانانو مناظره: هوښيار او ځیرک ځوانان د برياليو ټاکنو کليد ده

Wednesday, 26 February, 2014

په افغانستان کې د عبدالله لامع ليکنه

د آی ډبليو پي آر په يوې مناظرې کې پر دې موضوع خبرې اترې وشوې چې د افغانستان برياليو ولسشمريزو ټاکنو ته د ځوانو رايه ورکوونکو ملاتړ اړين دی.

د مرکزي سرشمېرنې د لوی رياست د غزني د څانگې د دفتر رئيس، غلام محمد ضیا روان محصلانو ته وويل، پر نوې لارې د جگړې ځپلې هېواد د سمولو لپاره د عصري نړۍ په اړه د هغوی [ځوانانو] پوهه ډېره اړينه بلل کيږي.

نوموړي د فبرورۍ د ١٢ نېټې د خبرو اترو غونډې ته د غزني په ښار کې وويل: "زموږ د هېواد ډېری لوستي خلک ځوان جوړوي. هغوی هغه څوک دي چې له عصري ارزښتونو او اصولو سره بلد او هغه ستونزې ورته ښې معلومې دي چې نن ورسره خلک لاس او گرېوان دي."

هغه وويل: "له دې امله د هغوی دنده ډېره ارزښتمنه ده. هغوی د نوماندو پر پورگرامونو پوهيږي او کولای شي تصميم ونيسي چې د هېواد لپاره يې څه شی ښه دي."

د غزني ولايت د رپوټ ورکوونکو د ټولنې رئيس، اسدالله جلالزي هم د اپرېل د پنځمې نېټې په ټاکنو ځوان رايه ورکوونکي برخې اخيستنې ته وهڅول. 

نوموړي يادونه وکړه، په ٢٠٠٩ کال کې د ملگرو ملتونو د سروې له مخې د افغانستان د نفوسو ٦٨ سلنه له ٢٥کالو څخه د ټيټ عمر خاوندان دي. ځوان رايه ورکوونکي کولای شي د رايې ورکولو په گډون د ټاکنو په روڼوالي او شفافيت کې مهم رول ولوبوي.

د نعمت الله په نامه يوه محصل له ويناوالو وپوښتل، په ډېرو لرې پرتو سيمو او کلو کې د ځوانانو د پوهې د کچې د لوړلو لپاره حکومت کوم پرواگرامونه پلي کړي دي؟

جلالزي وويل، په دې ولايت کې له هغو يو شمېر نوښتونو خبر دی چې له مخې يې د هېواد له راتلونکې سره د فعالي مينې د پيداکولو په موخه د ځوانانو د هڅولو لپاره سياسي مناظرې جوړې شوې دي.

هغه وويل: "ځوانان ته په کلو کې ښوونيز او روزنيز پروگرامونه جوړ شوي. همدا راز حکومت په کلو کې د تالاشۍ پوستې جوړې کړي چې خلک وکړای په خوندي چاپېريال کې رايه ورکړي."

روان زياته کړه، رادېوگانې هم ډېر کار کوي چې په غزني کې د ټاکنو په اړه معلومات د خلکو غوږونو ته ورسوي. هغه وويل، په هغو پروگرامونو کې چې په کلتوري، ټولنيزو او سياسي موضوعگانو خبرې اترې کيږي، د رادېو له لارې خپريږي او د اورېدونکو غوږونو ته رسيږي. 

د محمد جاوېد په نامه يوه بل محصل له ويناوالو وپوښتل، ايا د ځوانانو گومارنه به د رايو پر ورکولو کوم اغېز ولري؟ 

جلالزي په ځواب کې وويل، د هغه ډېری ځوانانو په اړه اندېښمن دی چې روزگار نه لري او ډاريږي چې دې کار "د هغوی روحيه کمزورې کړې ده."

هغه گوته وڅنډله: "ښايي ځوانان له ټاکنو سره لېوالتيا ونه لري او برخه پکې وانخلي، ځکه هغوی نور په چا باور نه لري. رسنۍ بايد خلکو ته د معلوماتو په رسولو کې مرسته وکړي او د هغوی د پوهې کچه لوړه کړي."

عبدالله لامع د غزني پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی.


Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists