د مصونيت ويرى کليوالي روغتيا له خطر سره مخا مخ کړى ده.
د روغتيا نړيوال سازمان يا WHO د افغانستان پر نويو ډاکترانو تاکيد کوي چى کليوالي روغتيايي ستونځى حل کړي خو د مصونيت ويرى د دغه کار مخه نيسي.
د مصونيت ويرى کليوالي روغتيا له خطر سره مخا مخ کړى ده.
د روغتيا نړيوال سازمان يا WHO د افغانستان پر نويو ډاکترانو تاکيد کوي چى کليوالي روغتيايي ستونځى حل کړي خو د مصونيت ويرى د دغه کار مخه نيسي.
نړيوال روغتيايي چارواکي غږ کوي چى لا زيات ډاکتران کليوالو سيمو ته ور وليږي چى شديدى روغتيايي ستونځى حل کړي، خو لږ ډاکتران د هيواد ليرى پرتو سيمو ته په تلو سره خپل ځان په خطر کى اچول غواړي.
جايس سميت په کابل کى د روغتيا د نړيوال سازمان استازى دى او په دى وروستيو کى يي په پيښور کى د افغان پوهنتون څخه ليدنه وکړه تر څو د طب زده کوونکي و هڅوي چى د خپلى زده کړى د پاى ته رسولو وروسته د افغانستان په کليوالو سيمو کى کار وکړي.
سميت ويلي: دلته زما د راتګ اساسي موخه د افغانستان له ښځو سره په ځانګړي توګه له هغو ښځو سره چى په کليوالي سيمو کى اوسي مرسته وه. ما غوښتل چى د طب د پوهنځي استادان او زده کوونکي وهڅوم چى د روغتيا له نړيوال سازمان سره په دغو ليرى پرتو سيمو کى کار وکړي.
ډاکتر حيات اله جواد چى د افغان پوهنتون استاد دى ، د روغتيا د نړيوال سازمان د دغه نوښت د ملاتړ په کولو له احتياط څخه د کار اخيستل هم ور زيات کړل.
هغه وويل: دا به د ډاکترانو له پاره ډير ګټور وى چى په خپلو کليو او بانډو کى کار وکړي ، ځکه هغه سيمى له دوى پرته بل څوک ښه نه شي پيژندلاى. موږ له دى سره موافق يو چى بايد ورسره مرسته وکړو خو په شرط د دى چى د دغه کار له پاره د مصونيت احساس وشي.
هيڅوک نه پوهيږي چى په افغانستان کى روغتيايي حالت څومره خراب دى، د نژدى دريو لسيزو جګړى هيواد او خلکو ته ډير زيان رسولى، او هغه لږى شميرى چى نړيوالو سازمانونو راټولى کړي ډير تياره تصوير انځوروي.
د ملګرو ملتونو د بشري ودى د ١٩٩٦ کال راپور افغانستان ته د ١٧٥ مخ په ودى هيوادونو په لست کى ١٦٩ ځاى ورکړى دى. په وروستيو کلونو کى داسى احساس شوى چى په دغه هيواد کى د روغتيايي حالت په هکله معلومات ډير لږ دى چى په لست کى يي نوم وي او که څنګه.
د هيواد د نفوسو په سلو کى اويا په خوارځواکۍ اخته دى. د ميندوارۍ سره د تړليو ناروغيو له امله په هرو ديرشو دقيقو کى يوه ښځه خپل ژوند له لاسه ورکوي، يعنى د يوه لک څخه ١٧٠٠.
د افغاني ماشومانو د نژدى نيمايي سمه وده نه کوي، او له هرو څلورو ماشومانو څخه يو تر پنځه کلنۍ دمخه مري. د ماشومانو د مړينى په سلو کى ٤١ د نس ناستى او د تنفسي ناروغيو له امله دي. په سلو کى ٢١ له داسى ناروغيو مړه کيږي چى مخه يي نيول کيدى شي، او يوازى په سلو کى ٣٢ د ماشومتوب د مهال د ناروغيو په وړاندى واکسين کيږي.
د افغان د طب پوهنځي محصله شفيقه اکبر وايي: موږ او زموږ کورنى په کليو کى د کار کولو له موضوع سره موافق يو ځکه چى موږ په دى پوهيږو چى خلک له ډيرو ستونځو سره مخامخ دي. هغى دا پوښته هم را اوچته کړه چى که چيرى هر څوک په ښارونو کى کار وکړي ، نو د کليو له خلکو سره به څوک مرسته وکړي.
پداسى حال کى چى محصلين ډيره ليوالتيا لري، استادان يي بيا عملي فکر کوي. رفيع اله صديقي، د طب د پوهنځي استاد وويل: زه فکر کوم چى د کليوالو سيمو حالات بايد ښه شي. خو دا چى هلته مصونيت نه شته، موږ نه شو کولى موافقه وکړو چى محصلين هلته کار وکړي.
د جګړى او ورانوونکى وچکالۍ له امله د ګڼ شمير کليوالو د بى ځايه کيدو سره سره، ډير افغانان په کليوالو سيمو کى ژوند کوي. په ښارونو کى په سلو کى ٢٥ خلک اوسي . يوازى په سلو ١٢ په کابل کى دي، خو د کابل په روغتونونو کى د هيواد نژدى نيمايي بسترونه دي. پداسى حال کى چى په پلازمينه کى د هرو٠٠٠ ١ استوګنو له پاره يو ډاکتر دى ، خو په مرکزي ولايت باميانو کى د هرو ١٠٠٠٠٠ (يو لک) خلکو لپاره يو ډاکتر بيا يو ډاکتر دى.
د روغتيا نړيوال سازمان په دى وروستيو کى دغه هيواد ته يو روغتيايي پلاوى تللى و او په راتلونکيو دوه نيمو کلونو کى يي د بشپړى روغتيايي درملنى د رامنځ ته کيدو له پاره يي د ٢٠٠ مليونه ډالرو پانګى اچونى سلا ورکړى ده.
داسى اټکل کيږي چى نژدى ١٠٠٠ نويو کلينيکونو ته اړتيا ده، او دغه راز شته تاسيسات هم بايد پراختيا ومومي چى او ضروري روغتيايي خدمتونو ته وده ورکړ شي.
که څه هم په ښارونو کى د ښو آسانتياو او د ژوندانه د لوړ معيار له امله د روغتيا د نړيوال سازمان له پاره به دا ګرانه وي چى ډاکتران او نرسان وهڅوي چى په کليوالو سيمو کى کار وکړي.
د هيواد د نورو شديدو اړتياو تر څنګ، ښايي د ثبات يوه اوږده موده ضروري وي مخکى له دى چى د دى طمع وشي چى طبي پرسونل د هيواد ليرى پرتو سيمو ته وليږل شي.