يوه ولسوالي خپل امنيت پخپله نيسي

.سويل ختيځه سيمه د ياغي ډلو د مخنيوي لپاره دوديزې لارې چارې پلې کوي

يوه ولسوالي خپل امنيت پخپله نيسي

.سويل ختيځه سيمه د ياغي ډلو د مخنيوي لپاره دوديزې لارې چارې پلې کوي

View of Zazi Maidan district, Khost. (Photo: Ahmad Shah Matunawal)
View of Zazi Maidan district, Khost. (Photo: Ahmad Shah Matunawal)

په خوست ولايت کې دازاد خبريا ل احمدشاه  ليکنه

د افغانستان د سويل ختيځولايت دخوست ځاځى ميدان ولسوالۍ خلک وايي  د دوديزو اصولو له مخې يې د يو جوړجاړي له لارې سوله تر دې کچې تامينه کړې چې د هېواد په نورو برخو کې يې بېلگه لږه ليدل کيږي.

د دوديزو قوانينو د يو اصل "نرخ"له مخې آن د ځاځي ميدان د ولسوالۍ اوسيدونکي، چې نژدې دوه سوه زره تنه نفوس لري او د پاکستان شمال لويدځ ته په پوله پرته ده، وايي، د بريدونو له ډاره پرته خپل کار او روزگار کوي او له يوه ځايه بل ته تگ او راتگ کوي.  

"نرخ"د قومي دودونو يوه ټولگه ده چې د "جرگو"د غونډو د سلا مشور او پرېکړو په پای کې پلي کېيږي. دا اصل د "پښتونولۍ"د دود يوه برخه ده. د دودونو په دې ټولگه کې [پښتونولي ]، ميلمه پالنه، ناموس، وفاداري او عدالت، ... شامل دي.

د ځاځي ميدان په ولسوالۍ کې د منل شوو اصولو له مخې هيڅوک نشي کولای له مخالفو ډلو، جنايتکارانو او د هغوی په څېر د نورو مرسته او ملاتړ وکړي. د "نرخ"د دود له مخې ولس کولای شي د جرگې له پرېکړې څخه د سرغړوونکي سړي کور ته اور واچوي، څاروی پرې حلال کړي او د دوه زره ډالرو معادل پيسو نغدي جريمه ترې واخلي او [له سيمې] يې وشړي. 

د ولسوالۍ يو قومي مشر، ملک عيد اکبر وويل، دوديزو اصولو ته د درناوۍ له امله دلته له تېرو پنځه دېرشو کلونو راهيسې سوله تامين ده. د هېواد نورې برخې په دې موده کې جگړو وځپلې او ويجاړې يې کړې.

هغه وويل: "موږ دلته د قومونو تر منځ تړونونه لرو. د نوې حکومت د تاسيس پر مهال، موږ وپتېله چې خپله ولسوالي د بهرنيانو او د طالبانو تر منځ له جگړې څخه وساتو. موږ نه غواړو چې له خپلې ولسوالۍ څخه د بېلابېلو ډلو تر منځ د جگړو ډگر جوړ کړو. په دې توگه مو د افغان امنيتي پوځونو په مرسته امنيت ساتلی دی."

هغه زياته کړه: "له نېکه مرغه تر اوسه دا تړون چا مات کړی نه دی."

نقيب الله، چې په خپلې هټۍ کې ناست و او د يخنۍ له امله يې ځان په شړۍ کې تاو کړی و، آی ډبليو پي آر ته وويل: "چېرته چې امنيت دی، هلته ژوند او کسب او کار دی. موږ له وضعې څخه خوښ يو، کولای شو د ورځې پنځوس، شپېته ډالره وگټو. دا ټول د امنيت برکت دی."

د الياس وحدت په نامه د خوست يوه سياسي شنونکی وايي، په ځاځي ميدان کې دومره امنيت دی چې زموږ پرې رخه راځي. تر دې کچې امنيت، نه يوازې د دې ولايت په نورو ولسواليو کې نشته، بلکې د هېواد په هيڅ کومه سيمه کې نشته.  

وحدت وويل، حکومت د افغانستان په دې برخې تل لږ کنترول درلود. له دې امله خلکو پخپله د امنيت د ټينگښت او عدالت د تامين لپاره لسټوني بډ وهلي دي.

هفه وويل: "د [شوروي ضد] مجاهدينو د جگړې پر مهال، څو څو ځلې د دې ولسوالۍ د نيولو هڅې شوې، خو هيڅکله د خلکو د سخت مقاومت له امله نه دي بريالي شوي. د ځاځيو [ځاځي ميدان] د ولسوالۍ خلک وايي تل به د خپلې سيمې او هېواد دفاع ته ولاړ وي."

وحدت وويل، د "نرخ"د سيستم له مخې په تېرو وختونو کې د پښتنو قومونو تر منځ "نظم او عدالت تامين و."

حکومتي چارواکي وايي، د ځاځي ميدان اوسيدونکي له چارواکو سره همکاري کوي او د طالبانو د يرغلونو مخه يې نيولې ده.

د ولسوالۍ د پوليسو مشر، جنرال عزيزالله وويل: "ياغيانو څو ځلې هڅې وکړې چې د پاکستان له پولې څخه دا سيمه تر بريدونو لاندې ونيسي، خو له نېکه مرغه د ځايي خلکو له سخت مقاومت سره مخامخ شوي."هغه وويل، په يوه بريد کې، "زاړه، ځوانان او آن ښځې راټول شول او د هغوی په وړاندې يې مقاومت وکړ. په دې توگه بريد کوونکي مات شول."

په داسې حال کې چې يو شمېر خلکو، کلاشينکوف او نورې وسلې لرلې، عزيزالله وويل: "داسې خلک مې وليدل چې له لرونو، تښځو او کوتکو سره جگړې ته راوتلي وو. له دې څخه څرگنديدله، چې هغوی د هېواد له دفاع سره څومره مينه لري."

د پوليسو مشر وويل، افغان چارواکو به ځايي خلکو ته وسلې چمتو کړی وای، خو تر اوسه يې چا غوښتنه نه ده کړې.

د ځاځي ميدان ولسوال، زمري حقمل وويل، دلته کومه امنيتي ستونزه نشته.

حقمل وويل: "که چېرته د قومي جرگو له لارې له موږ سره خلکو د امنيت په تامين کې مرسته نه وای کړی، موږ به يوازې په سلو پوليسو د ټولې ولسوالۍ امنيت نه وای ټينگ کړی، چې له پاکستان سره د پولو په اوږدو کې پرته او خوندي نه ده."

د نافيه خيل په نامه يوه قومي مشر د دې خبرې پخلی وکړ چې ځايي اوسيدونکو له پوليسوسره په گډه مرسته له پاکستان څخه را اوښتونکو طالبانو په وړاندې "سخت مقاومت"ښودلی دی.

نافيه خېل وويل، د دې کار په وړاندې طالبانو څو څو ځلې ورته گواښونه کړي او ملېشو د دې ولسوالۍ ټولو ملکي وگړي په مرگ گواښلي دي.

يو شمېر اوسيدونکي شکايت کوي چې د ولسوالۍ له خوندي ساتلو سره سره مرکزي حکومت د بيارغاونې په کارونو کې بې پروايي کړې ده، په دې توگه زده کړه، روغتيا څارنه او کرنيز فعاليتونه ټول نيمگړي پاتې دي.

د رحيم گل په نامه يوه زاړه سړي وويل: "موږ خپله ولسوالۍ له تېرو لسو کلونو څخه په کوتکونو ساتلې ده. نه امنيتي پوځونو او نه بهرنيو پوځونو ولسي خلکو ته تر اوسه کومه مرگ ژوبله او زيان رسولی. دا هرڅه د ځايي خلکو د ملاتړ نتيجه ده. خو موږ له مرکزي حکومت څخه خپه يو؛ ځکه تر اوسه يې زموږ هيڅ يوه ستونزه هواره کړې نه ده."

دخوست دولايت مقام د اعامه اړيکو ريسبريالی روان ټينگار کوي چې د ځاځي ميدان د ولسوالۍ د اوسيدونکو د ژوند د حالت د ښه کولو لپاره کارونه تر لاس لاندې دي. 

هلته د کلو د پراختيا او بيارغاونې د وزارت د ملي پيوستون د پروگرام له لارې شپېته پروژې پلې شوي. روان وايي نورې ٣٦ به د خلکو د اړتياوو د پېژندلو له مخې ډېر ژر پيل شي. 

هغه وويل: "دا پروژې به نه يوازې د دې ولسوالۍ له چټک پرمختگ سره مرسته وکړي، بلکې د هغه ځای خلکو ته به کاري فرصتونه هم پيدا کړي."

په ځاځي ميدان کې د ځوانانو لپاره د "نرخ"دود د وياړ يوه خبره ده. يوه تن، چې کلاشينکوف يې په اوږه ځوړند او د کارتوسو گردنۍ يې په غاړه پرته وه، وويل، هغه خوښ دی چې ذ خپلې سيمې د دفاع فرصت لري.

هغه وويل: "که په دې ولسوالۍ کې دوديز تړونونه، نه وای، نو زموږ سيمه به د ځانمرگو تر بريدونو لاندې راغلی وای او د ملي او نړيوالو پوځونو د جگړې ډگر به وای. هره ورځ به بېگناه خلک وژل کېدل. زه وياړم چې کلاشينوف مې پر اوږه دی او د خپلو خلکو دفاع کوم."

نوموړی ځوان وويل، هغه په ځانگړي ډول په دې هم خوښ دی چې دې ولسوالۍ ته نړيوال پوځونه نه دي راستول شوي.

هغه وويل: "که دنور و سيموخلک هم ونه غواړي بهرني پوځونه يا طالبان وگوري او غواړي له ځانمرگو بريدونو څخه خلاص وي، نو هغوی هم بايد د خپلو سيمو امنيت پخپله ټينگ کړي."

احمدشاه متونوال په خوست کې يو آزاد خبريال دی.

Frontline Updates
Support local journalists