يو ولسوال په درغلۍ تورن شو

د غزني ولايت د يوې ولسوالۍ د ولسوال دنده له هغه ادعاگانو وروسته وځڼدول شوه چې ويل کېږي کرنيز توکي يې پر شخصي خلکو پلورلي دي

يو ولسوال په درغلۍ تورن شو

د غزني ولايت د يوې ولسوالۍ د ولسوال دنده له هغه ادعاگانو وروسته وځڼدول شوه چې ويل کېږي کرنيز توکي يې پر شخصي خلکو پلورلي دي

په غزني کې داى ډبليو پى ار تر روزنې لاندې خبريال سيد رحمت الله ليکنه

ځايي سياستوالو او چارواکو د افغانستان د سويلي ولايت، غزني د يوي ولسوالۍ پر ولسوال پړه اچولې چې د سيمې کروندگرو ته د وېش په موخه د حکومت له خوا چمتو شوي تخمونه يې غلا کړي دي.

د نوموړي ولايت د قره باغ ولسوال، فضل الرحمن نظروال د تخمونو له پلورولو او په جيب کې د پيسو له اچولو څخه غاړه غړوي. د هغه کړنه اوس په ځايي محکمه کې تر پلټنې لاندې ده. 

د غزني د ولايتي شورا غړې، حميدې گلستاني، آی ډبليو پي آر ته وويل، هغه داسې لاسوندي په لاس کې لري، د غنمو (٩٠) نوي ټنه اصلاح شوې تخمونه، چې اتلس مياشتې وړاندې د کرنې وزارت قره باغ ولسوالۍ ته ليږلي وو، نظروال پر دوو هټيوالو پلورلي دي. 

هغې وويل: "غنم د ولسوالۍ کروندگرو ته د ويش په موخه د ولايتي شورا او نورو ادارو د يو پلاوي تر نظر لاندې ولسوال ته تسليم شول. ولسوال هغه وپلورل او پيسې يې په خپل جيب کې واچولې. ما د قره باغ د ولسوال، فضل الرحمن نظروال غږ ثبت کړی، چې د کرنې رياست [يوه کارکوونکي] ته يې ويل، ښه يې کړي چې غنم يې پلورلي، هيڅوک نشي کولای چې محاسبه ورسره وکړي."

"نظروال، د کرنې وزارت د غنمو٩٠ ټنه اصلاح شوې تخم د پلورلو او اختلاس له امله يوه شپه په بند کې تېره او په سبا يې خوشې شو."

د غزني ولايت د ولايتي شورا دوه تنه نور غړي، حميدالله نوروز او صافي اکبري هم په دې باور دي چې ولسوال غنم پلورلي دي.

نوروز وويل: "دا خبره د لمرپه څېر روښانه  ده. سمه نه ده چې وخت ضايع شي. له ولسوال سره بايد قانوني چلن وشي. شخصي اړيکې بايد اصول تر پښو لاندې نه کړي."

کله چې آی ډبليو پي آر له نظروال څخه پوښتنه وکړه، نو هغه د کوم ناسم کار له سرته رسولو څخه انکار وکړ. 

هغه وويل: "اصلاح شوي تخمونه پر مستحقينو ويشل شوي. موضوع په څارنوالۍ کې هواره شوې ده. کومه ستونزه اوس نه ده پاتې."

هغه له زياتې تبصرې کولو ډډه وکړه.

د غزني ولايت مرستيال والي، محمد علي احمدي وويل، د نظروال [دنده] د قانوني بهير تر بشپړېدو پورې ځنډول شوې ده. 

هغه وويل: "اوس د قره باغ ولسوال کوم صلاحيت نه لري. په نوموړې ولسوالۍ کې د هغه هر راز فعاليت ناقانونه دی."

د غزني ولايت د څارنوالۍ مشر، عبدالرشيد عابد دا خبره تاييد کړه چې ڼظروال ٢٤ ساعته په بند کې تېر کړي، خو په دې دليل خوشې شو چې هغه د حکومت کارکوونکی دی او ځانته د دفاع د چمتو کولو اړتيا لري.

عابد وويل: "که ثابته شوه چې د قره باغ ولسوال غنم په ټاکلو افرادو پلورلي او پيسې يې د دولت په خزانې کې تحول کړي نه دي، نو سزا به وگوري. د هغه موضوع تر کار لاندې ده. ډېر ژر به محکمې ته ولېږل شي."

عابد وويل، څارنوالان په دې اند دي چې غنم پر ٢٢ زره ډالرو پلورل شوي دي.

د غزني ولايت د کرنې رئيس، سلطان حسين يار د ادعاگانو پخلی وکړ چې د ولسوالۍ چارواکي تخم پلورلی او پيسې يې په جيب کې اچولې دي.

هغه وويل: "ولسوال د غنمو ٩٠ ټنه اصلاح شوی تخم، چې د کرنې وزارت کروندگرو ته استولی و، پلورلی او دا ستر خيانت دی. موږ دا تخمونه په ډېرې خوارۍ کروندگرو ته چمتو کړي وو، چې حاصلات اصلاح او زيات کړي. دې غنمو به ښه حاصلات ورکړای وی. هغې د حشراتو په وړاندې ډېر مقاومت درلود."

د هغه په وينا، ښايي د غنمو هره ٥٠ کيلويي بورۍ په ١٥ ډالرو پلورل شوي وای، چې عايد به يې رياست ته راغلی وی. هغه وويل، پرځای يې نظروال هغه په لوړه بيه پر شخصي خلکو وپلورل.

حسن يار زياته کړه: "موږ په دې اړه د قره باغ ولسوالۍ ته څو ليکونه استولي، خو د هغوی له خوا مو کوم ځواب نه دی تر لاسه کړی. موږ پر چارواکو سپارښتنه کوو چې دا موضوع په جدي ډول وڅيړي."

افغانستان له پخوا راهيسې د نړۍ تر ټولو فاسد هېواد گڼل شوی او متحده ايالتونو او د نړيوالې ټولنې نورو غړو هېوادونو گوته څنډلې، يوازې هغه مهال به خپلو مرستو ته دوام ورکړي چې کابل د ستونزۍ د هوارۍ لپاره په ټينگه گام پورته کړي.

سره له دې چې له فساد سره د مبارزې يو شمېر ادارې جوړې شوي، خو ډېر برياليتوب يې په برخه شوی نه دی. پر فساد شکمن ډېر کسان يا پخپله واکمن دي او يا کورنۍ ټينگې اړيکې لري، په دې معنا چې له پام وړ مصؤنيت څخه برخمن دي.

سياسي شنونکي، جاويد کوهستاني وويل: "په مشرتابه کې ځينې افراد مفسد دي. هغوی هغه چاته زمينه چمتو کوي چې د موخو په ترلاسه کولو کې ورسره مرسته کوي. څنگه چې ولسوالان او نور حکومتي چارواکي د هغوی د وړتياوو او استعدادونو له مخې نه دي ټاکل شوي، د قانون حاکميت موجود نه دی، تړاوونه د اصولو پر ځای معتبر دی. افراد له دې امله ټاکل کيږي چې يا اړيکې لري يا په فساد کې ښکېل دي."

د کوهستاني په اند فساد د افغانستان فرهنگ گرځېدلی دی. هغه گوته وڅنډله که چېرته قانون پلی نشي او مفسد افراد محاکمه نشي، نو دا کار به دوام ولري.

په همدې وخت کې د قره باغ ولسوالۍ کروندگر وايي، هغوی سره ژمنه شوي تخمونه لاسته نه دي راوړي او له امله يې حاصلات د ډاډ وړ نه دي.

د زردآلو اوسيدونکي، دوه دېرش کلن محمد سرور وويل، ډېری کروندگر نشي کولای غنم وکري، ځکه هغوی د اصلاح شوو تخمونو په تمه ناست وو.

هغه وويل: "ټول کروندگر په دې سوچ کې وو چې گوندې اصلاح شوي تخمونه له کابل څخه نه دي راغلي. ورسته راته وويلشو  چې ولسوال پلورلي دي. زموږ د غنمو زياتره کرونده له کرنې پاتې شوه."

سيد رحمت الله عليزاده په غزني کې د آی ډبليو پي آر روزل شوی خبريال دی. 

Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists