واليانو لپاره څرخېدونکې دروازه

حکومت پړ ګڼل شوی چې د غښتليو لوبغاړو له شړلو ډاريږي او سيمه ييز مشران له يوې دندې څخه بلې دندې ته بدلوي.

واليانو لپاره څرخېدونکې دروازه

حکومت پړ ګڼل شوی چې د غښتليو لوبغاړو له شړلو ډاريږي او سيمه ييز مشران له يوې دندې څخه بلې دندې ته بدلوي.

د يوشمېر واليانو وروستيو بدلونونو زيات شمېر خلک اندېښمن کړي دي او خپلو ژمنو ته د ولسمشر حامد کرزي د حکومت د رښتينولۍ په اړه بدګومانه شوي دي، ځکه هغه ويلي و، هغه چارواکي به له دندو ګوښه کړي، چې تر پوښتنې لاندې مخينه ولري.


لکه څنګه چې همدغه غښتلي جنګ سالاران او د مجاهدينو مشران په 2001 کال کې د طالبانو تر رانسکورېدو وروسته بيا بيا په ملي او سميه ييزو کچو په دندو وګومارل شول، نو اوس يو شمېر دا پوښتنه کوي، چې آيا دا لړۍ به پای ته وروسيږي او که نه.


د تېر جون په مياشت کې د کورنيوچارو وزارت د ولسمشر کرزي په تاييد پنځه واليان له يوولايت څخه بل ته بدل کړل.


د ننګرهار د والي په توګه د ګل اغا شيرزي ټاکنه تر ډېر اختلاف لاندې وه، چې له خپل اصلي ټاټوبي کندهار څخه بدل کړای شو. شيرزی د پخوانيو مجاهدينو يو قوماندان دی او تر هغه د کندهار مسوول و، چې طالبانو وتلو ته اړ ايستلو.


په ننګرهار کې شيرزی د يونس خالص تر مشرۍ لاندې د اسلامي حزب مرستيال، حاجي دين محمد پر ځای وټاکل شو. دين محمد اوس د کابل والي ټاکل شوی دی.


د غزني د والي په توګه دحاجي شېرعلم په ټاکلو هم خلکو ورېځې پورته غورځولي دي. شېرعلم د ملېشو پخوانی قوماندان دی، چې تر دې وروستيو وختونو پورې د عبدالرب رسول سياف تر مشرۍ لاندې د مجاهدينو د اتحاد اسلامي د تنظيم پر بنسټ د جوړ شوي تنظيم دعوت اسلامي له سياسي ډلې سره تړلی و. شېرعلم له وسله والو ډلو سره دتړاو له امله په دې وروستيو وختونو کې پارلماني ټولټاکنو ته له کاندېدو منع شوی و.


يو 60 کلن زوړ دولتي کارکوونکي، حنيف الله وويل: ((آيا له يو څو جنګ سالاانو څخه پرته نور څوک په افغانستان کې نه شته، چې وزير يا والي مقرر شي؟ )) هغه وايي، له هغوی څخه د بېغمه کېدو پر ځای ((حکومت لا اوس هم هغوی له يوې دندې څخه بلې دندې ته بدلوي او په دې کار خلک غولوي.)) نوموړی وايي، اوس خپه يم، چې پروسږکال مې کرزي ته رايه ورکړې ده.


حکومت له وروستيو بدلونونو څخه دفاع کوي.


د کورنيو چارو وزارت داداري معينيت سر پرست ، عبدالمالک صديقي وويل: ((دا واليان جهادي مخينه لري. د (پخواني شوروي) په وړاندې د هغوی جهاد او مقاومت ته افغانان د قدر په سترګه ګوري. هغوی په رښتيا هم يو لوی کار کړی دی ... (او) غواړي خلکو ته خدمت وکړي.))


هغه دا خبره ونه ومنله چې ګوندې حکومت نه شي کولای له دې واليانو څخه ځانونه خلاص کړي.


ځينې څېړونکي دا خبره نه مني او وايي د حکومت لاسونه د دا راز پرېکړو د کولو پر مهال تړلي دي.


هغوې د 2001 کال د بن تړون ته ګوته نيسي، چې د نوي حکومت بنسټ يې کيښود. په هغې غونډې کې افغان مخالف مشران يوې داسې معاملې ته ورسېدل، چې د لسيزو اوږدو جګړو ته د پای ټکی کيږدي او د طالبانو له رانسکورېدو وروسته د يو حکومت بنسټ کيږدي، يو ګډ مشر رامنځته کړي او د يو نوي دموکراتيک افغانستان لپاره يوه لاره انځور کړي.


يو سياسي څېړونکی، قسيم اخګر وايي: ((حکومت په بن کې ددې خلکو په سلامشورو جوړ شوی و. له دې امله هغوی د حکومت يوه برخه ده او له هغې څخه بهر نه شي پاتې کېدای.))


زيات شمېر جنګيالي او جنګ سالاران، چې د پخواني شوروي اتحاد او طالبانو په وړاندې يې جګړې کړې، په حکومت کې د څوکيو تر لاسه کول د خپل خدمت انعام بولي.


شېرزی، چې پخوا د بيارغاونې او کليو پراختيا د وزير په توګه دنده پر مخ وړې او د طالبانو له پرځېدو ورسته دوه ځلې د کندهار د والي په توګه ټاکل شوی دی، دننګرهار د والي په توګه له خپلې ټاکنې دفاع کوي.


هغه وايي: ((د يو چا تبديلول او په نوي دندې ګومارل د حکومت دنده ده. دا پرېکړی د خلکو د ګټې لپاره کيږي. د خلکو دا خبرې سمې نه دي، چې ګوندې حکومت څوک له دندې نه شي ګوښه کولای. زيات شمېر وزيران او واليان له دندو ګوښه کړای شوي دي.))


د کابل نوی ټاکل شوی والي، حاجي دين محمد هم په دې مفکوره دی. هغه وايي: ((زه د خلکو له وينا سره مخالف يم، چې واليان له حکومت سره تړاو لري او (حکومت) له هغوی ځان نه شي خلاصولای. خو دا وايم هغه چا چې سرښندنې کړي او د خلکو ترمنځ ښه دريځ او درناوی لري، د دغه راز ټاکنو پر مهال ترهر بل چا د لومړيتوب حق لري.))


دا راز ځواب د هر چا قناعت نه شي حاصلولای.


د کابل يو ښوونکي، 50 کلن احمدشاه وويل: ((حکومت دا پياوړي خلک ګرد ګرد ګرځوي. کله يو جنګ سالار وزير ټاکي اوکله يې د والي په دندې ګوماري. خلکو په تېرو څلورو کلونو کې دا جنګ سالاران ښه پېژندلې دي. زياتره يې په ليک لوست نه پوهيږي. يو شمېر يې جنګي جنايت کاران او د بشري حقونو سرغړوونکي دي، حکومت ولې خلک له دوی څخه نه شي ژغورلای.))


يو سياسي څېړونکی او د افغان ملي جرېدې چلوونکی، محمد حسن ولسمل دا خبره مني.


هغه وايي: ((کله چې خلک د واليانو له بې کفايتې ستړي شي، حکومت هغوی يوازې له يو ولايت څخه بل ته بدلوي، ترڅو خلک غلي کړي.))


شېرعلم په وروسيتو ټاکنو باندې له څه تبصرې کولو څخه ډډه وکړه. د هغه يو وياند وويل: ((د کورنيو چارو وزارت امر کړی، چې واليان او دامنيې قوماندانان دې له چا سره مرکې نه کوي.))


د کورنيو چارو د وزارت د مطبوعاتي څانګې غړي، داد محمد راسا هم وويل، چې وزارت دا امر کړی دی، هغه وويل: ((موږ دا کار ددې لپاره کوو، ترڅو د بېلابېلو خلکو، واليانواو د امنيې د قوماندانانو له خوا د بېلا بېلو نظريو دورکولو مخه ونيسو.))


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists