Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

تاجيکستان: د نارينه له جګړې د پنا لټول

د 1991 – 1997 کلونو کورنۍ جګړې په اوږدو کې په زرګونه مېرمنې او کوچنيان د کډوالۍ ژوند لپاره افغانستان ته وتښتېدل. خو له رنځ او کړاو سره سره زيات شمېر ښځو اوس مسلکي بری تر لاسه کړی دی.
By Valentina Kasymbekova

د تاجيکستان په سهيل لويديځ کې د شارتوز د کلي يوه ښوونکې، شهري نبيوا هيڅکله هم د خپل کور د پرېښودو په هکله سوچ نه و کړی. خو هغه مهال چې هېواد يې د 1991 کال کې په يوې سختې کورنۍ جګړې کې ښکېل شو، ګاونډی هېواد افغانستان ته يې له تېښتې پرته بله چاره نه درلوده.


هغه وايي: ((زه نه پوهېدم، په هېواد کې څه چل دی. جګړې هکه پکه کړې وم. کله چې مې مېړه تری تم شو او نور کليوال مې په هله باش شول، ما هم د تګ پرېکړه وکړه. ځکه د خپلو دريو اولادونو د خونديتوب په اړه اندېښمنه وم.))


له هغه مهال وروسته ژوند (هغې ته) يوه پرله پسې مبارزه وه. نبيوا د کلي د پرېښودو په بيړه کې يوازې دومره وکړای شول، خپل سندونه، يوه اندازه خواړه او يوه، يوه جوړه جامې ځان سره واخلي.


نوموړې وايي: ((له تېښتې درې ورځې وروسته زموږ خواړه پای ته ورسېدل. موږ د يو څېرمه فارم خلکو وژغورلو. هغوی غوا حلاله کړه او غوښه يې راکړه. له يوې اوونۍ وروسته موږ د يوې مړۍ (وچې) ډوډۍ په ارمان و. ماشومانو ژړل او شېده يې غوښتل. موږ يوازې هغه مهال ډوډوۍ وموندله، چې د پولې هاخوا يو افغان کلي ته ورسېدو.))


کورنۍ جګړه د چارواکو او نويو رامنځته شويو مخالفينو ترمينځ له يوې نښتې وروسته پيل شوه. وضعه د تاجيکستان د بېلا بېلو سيمو تر منځ د اوږدو دښمنيو له امله پسې پېچلې شوه او سياسي مبارزه ډېر ژر په خونړۍ جګړې واوښته.


د جګړې په لومړني او خونړي پېر کې د تاوتريخوالي کيسې، وژنه او غلا يوه عامه خبره وه. ښځې، ماشومان او زاړه خلک له خپلو سړيو سره يوځای مړه شول. د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې د 1992 کال د جون او سپتمبر د مياشتو ترمنځ يوازې د 2000 تنو په شاوخوا کې خلک ووژل شول. زيات شمېر خلک له جګړې وتښتېدل او د اټکل له مخې 800 زرو خلکو هېواد پرېښود.


هغه شمېر خلک چې له زيان او خطر سره مخامخ و، لکه نبيوا، او د هغې کورنۍ، زياتره په افغانستان کې د کډوالو کمپونو ته ولاړل، چې له هغه ځايه د يو اسلامي غورځنګ په مشرۍ تاجيک متحد مخالفينو د تاجيکي حکومت په وړاندې يوه چريکي جګړه پيل کړه. دا جګړه په 1997 کال د يوې سولې په رامنځته کېدو پای ته ورسېده.


جګړه د هر چا په واک کې نه وه. کډوالو تل ځانونه په خطر کې احساسول. تورن سرګي ارماکوف، چې هغه مهال يې په سرحدي پوځ کې دنده سرته رسوله، د پنچ د سيند په غاړو، د افغانستان او تاجيکستان په ګډې سرحدي پولې کې، يوې پېښې ته ګوته نيسي.


هغه وايي: ((د کډوالو تر منځ چا وېره او ډر خپور کړ. خلکو له دې پرته چې د کوچنۍ بېړيو او جالو په تمه کينې، ځانونه (اوبوته) واچول. هغوی د خپلو موټرو او ګاډو ارابې ايستلې او دټايرونو د ټوپونو په واسطه اوبو ته لوېدل. خو زيات بېړوبار هغوی چپه کړل او زيات شمېر خلکو، په تېره بيا ښځو په ښويه ټپونو ځانونه نه شوای ټينګولای او په اوبو کې ډوبيدې. دا يوه ډېره غم لړلې ننداره وه.))


آن که کډوال له سيند پورې وتل، خو نور رنځونه يې په مخ کې پراته و. د تاجيکستان د قرغان تېپې د سيمې يوه پخوانۍ استوګنه، ساورينيسو اسمعيلوا له خپلو اتو اولادونو او د خپل مېړه له خپلوانو سره افغانستان ته وتښتېده.


د پولې ها خوا هغه بې دمه شوه. هغه وايي: ((ما داسې فکر کاوه، لکه چې په دوزخ کې يم. موږ په يوې دښتې کې و، چې نه په کې يوه لوېشت سيوری و او نه يو څاڅکی اوبه. لږ تر لږه 50 درجې تودوښه وه. افغانانو له موږ سره ډېره لږه مرسته کولای شوه، ځکه د اوږدۍ جګړې له امله پخپله له بېوزلۍ سره لاس او ګرېوان و.))


اسمعيلوا دولس کاله وروسته، اوس هم د هغه رنځ او کړاو په ليدلو خپلې اوښکې نه شي ټينګولای، چې د هغې کورنۍ ورسره مخامخ وه. هغې ژړل او ويل يي: ((موږ به ورځې ورځې ډوډۍ نه خوړه. د څښلو او پرېمنځلو لپاره اوبه نه وې. لومړی دوه کلن نيکروس مړ شو، له هغه وروسته زما شپږ کلن زوی احمد او په


پای کې ما خپل خواښې اوخسر خاورو ته وسپارل.))


مزارشريف ته څېرمه د سخي د کډوالو په يو کمپ کې د وضعې د ښه کولو په هڅه هغوی يوه کمېټه جوړه کړه او د تاجيک او افغان حکومتونو څخه يې د خواړو او طبي درملو غوښتنه وکړه. د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې او تاجيکي او روسي چارواکو خواړه، د سون مواد، خيمې او جامې چمتو کړې. خو دا ټول هر چاته نه رسېدل.


د کډوالو د راستنولو د حکومتي کميسون يو غړی، شېرعلي مصطفی ګلوف په 1993 او 1994 کلونو کې دا کمپو نه څو څو ځلې وليدل.


هغه وويل: ((کمپونو ناوړه حالت درلود. په اوړي کې ګرمي د زغملو وړ نه وه او ژمی خورا سوړ او يخ و. د پاک ساتنې شرايط ډېر خراب و. د ماشومانو سترګې له چخڼو او زوو ډکې او د ميندو مخونه له غمه تک تور اوښتي و. له کمپونو سره نژدې هدېرې جوړې شوې وې، چې په ورځو کې ډکې شوې وې. د سخي په کمپ کې، چې 43 زره کډوال په کې اوسېدل، له شپږو مياشتو څخه په لږه موده کې دوه زره تنه ښخ کړای شوي و.))


سره له دې چې تاجيک چارواکو د کډوالو د ستنېدو وړانديز کړې و، خو ښځې د حکومت پلوو ملېشو په لاسونو د ظالمانه وژلو د کيسو په اورېدو ترهېدلې وې. کډوالو سخته خوښنه (انتخاب) درلوده: يا په افغانستان کې مړه کېدل او يا خپل هېواد ته د ستنېدو د خطر منل.


د هغه شمېر خلکو ښه هرکلی ونه شو، چې د ستنېدو پرېکړه يې کړې وه. د هغوی کورونه يا د توپونو په ګوليو ويجاړ شوي، لوټ شوي او يا سوي و او يا د ګټونګي لوري خلکو له خوا نيول شوي و. د کډوالو ستنېدل د خپلو کليوالو له تبعيض سره هم مخامخ شول.


د قرغان تېپې د يو کوچني کلي، کيروف اوسېدونکې، ناتاشا قلندروا له خپلو پنځو اولادونو سره بېرته ستنه شوه. هلته يې وليدل، چې د هغې په کور کې يوې لويې کورنۍ اړولي دي. کله چې هغوی له کور له وتلو څخه غاړه وغړوله، قلندروا او د هغې اولادونو په غوجلې کې له اوسېدو پرته بله چاره نه درلوده.


د کورنۍ جګړې په پای ته رسېدو 55 زره مېرمنې کونډې او سل زره کوچنيان بې موره او بې پلاره شول.


هغو ښځو چې د کډوالو په کمپونو کې استوګنه درلوده او بېرته په تاجيکستان کې له ستونزو او نهيليو ډک چاپېريال کې مېشت شول، په ناڅاپي ډول يې د کورنيو لپاره د ورځنۍ توښې د ميندلو دنده غاړې ته ولوېده، چې په دوديز ډول د نارينه ګانو په غاړه وه. دا دنده په ځانګړې ډول د کليوالي ښځو لپاره ډېره ستونزمنه وه، چې هېڅکله د کار په بدل کې د معاش په ژوند روږدي نه وو او نه يې خپل عايد درلودلای و.


زياترې ښځې په دې اند نه وې، چې ګوندې په خپلو پښو به ودرېدای شي، نو د يو نارينه ساتونکي اوډوډۍ چمتو کوونکي په هيله يې بيا ودونه وکړل. يو شمېر نورو يې زړونه په بنو باندې (ښځې لرونکي نارينه) ودېدو ته ښه کړل، چې داسلام دين يې اجازه ورکوي، خو حکومت يې نه مني، ترڅو د ځان او د خپلو ماشومانو لپاره خوندي ژوند رامنځته کړي.


له جګړې څخه راوروسته د پراخه نهيليتوب له امله زياتره تاجيکي مېرمنو له ژوند سره مينه له لاسه ورکړه. اسمعيلوا، چې د خپلې کورنۍ زيات غړي يې تر سترګو لاندې مړه شوي دي، د خپلو اولادونو ښوونه او روزنه هېره کړې ده او وايي چې اوس د خپلو اوﻻدونو د لوست او نالوستۍ په اړه د بې پروايۍ احساس کوي.


يو شمېر ښځو بيا د وضعې بدلون او تغيير د نوي پيل لپاره يو فرصت وګڼلو.


پخوانۍ ښوونکی، نبيوا بېرته خپله زړه دنده تر لاسه نه کړه. پلازمينې، دوشنبې ته يې کوچ وکړ او د کليو د ښځو په نوم يې يو غير حکومتي موسسه پيل کړه.


هغې آی ډبليو پي آر ته وويل: ((ما په کار باندې د ښځو د ګومارلو څو پروژې سرته ورسولې. زه خوشحاله يم، چې د ځاني پراختيا نوي فرصتونه مې تر لاسه کړل.))


بې له شکه چی جګړې په تاجيکستان کې د ښځو د آزادۍ لپاره د خوځښت نوی ځواک رامنځته کړ. اوس د فکر له بدلون او د بري په اړه په پرېکنډه توګه له نارينه وو سره د کار په بازار کې سيالي کوي.


په حقيقت کې ښځې دومره بريالۍ شوي، چې نارينه يې له ډګر څخه ايستلي دي. لکه څنګه چې آی ډبليو پي آر دمخه يو خپور کړی رپوټ کې ليکلي و، چې ښځو د کار په مارکيټ په هغه اندازه لاسبری موندلی،چې زياتره نارينه ګان نه شي کولای دنده لاسته راوړي او په زياتېدونکي توګه ځانونه تر فشارلاندې او بې ارزښته احساسوي.


داسې بريښي، زياتره ښځې چې د کډوالۍ له ژوند څخه ژوندۍ راوتلې، هم ډېره پياوړتيا لاس ته راوړې ده. د قباديان د سهيلي سيمي اصلي اوسېدونکې، ملاحت قديروا د کندوز ولايت شېرخان بندر ته څېرمه د کډوالو په يو کمپ کې يو کال اوسېدلې ده. اوس هغه په دوشنبې کې اوسيږي او خپل کاروبار لري.


هغه وايي: ((په دريو کلونو کې ما پوره اندازه پيسې پيدا کړې، چې يو اپارتمان واخلم. اوس خپلې بوختيا (شغل) ته پراختيا ورکوم او غواړم يوه فابريکه پرانيزم. اوس له پخوا څخه زيات په ځان د ويسا او خپلواکۍ احساس کوم ))