طالبان د وردګو شاوخوا کمربند ټينګوي

د رپوټونو له مخې له ښاري مرکزونو بهر سيمه د ياغيانو تر ګورت لاندې ده.

طالبان د وردګو شاوخوا کمربند ټينګوي

د رپوټونو له مخې له ښاري مرکزونو بهر سيمه د ياغيانو تر ګورت لاندې ده.

Civilians in Wardak province report that the Taleban are more in evidence than local government officials. (Photo: US Army)
Civilians in Wardak province report that the Taleban are more in evidence than local government officials. (Photo: US Army)

د آى ډبليو پي آر د روزل شوو خبريالانو ليکنه

په وردګو کې د Draد ودانولو د شرکت رئيس، محمد نادر وايي د افغانستان په مرکزي ولايت کې يې د چارواکو لپاره د کار کولو په وړاندې لوړه بيه پرې کړې ده.

نوموړي د روان کلا په پيل کې د سيدآباد او جغتو ولسواليو ترمنځ پر ١٧ کيلومتره سړک باندې د قير اچولو يو تړون لاسليک کړ. خو پر پروژې د کار له پيلولو لږ وروسته طالبانو د هغه ټول وسايط وسيځل، يو نفر يې وواژه او درې نور يې ټپيان کړل.

هغه وويل: "په دې بريد کې ماته نهه سوه زره امريکايي ډالره تاوان راورسېد، خو هيچا راسره مرسته ونه کړه. د وردګو په ولايت کې حکومت نشته. اصلي واک له طالبانو سره دى، څه يې چې زړه وي هغسې کوي."

د وردګو ولايت، له پلازمينې کابل څخه يوازې ٣٥ کيلومتره لويديځ ته پروت دى. د زيات شمېر اوسيدونکو په وينا تر ډېره د طالبانو په لاس کې دى.

د ځايي حکومت يو امنيتي لوړپوړي چارواکي، چې له آى ډبليو پي آر سره يې د نامه د نه ښوولو په شرط خبرې کولې، وويل ياغيان څه ناڅه په بشپړ ډول د ولسواليو له مرکزونو پرته د وردګو ټول کلي تر لاس لاندې لري. په نوموړو مرکزونو کې چارواکي د درنو امنيتي تدابيرو او غښتلو ديوالو تر شا ناست دي.

هغه وويل د نړيوالو امنيتي ځواکونو او افغان ملې اردو او پوليسو له شتون سره سره چارواکي خپلو کارونو ته د ولسواليو له مرکزونو بهر لږ رسېداى شي. په داسې حال کې چې طالبانو په ټول ولايت کې (له حکومت سره) موازې اداره رامنځته کړې، خپل والي، ولسوالان او قاضيان لري.

هغه وويل: "حکومتي کارکوونکي د خپلو دفترونو له دېوالونو بهر نشي تللاى. خلک طالبانو غوره بولي او هغوى ته خپلې لانجې نه راوړي. له دې څخه څرګنديږي چې حکومت واک نه لري او له اتيا سلنې څخه زياته خاوره د طالبانو په لاس کې ده."

نوموړي امنيتي چارواکي وويل طالبانو سيمه تردې کچې په منګولو کې نيولې ده، چې چارواکي په ډېره سختۍ وسايل او تجهيزات د ولسواليو مرکزونو ته د سړک له لارې ليږدوي.

په سيمه کې د متحده ايالتونو د اردو وياند، ډګروال توماس ګيليران ټينګار وکړ چې په وردګو کې، د افغان ملکي دفاع د پروګرام په نوښت د سيمې امنيت مخ په ښه کېدو روان دى. په دې پروګرام کې ځايي خلک د خپلو کلو د دفاع مسؤوليت پر خپلې غاړې اخلي.

هغه وويل: "ايساف [نړيوال امنيتي سوله ساتي ځواک] داسې يو پروګرام جوړ کړى دى چې له مخې يې د کلو ځوانان د يو درې اوونيز روزنير پروګرام له تېرولو وروسته د خپلو کلو دفاع په خپلې غاړې اخلي. ساتونکي (ځوانان) د مهمو ټولنيزو ځايونو، سړکونو، پلونو او ودانيو امنيت ساتي. هغوى د خپل ځان د ساتنې لپاره AK-47 ماشينګڼې لري، خو د نيولو او بندي کولو واک نه لري. ساتونکي د وردګو د ولايت د تالاشۍ په ټولو پوستو کې فعاليت کوي."

هغه زياته کړه، د متحده ايالتونه اردو د افغان امنيتي پوځونو پرمختګ ته خوشبينه ده، ويې ويل: "موږ ډاډمن يو هغه امنيتي پرمختګ، چې زموږ افغاني انډيوالانو د دوردګو په ولايت کې لاس ته راوړى، ددې ولايت استوګنو ته به ډېرې ښې دوامداره امنيتي پايلې ولري."

د وردګو د والي وياند، شاهد الله شاهد په ولايت کې د امنيتي وضعې له امله ناخوښي څرګنده کړه، خو ويې ويل هغومره ،چې ادعا يې کيږي، بده هم نه ده.

نوموړي وويل، په راتلونکې مياشت کې پارلماني ټاکنو ته د دويم ځل لپاره ولاړو نوماندو په دې موخه د طالبانو د زور او ځواک اوازه اچولې، چې د ځايي خلکو د حالت په ښه کولو کې له خپل پاتې راتګ څخه د خلکو پام بلې خواته واړوي. .

هغه وويل: "دا سمه ده چې وضعه هغومره ښه نه ده. دا يوازې د وردګو (د ولايت) ستونزه نه ده. په زياترو ولايتونو کې (وضعه) همداسې ده. موږ خپل پوليس، اردو او ولسوالان لرو... هغوى فعال دي."

د وردګو له ولايت څخه د پارلمان استازي، محمد موسى هوتک د شاهد څرګندونې ردې کړې. ويې ويل، قانون جوړوونکو د طالبانو د نفوذ او پرمختګ په اړه ځايي اندېښنې مرکزي حکومت ته رسولي دي،خو نتيجه يې ورکړې نه ده."

نوموړي وويل: "پوليس او ولسوالان شته، خو هغوى يوازې د ځانونو د امنيت په غم کې دي، له خلکو سره يې هيڅ اړيکې نشته."

د ګلرحمن په نامه يو حکومتي کارکوونکي وويل، په ودرګو کې د طالبانود ګواښونو له امله هغه او يو شمېرنور انډيوالان يې کابل ته تښتيدلي دي. هغه ويل يو شمېر دولتي کارکوونکي اوس خپلو کورنو ته نشي راتلاى ، ځکه ياغيانو خبرپاڼې ويشلې چې که له دندو څخه استعفا ونه کړي، نو د مرګ له ګواښ سره به مخامخ شي.

رحمن وويل: "داسې لاسوندي په لاس کې شته چې طالبان حکومتي کارکوونکي وژني، خو د حکومت له لاسه څه پوره نه دي... (له دې امله) موږ تېښتې ته اړ ايستل شوي يو."

"د ودود په نامه د شش کلا يو اوسيدونکي وويل، ياغيانو د ځايي خلکو په لسګونو موټرو ته او ر ،اچولى چې د حکومتي او امريکايي پوځي سامان او وسايطو د ليږدونې ګومان پرې کېده..

نوموړي زياته کړه: "هغوى موږ ته ګوته څنډلې چې هيڅوک د طالبانو له اجازې پرته موټر نشي چلولاى."

د طالبانو وياند، ذبيح الله مجاهد له آى ډبليو پي آر سره په يوې تليفوني مرکې کې ګوټه وڅنډله: "هر چا چې د [بهرنيو پوځونو] او د هغوى د کابل ګوډاګي حکومت ننګه او ملاتړ وکړ د [اسلام] او هېواد دښمنان دي او موږ به يې په وړاندې [جګړه] وکړو."

مجاهد ادعا وکړه ځايي خلکو د طالبانو هرکلى کړى، ځکه هغوى نور له "فاسد حکومت" څخه پوزې ته راغلي دي.

د اسدالله واحدي په نامه يو سياسي شنونکي او د سرنوشت د ورځپاڼې مسؤول چلوونکي وويل، په ولايت کې د بغاوت پراخوالى د پوليسو د ناکامۍ له امله دى.

هغه وويل: "حکومت ونشو کړاى د وردګو خلکو ته کار وکړي او خپل ملاتړ يې له لاسه ورکړى. د خلکو او حکومت تر منځ تشه ورځ په ورځ پراخيږي."

واحدي په دې اند دى، (د) وردګ (ولايت) ځکه طالبانو په نښه کړى چې کابل ته څېرمه پروت دى. له دې لارې کولاى شي خپل واک څرګند کړي او حکومت او نړيوالې ټولنې ته ځانونه ورسوي.

ځايي خلکو ته توپير نه کوي چې څوک واک چلوي.

د ميرويس په نامه د سالا ر بازار يو هټۍ وال وويل، طالبانو په دې وروستيو کې يو موټر چلوونکى امريکايي پوځونو ته مال د لېږدولو په تور وواژه، خو د ياغيانو له ډاره چا د هغه د مړي د ښخولو کې جرات ونه کړ.

هغه وپوښتل: "د هغه مړى هلته پروت و، نه پوليسو او نه اردو له ځايه ليرې کړ. ځايي خلکو هم ليرې نه کړ. ايا دا زور نه دى؟"  

Afghanistan
Conflict
Frontline Updates
Support local journalists