طالبان د واک د نرمښت په درشل کې

د ښوونځيو پرانيستلو او د بيارغاونې پروژو پرمخ وړلو ته اجازه د خلکو د ننګې د تر لاسه کولو لپاره د طالبانو د عملې هڅو نښې ناښې دي.

طالبان د واک د نرمښت په درشل کې

د ښوونځيو پرانيستلو او د بيارغاونې پروژو پرمخ وړلو ته اجازه د خلکو د ننګې د تر لاسه کولو لپاره د طالبانو د عملې هڅو نښې ناښې دي.

An Afghan schoolgirl in Ghazni – where the Taleban have agreed to reopen schools. (Photo: U.S. Air Force photo by 1st Lt. Katherine Roling/ISAF Public Affairs)
An Afghan schoolgirl in Ghazni – where the Taleban have agreed to reopen schools. (Photo: U.S. Air Force photo by 1st Lt. Katherine Roling/ISAF Public Affairs)

په افغانستان کې د آى ډبليو پي آر د خبريال، خان محمد دانشجو ليکنه

په افغانستان کې شنونکي وايي د زده کړې او د بيارغاونې د پروژو او د داسې نورو موضوعګانو په اړه د طالبانو نرمښت د خلکو د ننګې او ملاتړ د ترلاسه کولو يو تکتيکي اقدام دى.   

په دې وروستيووختونوکې افغان رسنيو د طالبانو د يو مشر له خولې خبر ورکړى و، چې ويل يې د هغوى غورځنګ د  زده کړې مخالف نه دى او تر خپل لاس لاندې سيمو کې به د ښوونځيو ساتنه وکړي.

په کابل کې د پوهنې وزارت ددې اعلان هرکلى وکړ او ولسمشر د پوهنتون فارغانو ته په يوې غونډې کې وويل، "که چېرته ثابته شي د [طالبانو مشر] ملا عمر په رښتيا هم طالبانو ته امر کړى وي، چې د کوچنيانو د زده کړې مخه ونه نيسي، له هغه به مننه وکړم."

د طالبانو يو وياند، ذبيح الله مجاهد د تليفون له لارې آى ډبليوپي آر ته وويل، د هغه غورځنګ د زده کړې مخالف نه دى او ډېر ليوال دى چې د خلکو ملاتړ ترلاسه کړي.

هغه وويل: "طالبان د خلکو اولادونه  او د خلکو له منځ څخه راپورته شوي دي. طالبانو تل زيار ايستلى چې د خپلو خلکو په خوا کې وي او د هغوى ملاتړ تر لاسه کړي."

د طالبانو تر لاس لاندې سيمو کې اوسيدونکي وايي، د تېر کال په پرتله د مخالفينو په  سخت او زيږه قانون کې يو څه بدلون تر سترګو کيږي. يوشمېر ماهرين نوموړي بدلون ته په دې سترګه ګوري، چې مخالفين خپل ځانونه دې ته چمتوکي، ترڅو په افغانستان کې تر ډېره بريده سياسي رول ولوبوي. 

هغه مهال چې د ١٩٩٦ – ٢٠٠١ کلونو تر منځ په افغانستان کې د چارو واګي د طالبانو په لاس کې وې، په ښوونځيو او پوهنتونونو کې يوازې هلکانو زده کړه کوله. ښځې او نجونې په بشپړ ډول له زده کړې بې برخې شوې وې. هغه وخت طالبانو ويل، د ښځو له زده کړې سره مخالفت نه لري او يوازې د ګډې زده کړې مخالف دي.  

په ٢٠٠١ کال کې د طالبانو له رانسکورېدو وروسته مخالفو ډلو تل پر ښوونځيو ًبريدونه کول، سوځول يې او تړلو ته يې اړ ايستل. خو په وروستيومياشتو کې يې تر خپل لاس لاندې سيمو کې ښوونځيو ته د فعاليت اجازه ورکړه.

په سويل کې د پروت غزني ولايت د اندړو په  ولسوالۍ کې د رحيم الله په نامه يو پلار وويل، د هغوى په سيمه کې د طالبانو له خوا د يو ښوونځي د تړلو له امله اړ شو چې د خپلو اولادونو د زده کړې لپاره بلې سيمې ته وکوچيږي. په دې وروستيو وختونو کې هغه بېرته خپل کلي ته راستون شوى، ځکه ښوونځيو ته بېرته د فعاليت اجازه ورکړ شوې ده.

هفه وويل: "مشرانو له طالبانو څخه وغوښتل، چې ښوونځي بېرته پرانيزي. د تېر کال په وروستيو کې هغوى د ښوونځيو له پرانيستلو سره موافقه وکړه. اوس زموږ کوچنيان دومره خوشاله دي، چې ته به وايي ټوله نړۍ دې وربښلې ده."

په ورستيوکلونو کې وسله والو سړيو  ښوونکي او آن  زده کوونکي وژلي دي. خو نشي کېداى ددې وژنو تور په کومې ځانګړې ډلې پورې شي. 

د وردګو ولايت د تنګي د ليسې يو ښوونکي، عليخان وويل، هغه له خپله کوره د بريد له ډاره تښتېدلى و. اوس يې بېرته خپله دنده ترلاسه کړې ده.

هغه وويل: "نه پوهيږم طالبان ولې دومره نرم شول. زه ډارېدلى وم او له دې امله له خپله کوره تښتېدلى وم، چې ښوونکى وم.  خواوس مو طالبان هڅوي،  ښوونځيو ته لاړ شو او لوست ورکړو."

د طالبانو نرم چلن يوازې په زده کړې پورې تړلى نه دى. مخالفينو به دمخه د هېواد په ټولو برخو کې د بيارغاونې د پروژو د کار مخه نيوله. .خو اوس داسې بريښي چې يو شمېر ټاکلو پروژو ته د کار اجازه هم ورکوي.   

د کاپيسا والي، محمد حکيم شريف زاده وويل، دلته طالبان نور د پروژو په کار کې لاسوهنه، نه کوي.

د کاپيسا ولايت د تګاب د ولسوالۍ د ميراخېلو د کلي اوسيدونکي، رومل وويل طالبانو به دمخه په خپلو سيمو کې د ناحکومتي موسسو (NGOs)  استازو ته د فعاليت اجازه نه ورکوله او د نوموړو پروژو کارکوونکي او امنيتي پرسونل به يې وژل.

نوموړي وويل، د تېرکال راهيسې د هغى چال چلن بدل شوى دى.

هغه وويل: "زه له هغو ډلو خلکو څخه يو يم چې په يوې ناحکومتي موسسې کې کار کوم، پلونه جوړوو او څاګانې کنو. طالبان په دې سيمه کې گرځي راگرځي، خو زموږ مزاحمت نه کوي."

د طالبانو په محدوديت کې بله موضوع دا شامله وه، چې په نارينه وو به يې ږيرې پرېښودلې او خلک به يې د موسقي له اورېدو منع کول. خو په دې چلن کې هم بدلون راغلى دى.

د کابل سويل لويديځ ته د وردګو ولايت د سيد آباد ولسوالۍ اوسيدونکي روح الله وويل، که د چا ږيره نه وې او يا يې لنډه کړې وي، طالبان ورته څه نه وايي. 

هغه وويل: "ګوره، ما خپله ږيره ډېره لنډه کړې. ځينو خلکو بيخي خريلې ده، خو طالبان څه نه وايي. هغوى پخوا د هغه چا مخالف وو، چې موسيقي به يې اورېدله.، خو اوس چې يې کله واوري، نو غوږونه پرې کڼوي."

روح الله وويل، بل ښه کار چې شوى هغه دادى، اوس طالبان د سيمې له خلکو څخه پيسې نه اخلي، پخوا به يې دا کا رکاوه.

حکومتي چارواکي او سياسي شنونکي په دې باور دي چې دا بدلونونه د نوي تکتيک نښې نښانې دي. 

د وردګو والي، عبدالحليم فدايي باوري دى چې مخالفين د هغوى په وړاندې د ناتو د ګډو او سختو بريدونو او د روغې جوړې د بهير په موخه د سولې د عالي شورا د جوړېدو له امله تر فشار لاندې دي، تر څو يو څه نرمښت وښيي.

فدايي زياته کړه: "که چېرته حکومت او ايتلافي ځواکونه خپلې اوسنۍ تګلارې  ته دوام ورکړي، نو زيات شمېر طالبان به له خپلو قوماندانو او مشرانو څخه لاره بېله کړي."

د افغانستان د سيمه ييزو مطالعاتو مشر، عبدالغفورلېوال باوري دى، طالبان داسې عملي لارو ته لاس اچوي چې يو متبادل استازيتوب وکړاى شي. 

هغه وويل: "که چېرته طالبان وغواړي د يوې ښې سياسي راتلونکې لپاره کار وکړي، نو قانوني صلاحيت دې په ځان کې وروزي او د خلکو په منځ کې دې شهرت پيدا کړي. له دې امله هغوى د نرمښت په ښوولو پيل کړى دى."

د حقوقو استاد، نصرالله ستانکزى له دې شننې سره موافق دى.

هغه وويل: "د طالبانو نرمښت عمدي او لاسي دى. که چېرته په راتلونکې کې د خبرو اترو او يا کومې پوځې لارې سياسي واک تر لاسه کړي، بايد  خلک يې تر شا ولاړ وي."

Afghanistan
Support our journalists