سمندر خان ليکي

ټاکل شوي ولس مشر حامد کرزي وړانديز وکړ چى استازي جرګه د يوى بلى ورځى لپاره وغزوي.

سمندر خان ليکي

ټاکل شوي ولس مشر حامد کرزي وړانديز وکړ چى استازي جرګه د يوى بلى ورځى لپاره وغزوي.

Monday, 21 February, 2005

څارونکي په دى نظر دي چى کرزى غواړي په دى ډول د حکومت د جوړښت په هکله پيچلى خبرى له استازو سره وڅيړي ځکه چى ده ته په کار دي چى د شمالي ټلوالى اغيز او قوت ته په پام د هغوى او نورو تعادل وساتي، او د شمال ټلواله په موقتى ادارى کى د پراخ اغيز څښتنه وه. دا ځکه چى دوى طالبان په شاه وتنبول او کرزي د يوه پراخ بنسټه تکنوکرات حکومت جوړيدا ته اړ دى. په عين حال کى استازو د ګڼو مسالو څيړل او حل کيدل وغوښتل، دوى د طالبانو د هغو بنديانو له پريښوولو رانيولي چى له شمال ټلوالى سره دي د ښوونځيو،روغتيا، يووالي ، د ملخانو ستونځى او کورنيو پورى اړوند مسايل وڅيړل.

عبدالحميد بابي وويل: د کندهار د شاولي کوټ ولسوالى بند له خټو ډک دى، پاکيدل يي د خلکو د وس خبره نه ده که دا بند پاک نه شي د کندهار شاوخوا خلک به له ګڼو ستونځو سره مخامخ شي.

پر هيواد راغلى وچکالي چى روغتيايي ستونځى يي هم زيږولي، نور هم زور اخيستى. عادتآ اوبه په شل ګز کى راوتلى اوس که ځمکه وکينستل شي لومړى خو به اوبه نه راخيژي ، که راوخيژي د پخوا په پرتله دوه برابره کينستل غواړي.

بابي د خپلو خبرو په دوام وويل، د کندهار پوهنتونزده کوونکي په حوماتو کى شپى سبا کوي ځکه چى ليليه نه لري . په هيواد کى يو او د يوۍ سطحى د زده کړو نظام نه شته. د کندهار دغه ناخوالى بايد ژر تر ژره ختمى شي.

دا د کندهار يو انځور و چى د ورځى په ترڅ کى وړاندى شو. د استازو په خبرو کى د خوار افغان اولس چى په نړۍ کى يي د خوارۍ سيال نه شته، وړاندى شول.

د تخار ولايت استازي جنرال محمد داود چې د کندز قومندان دى د شمال د وضعى په اړه يي څرګندونى وکړى، ديرش زره کورنۍ په شمال کى د زلزلى له امله بې کوره شوي دي. د خواجه غار او هزار باغ ښارونه چى طالبانو له خاورو سره خاورى کړل لا همهغسى دي.، او د کوکچى ستراتيژيک پل ويجاړ دى چى د نيم مليون وګړيو له پاره يي ستونزه جوړه کړى ده.

محمد نادر کټوازي د پکتيا ولايت اوسيدونکي څرګنده کړه چى په پکتيا کى د دولتي ودانيو د جوړيدا له پاره لږى پيسى کابل تخصيص کړى وى نو استوګنو په خپل همت له دولت سره مرسته وکړه.

حليمه خزان د پکتيا ولايت يوى استازى د حکومت او استازو پاملرنه د ميرمنو ستونزو ته واړوله، دى وويل په داسى حالت کى چى په لس ګونو موسسى د افغان ميرمنود ستونزو د هواريدو لپلره کار کوي يوه يي هم په هغو ولايتونو کى فعاليت نه کوي چى ډيره اړتيا ورته لري. دى زياته کړه، د پکتيا ميرمنو د جهاد په کلونو کى سختى قربانۍ ورکړي ، موږ بى شميره کونډى ، يتيمان او معيوبى ميرمنى لرو، دوى کورونو، زده کړو، کارونو او روغتيايي آسانتياوو ته اړتيا لري.

د سمنګان ولايت يوه استازي شيرآغا د ملخو ستونزو ته د حکومت او نړيوالو موسسى متوجه کړل ، ده وويل چى د ولايت استوګن يي لااوس هم د ملخو له ستونزى سره لاس او ګريوان دي.

په جرګه کى مجاهدينو د اوونۍ په ترڅ کى په دى ټينګار کاوخ چى د دوى قربانۍ د روسانو د ١٩٨٠ کال د يرغل په وړاندى هيرى نه شي.

خو اکثرو استازو په خبرو کى د هيواد والو پر لوږى او ډوډۍ پر ستونزو ټينګار وکړ.

د ارزګان استازي محمد يوسف د خپل ولايت د ستونزو په اړه وويل، له کابله څومره ليرى يو ، خو موږ ښوونځى او روغتون نه لرو.

حامد کرزي د جمعى په ورځ دا جوته کړه چى د ده د نوي حکومت لومړى کار به دا وي چى د هيواد لوى لارى بيا ودانى کړي، په دى ډول د هيواد ولايتونه سره وپيي. له کابل څخه تر هرات پورى په لويي غزيدلى لار مسافر درى ورځى مزل کوي.که د لارو جوړيدا پيل شي د ولايتونو استوګنو ته به د کار زمينه مساعده شي.

Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists