راستنيدونکي افغانان د ماينونو له شديد ګواښ سره مخامخ دي

پداسى حال کى چى نړيوالى موسسى د افغانستان د جګړى هغه پخوانۍ کرښى چى ماينونه پکښى کرل شوي پاکوي ،د ځمکنيو ماينونو د چاودنى له امله د خلکو قرباني کيدل لا دوام لري.

راستنيدونکي افغانان د ماينونو له شديد ګواښ سره مخامخ دي

پداسى حال کى چى نړيوالى موسسى د افغانستان د جګړى هغه پخوانۍ کرښى چى ماينونه پکښى کرل شوي پاکوي ،د ځمکنيو ماينونو د چاودنى له امله د خلکو قرباني کيدل لا دوام لري.

له يوه کال څخه په زياته موده کى چى په افغانستان کى جګړه پاى ته رسيدلى، د دغه ليرى پروت ولايت خلک د ځمکنيو ماينونو د ډير بد ميراث له امله په ويره کى ژوند کوي.


د سيمه اييزه چارواکو په وينا ، هره ورځ د افغانستان په دغه شمال ختيځه سيمه کى د ځمکى د ماينونو له امله لس تنه مړه يا ټپيان کيږي، دا سيمه له بده مرغه د جګړى له لومړيو کرښو څخه وه او ځينى خو تخمين کوي چى نژدى ١٠ مليونه ماينونه د يوه يا مختلفو ځواکونو له خوا چى په دغه ٢٣ کلنه وحشي جګړه کى د يوه او بل پر ضد جنګيدل کرل شوي دي. دا افغانستان ته د هغه هيواد لقب ورکوي چى په ټوله نړۍ کى پکښى زيات ماينونه کرل شوي.


د تخار ولايت د عامى روغتيا ريس ډاکټر عبدالاحد عاطف د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل د ټپيانو ډيره برخه مخکى له دى چى موږ يي درملنه وکړو مړه کيږي او دا ځکه چى موږ امبولانسونه نه لرو. موږ له حکومت څخه د يوى کوچنۍ چورلکى غوښتنه کړى تر څو ټپيان پکښى د تالقانو روغتون ته يوړل شي.


د افغانستان په خونړي تاريخ کى تر ټولو بده جګړه په دغه سيمه کى هغه مهال وه چى طالبانو د هيواد ډيره برخه په خپله ولکه کى لرله او د شمالي ټلوالى د ځواکونو پر ضد چى مشري يي د مجاهدينو د مشر احمدشاه مسعود له خوا کيده په جګړه بوخت و.


پر ١٠٠ کيلومتره لمړى کرښى، دواړوخواو ماينونه وکرل او په کال٠ ٢٠٠ کى چى طالبانو د تخار ولايت ونيوه نو لمړۍ کرښه نوره هم وغزيده.


په دغو ماينونو کى له کوچنيو ماينونو چى له تماس سره چاودنه رامنځ ته کوي يعنى د يوه مشر کس پښه غوڅولى او يو ماشوم وژلى شي، او دا د دى له پاره کرل شوي و چى د دښمنو ځواکونو د پرمختلو مخه ونيسي او مورال يي کمزورى کړي او همدارنګه داسى ماينونه هم و چى لوى ټانکونه له منځه وړلى شي. د هر يوه ماين د کرلو لګښت درى ډالره او پاکول يي نژدى١٠٠٠ ډالره لګښت لري.


د تخار والي سيد ارکام معصومي د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل


دا سيمه د ١٤ مياشتو له پاره د طالبانو او د مقاومت د ځواک تر منځ د جګړى لمړۍ کرښه وه چى هغه مهال دوى ډير زيات ماينونه د هستوګنى په سيمو او دغه راز په زراعتي سيمو کى وکرل. خلک تخار ته راستنيږي خو هره ورځ له ٥ څخه تر ١٠ کسانو پورى د دغو ماينونو قرباني کيږي.


د برتانوي هلو ټرست موسسى د ماين پاکولو د پروګرام د سرعت له امله والي د بى حوصله توب څرګندونه وکړه. هغه زياته کړه دوى ډير ورو کار کوي، او د ژمى د موسم له امله يي کار ځنډولى دى.


د هلو ټرسټ د موسسى د سيمه اييزه ډلى د مشر مرستيال ډاکټر نصير احمد وويل: ددوى د کار د ځنډ لامل پر ځمکه د کوچنيو فلزي ټوټو شته والى دى او د دوى د کار مخه يي نيولى ځکه الکترونيکي آلى دغه فلزونه په نښه کوي او بل حقيقت خو دا هم دى، چا چى دغه ماينونه کرلي دوى هغه جنګيالي و چى روزل شوي نه دي او داسى نقشى يي هم نه دي پريښي چى د ماين سيمى په نښه شوي وي. هغه د دى خبرى وضاحت وکړ چى د دوو مياشتو له پاره يي کار ځنډولى ځکه ځمکه کنگل ده.


هغه وويل: موږ پر خپلو کارکوونکو د پسانو په شان کار نه شو کولى چى پر ماينونو يي والوزو. موږ د افغانستان په شمال کى ١٠٠٠ کسان لرو چى د ماين پاکۍ په برخه کى کار کوي، او تر اوسه پورى پنځه تنه يي د تخار په ولايت کى وژل شوي دي.


د افغانستان پروګرام د هلو ټرسټ تر ټولو لوى پروګرام دى او د دغى موسسى نژدى ٥٠٠٠ روزل شوي کسان د ماينونو، د ناچاوديدلو موادو او نورو توپچي ګوليو په پاکولو په ٩ هيوادونو کى کار کوي.


يوازى په ٢٠٠١ کال کى ، دوى د ٢٠٠٠٠٠ په شاوخوا کى ماينونه او ګولى په افغانستان کى له ځمکى ليرى کړي او په دى توګه په زرګونو مهاجر چى له هيواد څخه د جګړى پر مهال وتلى و په دى توانولي چى بيرته هيواد ته راستانه شي .


د چارواکو په وينا د هيواد ٢٠٠ کيلو متر مربع ځمکه له ماينونو پاکه شوى او د جګړى پخواني ١٠٠ کيلومتر مربع ځمکه لا پاکه شوى نه ده.


دا موسسه د ماينونو د پاکوونى له پاره له عادي او درندو انجنيري تجهيزاتو څخه کار اخلي لکه بلدوزرونه، کرينونه ، چى زغروالى برخى لري او په ځانګړي توګه د چاديدونکيو موادو د خنثى کولو له پاره جوړ شوي دي. دوى د هغو سپو پر کاروونى هم غور کوي چى د بويلو پوسيله ماينونه په نښه کوي.


پداسى حال کى چى دوى کار کوي د ماينونو له امله د سيمى خلک مړه کيږي او ټپيان کيږي. يو څو اوونۍ وړاندى د تخار ولايت د چاياب په ناحيه کى درى شپنو ماشومانو پر ماين پښه کيښوده چى دوه يي ځاى پر ځاى مړه شول . بل يي پر ګيډه او لاس شديد ټپي شو او يوه سترګه يي هم له لاسه ورکړه خو ژوندى پاتى شو.


شاکر احمد د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل چى دى او کورنۍ يي تير دسمبر هيواد ته راستانه شوي و. هغه وويل پداسى حال کى چى ما خپل کور جوړوه پښه مى پر ماين ولګيده او دا هله پيښ شو چى ديوال مى نړوه او پر لاس او پښى شديد ټپي شوم. زموږ خپلوان او کليوال د ماينونو له ډار څخه له ستنيدو ويريږي.


د خير ښيګڼى يوه سيمه اييزه ټولنه چى د معيوبينو د هر اړخيزى پروژى په نامه ياديږي او د ملګرو ملتونو، د سويډن او ناروى د حکومتونو له خوا ورسره مالي مرسته کيږي وايي د تخار په ولايت کى يي د مياشتى نژدى ٤٠ کسانو ته مصنوعي پښى ورکولى. د ٢٠٠٠ کال راهيسته هغو کسانو ته چى دا پښى ورکول کيږي په سلو کى ٩٥ د ماينونو له امله معيوب شوي. دا خبره د معيوبينو د هر اړخيز پروګرام مشر ډاکټر سيد حميداله د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وکړه.


عبدالرحمن چى ١٦کلن شپونکى ورور يي چى د ماين د چاودنى له امله ژوندى پاتى دى او دوه نور ملګري يي مړه شوي وايي: ماينونه هره ورځ په سيمه کى د خلکو ژوند ته ګواښ دي. که چيرى موږ په کروندو کى کار ونه کړو او يا څاروي څړځايونو ته يو نه سو نو څنګه ژوند وکړو. موږ خو نه شو کولى په کور کى کښينو او هيڅ هم ونه کړو.


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists