پخوانى مركزي جيل بيا د جوړيدو په حا ل كې دى

د آّى آبليو پي آّر د خبريالانو دانش كړوخيل او سيد عبدالله ليكنه

پخوانى مركزي جيل بيا د جوړيدو په حا ل كې دى

د آّى آبليو پي آّر د خبريالانو دانش كړوخيل او سيد عبدالله ليكنه

خو د بشر د حقوقو فعالان او د څرخي پله ځينې بنديان د حكومت ددې ادعا په هكله شك څركندوي. د پلازمينې جيل چې په 1970 كال كې له پرانيستو راوروسته په كې له 40 زرو څخه زيات بنديان ساتل شوي دي، د پخوانې كمونيست رژيم په دوران كې يې د شكنجې او ډله ييزو وژنو د يو مركز په توكه شهرت درلود. طالبانو هم د خپلو مخالفينو له زرو څخه زيات شمير سياسي مخالفين دلته په غير انسانې شرايطو كې ساتلي وو.


دجيل زياتره برخې د 2001 كال په نومبر كې د طالبانو د رژيم له رانسكوريدو پر مهال كنډوالې شوې وې، خواوس د هغه له يوولسو بلاكونو څخه دوه هغه يې جوړ شوې دې او اويا تنه بنديان په كې اوسيږي. د نورو برخو د بيا رغولو كار يې روان دى. د چارواكو د وينا له مخې تر اوسه 50 زره امريكايي ډالره لكيدلي او نورو لسو مليونو هغو ته اړتيا ده، چې توله ودانى ورغاول شي.


د جيل د پخوانيو چارواكو د زور زياتي په خلاف، د چارواكو د وينا له مخې، د څرخي پله په جيل كې د نن ورځي له بنديانو سره په منلې توكه چال چلند كيږي او بنديان د بياروزنې د يوې برخې په توكه لازمه روزنه تر لاسه كوي.


د مركزي جيل قوماندان ظهيرالدين ظهير وايې: "په تيرو وختونوكې بنديان وهل ټكول او شكنجه كيدل او غير انساني چلند ورسره كيده، خو موږغواړو هغه په يو روزنيز مركز باندې واړوو، چې بنديان به په كې وروزل شي او ټولنې ته به د يو سالم غړي په توكه وروكرځي." حرفوي كورسونه لكه خياطي، د غاليو اوبدل، تركاني اونور تر پلان لاندي دي.


د افغانستان جيلونه د ناوړه چلند اوږده مخينه لري. د بښنې نړيوال سازمان د رپوت له مخې په داسې حال كې چې ټول جيلونه د قناعت وړ نه وو، خو د څرخي پله جيل د ډله ييزې وژنې، شكنجې او سپكوونكي چال چلند له مخې په حانكړې توكه د ډار او ترهې ځاى و.


انتقالي حكومت د نړيوالې پاملرنې له مخې دې ته اړ ايستل شوى، چې په خپلو جيلونو كې د وضعې دسمون لپاره لازم ګامونه پورته كړي.


د 2003 كال د مارچ په مياشت كې دبنديخانو واك او د سمون چارې د كورنيو چارو له وزارت ځخه د عدليې وزارت ته و سپارل شوې، يو داسي خوځشت چي د بشر د حقوقو د سازمان په اند يو شه بدلون په ګوته كوي.


يو شمير بهرنيو مرسته كوونكو هيوادونو،تر ټولو زيات، د ايتاليې هيواد، په افغانستان كې د جزايي سيستم له بيا رغاونې سره د مرستې په غرض يو موتى پيسې مرسته كړي ده.


د بښنې نړيوال سازمان آى ډليو پي آر ته وويل، چې د ددوى مامورينو د جولاى په مياشت كې د هغې د يوې برخي له پرانستلو راوروسته دغه جيل نه دى ليدلاى، ځكه په دې وروستيو وختونوكې په كابل كې د هغوى دفتر تړلى دى. خو يو وياند يې وويل: "كله چي موږ د 2003 كال د مې په مياشت كې دغه جيل وليد، موږ ته زياته انديشنه پيدا شوه، ځكه هغه لا دبنديانو منلو ته چمتونه و. په هغې كې برشنا او اوبه نه وې او همدارنكه د بنديانو د فعاليتونو په اړوند كوم پلان موجود نه و." هغه زياته كړه: "د بښنې نړيوال سازمان د څرخي پله په زندان كې د شرايطو د شه والي په اړوند د چارواكو د ډاډ هركلى كوي، خو د جيلونو د سيستم د بيارغاونې په كله په ملي كچه د يو هراړخيز ستراتيژيك پلان د نشتوالي له امله انديشمن دي." د عدليې وزارت د محبسونو دچارو رئيس، تورن جنرال عبدالسلام بخشي ټينكاركوي، چې پرمختك رامنځته شوى دى. هغه وايي: "موږ د انكليسي ژبې، رياضي او خطاطي كورسونه جوړ كړي دي. د ناروغانو لپاره كلينيكونه شته او په ځينو جيلونو كې بنديان اجازه لري، خپل تلويزيونونه راوړي اوويي كوري."


خو يو پوليس چې د نوم له وركولو يي ډډه وكړه، ويل يې، د څرخي پله په جيل كې د اوياوو نيمايې بنديان يې دوسيې نه لري. د محبس د ليدلو پرمهال يو بندي آى ډبليو پي آر ته وويل : "يوې محكمې هم زما په باب پريكړه نه ده كړې، خو له هغې سره سره هم بيا زه د څرخي پله جيل ته راليږلى شوى يم."


نورو بنديانو بيا له اوبو او ډوډى شكايت درلود. يو بندي وويل: "موږ له يو زنك وهلي بيلر څخه اوبه څكو او له دې امله ټول پيچ شوي يو."


د بښنې نړيوال سازمان دا موضوع مني او وايي، چې زيات كار ته اړتيا ده. هغوى وايي: "بايد دحكومت او نړيوالې تولنې تر منح يوه كډه هڅه موجوده وي، چې د بنديخانو ريفورم او بيارغاونې كار ته د لومړيتوب حق وركړ شي." هغوى زياتوي: "موږ له افغانستان خخه د روان كال په وروستيو كي ليدنه كوو او په هغه مهال به د جنايي عدلي سيستم د بيارغاونې په چارچاپير مهمې موضوع ګانې وڅيړو، چې د تيركال راهيسې مو ترپام لاندې دي."


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists