په تلويزيون کى پر فلمونو او ښځينه سندرو بنديز

د کابل اوسيدونکي هڅه کوى چى د حکومت د هغى پريکړى په هکله ځان ته يوه د حل لار ولټوى چى د افغانستان په تلويزون کى ئى د هندي فلمونو د سانسور په هکله کړيده.

په تلويزيون کى پر فلمونو او ښځينه سندرو بنديز

د کابل اوسيدونکي هڅه کوى چى د حکومت د هغى پريکړى په هکله ځان ته يوه د حل لار ولټوى چى د افغانستان په تلويزون کى ئى د هندي فلمونو د سانسور په هکله کړيده.

Thursday, 3 March, 2005

د کابل اوسيدونکي غواړى چى د کيبل له لارى په تلويزون کى نامتو فلمونه بي له کوم سانسور څخه ووينى.


د يوى نوى لايحى پر اساس بايد تلويزونى کانالونه د هندى او نورو تفريحي فلمونو څخه د رومانتيک او د مينى صحنى ليرى کړى، او د راډيو سټيشنونه بايد د ميرمنو په آواز کى سندرى خپرى نه کړي.


همدا ګام په کابل کى د دولتى راډيو تلويزون د نوي ټاکل شوي رئيس محمد اسحق لخوا چى د شمال د اتحاد يو لوړ رتبه غړى دى، پورته شويدى.


حکومت د همدى پورته شوي ګام دفاع کوي او وائى چى دا سانسور نه دى. د اطلاعاتو او کلتور د وزير مرستيال عبدالحميد مبارز وويل: موئږ غواړو چى د خپل کلتور او دود سره سم خپرونى وکړو.


د تلويزون لخوا د هندي فلمونو سانسور د کابل د ليدونکو د خپګان سبب شويدى او هغوى وائى: دوى ته دا ګرانه ده چى د فلم کيسه تعقيب کړى.


هندى فلمونه چى د رومانټيکو کيسو، د مينى د ډکو صحنو او سندرو څخه جوړ شويدى، د طالبانو د واکمنۍ د رانسکوريدو راهيسى ئى ډير شهرت موندلى دى، ولى چى طالبانو پر سندرو او تلويزون بنديز لګولى وو.


په ټول افغانستان کى خلک د ميرمنو په آواز کى سندرى خوښوي او اورى، خو داسى ښکارى چى د سترى محکمى د رئيس مرستيال مولوى فاضل احمد منعنوي همدا سندرى غير اسلامى ګڼى او په دى ټينګار کوي چى دا سندرى يوازى په پايتخت کابل کى شهرت لرى.


نوموړى وويل: موئږ يو پياوړى اسلامى کلتور او دود لرو او يوازى د کابل اوسيدونکى د ميرمنو په آواز کى د سندرو د خپريدو غوښتونکى دى، خو د هغوى شميره محدوده ده.


مبارز وويل: افغان ولس به په دى ډير ناخوښه او خوابدى وى که موئږ د ميرمنو په آواز کى سندرى خپرى کړو.


خو په شپيتمه او اويايمه ميلادى لسيزو کى ميرمنى سندر غاړى ډيرى مشهوره وى او هغوى په ټول هيواد کى کانسرټونه ورکول او هم هغوى ته د ودنو په مراسيمو کى د سندرو دپاره بلنه ورکول کيده.


مقامات دا منى چى يو شمير ښځينه هنرمندانى _ سندرغاړى چى عمرونه ئى د (٦٠) کلنو څخه زيات دى، په ټول هيواد کى د اوريدلو مينه وال لرى او دوى به د هغوى د موسيقى خپرولو ته دوام ورکړي.


مبارز وويل: موئږ پريکړه کړيده چى د همدى سندرغاړو آوازونه او عکسونه خپاره کړو، ولى چى هغوى د ډير شهرت خاوندانى دي.


افغانان د ميرمنو په آواز کى د سندرو د بنديز په هکله ډير لږ څه کولاى شى، خو د تلويزون تماشاچيان د فلمونو او د تفريحي پروګرامونو د سانسور په هکله ډير خوابدي دي او له همدى امله هغوى د کيبل د لارى تلويزونى خپرونو ته مخه کړيده.


په کابل کى د کيبل د تلويزون يوه شبکه يوه مياشت تر مخه فعاله شويده او اوس (٦٠٠٠) ګدون کوونکي لري.


د همدى ګډون کوونکو نيمايى په زړو مکرويانو کى د سټار په نامه د کيبل د تلويزون د شبکى اشتراک لري.دغه شبکه ادعا کوي: مقاماتو دوى ته د لويديځى نړۍ د هغو پروګرامونو د خپرولو اجازه ورکړيده چه د افغانى کلتور سره سره تضاد و نه لرى.


هغوى وويل: موئږ د (٣٠) بيلابيلو کانالونو څخه د بى بى سى او سى اين اين په شمول پروګرامونه خپره وواو زموئږ (١٢) نور کانالونه د هند، ايران او پاکستان څخه دي.


هغوى زياته کړه: موئږ د اطلاعاتو او کلتور د وزارت څخه د خپرونو اجازه تر لاسه کړيده، خو هغوى موئږ ته د امريکائى کانالونو د خپريدو اجازه نه ده راکړى، ولى چى هغه د افغانستان د کلتور د پاليسى او تګ لارى سره سمون نه خورى.


خو د اطلاعاتو او کلتو وزارت د دا ډول اجازى ورکول ردوي او وائى: دوى به د کيبل تلويزونى شبکه بنده کړي. د نوموړي وزارت يوه وياند وويل: هغوى زموئږ بى اجازى خپرونى پيل کړيدى او موئږ په رسمى ډول د کورنيو چارو د وزارت څخه غوښتنه کړيده چى د همدى شبکى دفترونه بند کړى.


که دا کار تر سره شى، نو داسى ښکارى چى د کيبل د تلويزونى شبکى اشتراک کونکى به د سټلايټ يا مصنوعى سپوږمى دلارى د تلويزونى پروګرامونو دليدو آله رانيسى او په تايوان کى جوړه شوى دا ډول يوه آله په کابل کى په سل امريکائى ډالره خرڅيږى چى هندى، پاکستانى، ايرانى او هنکانګى کانالونه پکښى ليدل کيږى.


په کابل کى د يوى الکترونيکى لوى مغازى مالک محمد سيد وويل د طالبانو د واکمنى د نسکوريدو راهيسى د سټلايټ د ډيش يا سپوږمکۍ بازار ډير تود دى او هر څوک غواړى چى يو ډيش ولرى.


Frontline Updates
Support local journalists