په شمالي ښار کې د ککړتيا پر ضد د کمپاين له امله کاروبار ته تاوان رسېدلی دی
چارواکي ادعا کوي ددې کار له امله يې شين او پاک ښاري چاپېريال رامنځته کړی دی.
په شمالي ښار کې د ککړتيا پر ضد د کمپاين له امله کاروبار ته تاوان رسېدلی دی
چارواکي ادعا کوي ددې کار له امله يې شين او پاک ښاري چاپېريال رامنځته کړی دی.
د احمد رامين دلاسا ليکنه
د مزارشريف د شمالي ښار چارواکو د ککړتيا او خنډونو د له منځه وړلو په موخه ستر کمپاين پيل کړی، خو د فابريکوخاوندان او لارۍ چلوونکي، چې د ښار د پاک ساتلو په موخه له ښاره بهر ايستل شوی، وايي د هغوی کاروبار ته تاوان رسيدلی دی.
د مزارشريف چارواکي ادعا کوي چې د پخو خښتو د بټيو د بندولو او نورو ځايونو ته د يو شمېر فابريکو د لېږدولو، نيالګيو کرلو، د موټرو د زيات ګرځېدلو د منخنيوي او د زړو او زيات لوګي لرونکو موټرو د ودرولو له امله په ککړتيا کې اويا سلنه لږوالی راغلی دی.
همدار راز په عامه ځايونو کې د خځلو اچولو ځايونه جوړ شوي، او د ښار د شنو سيمو د خړوبولو لپاره څاګانې کنل شوي، چې د هغوی په وينا به په ملي کچه د ککړتيا د راټيټولو لپاره د يو موډل په توګه کار وکړي.
عبدالوهاب په شوروي کې د جوړ شوي ماسکويچ په نامه يو زوړ ټکسي چلوي او د ورځې له خوا ښار ته پر ننوتلو د بنديز له امله له سخت زيان سره مخامخ شوی دی.
هغه وويل: «ترافيک پوليس ... وايي زموږ موټر ډېر لوګی کوي. له دې کار څخه پوزې ته راغلی يم، خو بله چاره نه لرم. مزار د شتمنو ښار دی، چې لوکسې موټرې لري. د بېوزلو لپاره ځای نشته.»
له بنديز سره د نه مخامخ کېدو او د خپلې لس کسيزې کورنۍ لپاره د ډوډۍ د پيدا کولو په موخه عبدالوهاب د مزارشريف د ښار په تنګو تروشو کوڅو کې ګرځي راګرځي.
يو شمېر ځپل شوو خلکو آی ډبليو پي آر ته وويل، دا هڅې د فساد له امله غړندې شوې دي.
د خوږو د جوړولو د فابريکې خاوند، محمد ابراهيم وويل، پوليسو له هغه څخه پيسې وغوښتې چې د ښار دننه ورته د کار اجازه ورکړي.
هغه وويل: «موږ هره ورځ بډې نشو ور کولای، له دې امله [له ښاره] بهر لاړو.»
د مزارشريف له ښار څخه بهر د فابريکو لېږدول، بيا ورته د خامو توکو وړل او د پخو توکو بېرته راوړل او کار ته د کارکوونکو رسېدل سخت کار دی.
د ترافيکو پوليسو د ورځي په رڼا کې د مزارشريف ښار ته د لاريو پر ورتګ بنديز لګولی دی. هغه مهال چې آی ډبليو پي آر د فدا محمد په نامه له يو چلوونکي سره مرکه کوله، هغه له ښاره بهر د خپلې لارۍ د مالونو پر سر ناست و او د شپې رارسېدو ته سترګې په لار و.
نوموړي ادعا وکړه که څوک پيسې ورکړي، نو د ورځې په رڼا کې هم ښار ته د ورتګ اجازه لري.
هغه وپوښتل: «ترڅو به موږ د ښار دننه ... د موټرو د چلولو لپاره بډې ورکوو؟ هيڅوک زموږ غږ نه اوري. د ستونزې په اړه څه ويل کومه معنا نه لري.»
د ترافيکو پوليس د ککړتيا په وړاندې د مبارزې د پلي کولو په کار کې د پيسو د اخيستلو خبره نه مني.
د بلخ ولايت د ترافيکو رئيس، محمد اجان وويل، موټر چلوونکي له نوو اصولو سره مخالف دي، ځکه ناسمې اوازې خپروي. د [اصولو] پلي کېدل په کلکه څارل کيږي.
هيڅوک هم د پاکولو مخالف نه دي.
د خښتو د بټيو خاوند، محمد صادق وويل، د لېږدولو پلان په سر کې د کاروباريانو او پوليسو ترمنځ ناندرۍ راوپارولې، خو اوس هوارې شوي دي.
هغه وويل: «زه له دې پريکړې خوښ يم، ځکه پرهر چا يو راز پلې کيږي.»
ولايتي چارواکي په خپل وار وايي هغوی د هغه پرمختګ له امله وياړي چې د افغانستان په تر ټولو ښکلي ښار کې رامنځته شوی دی.
د چاپېريال ساتنې د ادارې يو لوړپوړي چاوراکي، ضياء الحق وويل: «دا اغېزمن پروګرام دی. موږ د کورونو له مخې څخه د خځلو د راټولولو پروګرام هم پيل کړی او خځلو اچولوځايونه مو جوړې کړې دی.»
د بلخ ولايت د روغتيا د رياست د حفظ الصحې د څانګې مشر، ډاکټر بصير وويل، د روغتيا رياست د څښلو پاکې اوبه چمتو کړي او همداراز يې د خځلو او پاتېشونو د ښخولو او سوځولو کار تر لاس لاندې نيولی دی.
هغه وويل: «موږ د حفظ الصحې په برخه کې ډېر پرمختګ کړی دی.»
د ښار اوسيدونکي، صالح محمد وويل، هغه د سړکونو د پخېدو له امله خوشحال دی، چې خاورې او دوړې يې کمې کړي دي.
هغه وويل: «اوس کولای شو تازه هوا تنفس کړو.»