په نورستان ولايت کې له ښځو څخه د مينځو په توگه کار اخيستل کيږي

نورستان ولايت کې د لرغونو دودونو له امله د کورنيو ښځينه غړي بايد درانه او سخت کارونه سرته ورسوي.

په نورستان ولايت کې له ښځو څخه د مينځو په توگه کار اخيستل کيږي

نورستان ولايت کې د لرغونو دودونو له امله د کورنيو ښځينه غړي بايد درانه او سخت کارونه سرته ورسوي.

A woman with children in Nuristan province, Afghanistan. (Photo: Spencer Platt/Getty Images)
A woman with children in Nuristan province, Afghanistan. (Photo: Spencer Platt/Getty Images)

ريټاړې ناولې جامې پر غاړه ٢٣ کلنه روشانه په ټېټې ملا  د خپل پټي دسبوله منځه هرزه او بېکاره بوټې ټولوي. د څلورو اولادونو دا ځوانه مور وايي چې  د نورستان ولايت د دوآب ولسوالۍ  ژونيه کلي کې اوسېږي  خپل ژوند سره ، کال دولس مياشتې لاس او گرېوان ده.

پنځلس کلنۍ کې يې پلار د هغې له خوښې پرته د مير زمان په نامه يوه سړي ته واده کړه. د واده له هماغه لومړۍ ورځې څخه نوموړې په بزگرۍ لګیا ده

هغه هرکال غنم، جوار، لوبيا او سابه کري چې په وينا يې ټوله بيه  يې تر يو زر ډالرو پورې رسيږي، خو نيمايي يې د ځمکې څښتن ته ورکوي.

روشانه د کرکيلې او کور دننه مسؤوليتونه پر غاړه لري. هغه ځمکه يوې (قلبه) کوي، په يخه شپه کې هغې ته اوبه ورکوي، مالونه څروي، له غره څخه بوټي او لرگي راوړي او د کور ساتنه او څارنه کوي.

له واده لږ وروسته يې خپل يو ماشوم له لاسه ورکړ، ځکه د ژمې ټوله يخه شپه به يې په کرونده کې کار کاوه.  

روشانې وويل: ((دژوند ترخه خاطره مې داده چې یوه شپه مځکه مې خړوبوله ، يوه لښتي کې ولوېدم او لمده شوم. سم له لاسه راباندې د لنگون درد ولگېد. کور ته لاړم. تپه توره شپه وه. څو ځلې ولوېدم او راپورته شوم، ترڅو کور ته ورسېدم. ماشوم مې په کور کې وزېږېد، خو مړ و.))

دروشانې مېړه ، پنځه دېرش کلن ميرزمان وويل، د ځايي دود او دستور له مخې يوه ښځه بايد دا ټول کارونه سرته ورسوي.

هغه وويل: «په نورستان کې دود دی چې ښځې کرکيله کوي، څاروي څروي، له غره لرگي راوړي او آن که څوک کوم کور جوړوي، ښځې ډبرې، خښټې او شگه راوړي.» نوموړي زياته کړه، د ځايي تربگنيو له امله نارينه ته له کور او کلي څخه وړاندې تگ له خطرونو څخه ډک دی.  

نوموړي په دوام وويل: «زه په خپله دښمن دار يم. يوازې د خپل کلي شاوخوا تللای شم. تر هغې وړاندې نشم تللای، ځکه خلک راپسې دي او کېدای شي ومې وژني.»

نورستان د هېواد په ختيځ کې پروت دی او د خپلې طبيعي ښکلا له امله ډېر مشهور دی. تگ او راتگ ورته ډېر ستونزمن دی. ورځنی ژوند يې مالداري، کروندگري او له غره څخه د لرگو او بوټو راوړل دي. په غرونو کې د جنغوزو، څېړی او نښترو پراخه ځنگلونه موجود دي.

نوموړی ولايت د نولمسې پېړۍ تر وروستيو پورې، چې اسلام ټول هېواد ته رسېدلی و، د کافرستان په نامه يادېده. داسلام دین ترمنلو وروسته  د نورستان «منورستان» په نامه ونومول شو.

د دغه ولايت اوسيدونکي ډېر هغه دودونه ساتلي دي چې له اسلام څخه دمخه موجود وو. په دې کې د نارينه او ښځې تر منځ د کار وېش هم شامل دی چې له مخې يې ښځو ته د نارينه گانو له خوا د کور ټول سخت او درانه کارونه سپارل شوي دي.

د نورستان د دوآب روغتون رئيس، قدرت الله وويل، د سختو او درنو کارونو د سرته رسولو له امله ځايي ښځې له ډېرو روغتيايي ستونزو څخه کړيږي.

د هډوکو ناروغي  پراخه ده. ډېری هغه ښځې چې په دغه روغتون کې يې درملنه شوې، د عضلو او هډوکو له خوږ څخه شکايت کوي.

نوموړي وويل: «دلته پخواني ناوړه دودونه پاتې دي. که چېرته يو نارينه له غره څخه لرگي راوړي، څاروي و څروي يا يې ساتنه وکړي، نور نارينه گان ورته پېغور ورکوي او د مېرمنې نوکر يې بولي. له دې امله نارينه گانو ته د دغه راز کارونو سرته رسول له شرم څخه ډکه خبره ده.»

ښځې ټوله ورځ لرگي ماتوي او بيا يې په لويو کجاوو کې اچوي. هره ورځ ٤٠ – ٦٠ ګيلوگرامه لرگي پر شا له غره څخه کور ته راوړي. کله ناکله يې پايله ډېره ناوړه او خواشينوونکې وي.  

څلور پنځوس کلنه گلجانه د لرگو ټولولو په يوې پېښې کې له ١٦ کلونو څخه راپه دې خوا په ستوگو ړنده شوې ده.

د نورستان دغې اوسېدونکې وويل: «موږ ته د دغو درنو او سختو کارونو دود له لرغونو زمانو څخه راپاتې دی. خو رښتينی ستونزمنه برخه يې دا ده، چې د سختو او درنو کارونو له سر ته رسولو سره سره نارينه له خپلو مېرمنو څخه خوښ او راضي نه دي او زياتره يې وهي ډبوي.»

په نشت شمېرلې زده کړه او لږه روغتيا څارنه

نورستان د افغانستان په کچه تر ټولو وروسته پاتې يوه سيمه ده، ښځې پکې په ځانگړي ډول روغتيایي څارنې ته د نه رسېدا له امله له سختو ستونزو سره لاس او گرېوان دي.

د نورستان د عامې روغتيا رئيس، اسمعيل ستانکزي وويل، ستره ستونزه د ښځينه ډاکټر نشتوالی دی. د تېرو ١٦ کلونو راهيسې د هغوی له هلو ځلو سره سره د ځايي روغتيا څارنې کارکوونکي نه دي توانيدلي په دې لرې پروت ولايت کې يوه ښځينه ډاکټره کار کولو ته حاضره کړي.

په دغه ولايت کې ٣٥ تنه دايه گانې موجودې دي چې زده کړې يې په ننگرهار ولايت کې سرته رسولي دي. د روغتيا څارنې توکي او تجهيزات له صفر سره مساوي دي. د بېلگې په توگه، په ولايتي مرکز، نورستان کې اته کلينيکه شته او هر يو لس تنه کارکوونکي لري. په لرې پرتو سيمو کې پاتې شل نور کلينيکونه هر يو څلور، څلور تنه کارکوونکي لري.  

نجونې او ښځې په ځانگړي ډول له ټيټې کچې زده کړې سره مخ دي.

د نورستان ولايت د پوهنې رئيس، غلام حسين وويل، د نورستان د ٢٢٣ ښوونځيو له ډلې څخه سل هغه يې نجونو ته ځانگړي شوي دي. څه دپاسه ٢٢٣٥٠ تنه نجونې په دغو ښوونځيو کې شاملې دي.

نوموړي اعتراف وکړ، دا شمېره کره نه ده او موضوع په بشپړ ډول نه انځوروي، ځکه د دغه شاملو شوو نجونو تر نيمايي زياته برخه يې يو وار هم ښوونځيو ته نه دي راغلي. د پاتې نورو حاضري هم له هيڅ سره برابره ده.

پروسږکال دنجونو له دولسمو ټولگيو څخه یواځې ۵۳ تنه فارغې شوې . پوهنتون ته د شموليت په ازموينه کې د ٢٠٠ فارغ التحصيلانو په ډله کې يوازې ١٥ تنه نجونې وې. په نورستان کې د لوړو زده کړو دولتي يا شخصي کومه موسسه نشته.  

کورنۍ په عادي ډول خپلې لوڼې د ودولو يا کارکولو په موخه له ښوونځيو څخه وباسي. هغوی خپلې نجونې د يو څو زرو ډالرو په وړاندې پلوري.

په دوآب، نورگرام، وايگل او کامدېش ولسواليو کې د يوې ناوې بيه شاوخوا څلور زره ډالره ده او د ولايت په مرکز کې تر اوو زرو ډالرو، درې کلاشينکوفو، ٣٥ کيلوگرامه حيواني غوړيو او ٣٥ کيلوگرامه قروتو پورې رسيږي.

په داسې شرايطو کې ښځې معمولا خپلې ورځې پر نشه يي توکو تېروي.

اتلس لنه شاکره د برگمټال ولسوالۍ د خاص کلي اوسېدونکې ده. هغه او نورې د گوتو په شمېر څو تنه نجونې خپلو زده کړو ته دوام ورکوي. هغه اوس د ښوونکې د دندې لپاره ځان چمتو کوي. هغې وويل، د ډېرو هغو ښځو ترخه ژوند ته په پام، چې پېژني يې، لږ تر لږه درېمه برخه يې پر نشه يي توکو اخته دي.

هغې وويل: «د درانه کار له سرته رسولو وروسته ښځې چرس څکوي او اپين خوري ترڅو خپله ستړيا پرې رفع او د بدن خوږ پرې تسکين کړي.» هغې وويل، دواړه ډوله نشه يي توکي او همدارنگه بنگ په اسانه موندل کيږي، ځينې يې په سيمه کې کرل کيږي او ځينې يې له گاونډي ولايت، بدخشان څخه راوړل کيږي.

نوموړي زياته کړه: «د برگمټال زياتره ښځې پر نشه يي توکو روږدې دي.»

څلوېښت کلنه ساحره درې لوڼې او دوه زامن لري. مېړه يې ميرگل شپون دی، خو ساحره په کرونده کې کار کوي او هره شپه ناوخته کور ته راځي.

په کرونده کې له ستړيا او ستومانۍ وروسته هره شپه د يو ډالر په بيه اپين څکي، استراحت کوي او د بدن او د پښو لاسونو خوږ پرې تسکينوي.  

د نوموړې ميړه، ميرگل وويل، پخپله يې هيڅکله هم اپين نه دي کارولي، خو دا يو حقيقت دي چې زياتره ځايي ښځې پر نشه يي توکو روږدې دي.

لرغوني پاتې شوي دودونه

ځايي خلک په نورستان کې دغه کار له لرغونو پېړيو څخه يو راپاتې شوی دود بولي. يو ځايي ديني عالم، مولوي محمد شريف وويل، په اسلام کې د نورستان په څېر د کار معمول وېش نشته.

هغه وويل: «اسلام ښځو ته يو ځانگړی دريځ ورکړی. پر نارينه يې خپلو ښځو او اولاد ته د اعاشې او اباتې چمتو کول لازم گرځولي دي. ښځې يوازې د کور دننه کارونو او ماشومانو د روزنې مسؤوليت پر غاړه لري، نه د کروندې، کرنې، اوبو لگولو، د څارويو څرولو، له غرونو څخه د لرگيو راوړلو او دې ته ورته نورو فعاليتونو.»

د نورگرام ولسوالۍ د ننگراج د نجونو د لېسې سرښوونکي او ځايي قومي مشر، محمدشاه رحيمي له دې سره موافق دی، ويې ويل: «هغه مهال چې نورستان د پخوا په شان د کافرستان په نامه يادېده، نارينه گانو به په جگړو کې برخه اخيسته او د اړتيا پرمهال به يې شپونتوب کاوه، خو د لرگيو راوړل او د کروندې کار د ښځو پر غاړه وو. د نورستان زياتره نارينه شپانه دي. ښځو خپله پخوانۍ دنده، په کروندې کې کار او د لرگيو راوړل ساتلې ده.»  

رحيمي وويل، شپاړس کاله دمخه د طالبانو له سقوط وروسته د ښځو د حقونو د اعادې لپاره په نورستان کې هيڅ کوم کار سرته نه دی رسیدلی

نوموړي په دوام وويل، د حل يوازنۍ لار دا ده چې نجونو ته د زده کړې مناسب چاپېريال چمتو شي. خو ځايي او ملي چارواکي ښځو ته د حقونو د ورکړې خبرې کوي، خو عملا يې په هڅولو کې پاتې راغلي دي.

د والي مرستيال، محمد هاشم فيضي وويل، حکومت ته د د غه راز ژورو رېښو لرونکې دودونو او دستورونو بدلول سخت کار دی. هغوی زيار کاږي د نورستان وضعې ته دافغان دولت  او نړيوالو پام راواړوي.

هغه په دوام وويل، د بدلون په وړاندې د ځايي ټولنو د مقاومت يو لامل په ځانگړي ډول د ليک لوست د کچې ټيټوالی دی. دا نظر د ځايي ښځو د حقونو د ملاتړ موسسه هم تاييدوي.

د نورستان ولايت د ښځو د چارو رئيسې، زاهدې فيضان وويل، ستونزې تر دې کچې ژورې رېښې لري چې هغه کله ناکله له پرمختگ څخه نهيلې کيږي.

هغې وويل: «موږ په نورستان کې له قومي مشرانو، ديني عالمانو او ځوانانو سره ، څو، څو ځلې غونډې کړي. موږ هغوی ته د ښځو د حقونو او ستونزو په اړه معلومات وړاندې کړي، خو پايله يې نه ده ورکړې. ځکه هر يو له ادارې نيولې تر ديني عالمانو پورې ورته ستونزې لري. دا هغوی ته مناسبه ښکاري چې کارونه يې د کورنيو ښځي سرته ورسوي.»

«قومي مشران او ديني عالمان، هغسې چې لازمه ده، په دغو پروگرامونو کې ونډه نه اخلي. دا کار د حکومت له وس هم پورته دی.»

د نورستان د مدني ټولنې د همغږۍ د شورا رئيس، عبدالغفور احمدي هم وويل، سيمه ييز چارواکي په دغه ولايت کې د ښځو د حالت او وضعې په ښه کولو کې پاتې راغلي دي.  

په تېرو دوو کلونو کې د هغه موسسه د ښځو د لس کسيزې کمېټې په جوړولو توانېدلې، تر څو د ښځو د حقونو په اړه د ښځو د معلوماتو کچه لوړه کړي، خو هغوی په دې اړه له محدودیتونو سره لاس او ګریوان ول  

هغه په پای کې وويل: «امنيتي وضع او همدارنگه په نورستان کې سختوو دودونو زموږ د فعاليتونو ساحه يوازې د ولايت مرکز، پارون پورې محدوده کړې ده.»

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون د ختيځي سـيمې مشرې، صبرينا حميدي وويل، برلاسي امنيتي وضعې هغوی له دې ستونزې سره مخ کړي دي.

تر لس کاله دمخه پورې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون استازي څو څو ځلې لويديځ نورستان ته تللای شو، هلته يې له ښځو سره کتل او کولای يې شول هغوی ته د خپلو حقونو په اړه معلومات ورکړي. د ٢٠٠٧ کال راهيسې امنيتي حالت تر دې کچې ناوړه شو چې هغوی آن د ولايت مرکز، پارون ته نشي تللای.  

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون اوس په نورستان کې د وضعې په اړه خپل معلومات له ځايي رضاکارانو څخه تر لاسه کوي.

ځايي فعالان او چارواکي وايي، له دې سره سره بيا هم هغوی خوشبينۍ ته هيله من دي.

فيضان وويل، د هغې رياست د ځاي ښځو په گډون د خلکو د معلوماتو د کچې د لوړولو څو پروگرامونه جوړ کړي، چې د خپلو حقونو په اړه ورته پوره معلومات ورکړي.

هغې وويل: «دا فعاليتونه هغه مهال اغېزمن کېدای شي چې ښځې يو څه پوهه او زده کړه ولري.» زياته يې کړه، هغوی دمگړۍ په پام کې لري چې د کابل حکومت او نړيوالو موسسو په مرسته د ښځو لپاره څو کوچنۍ پروژې جوړې کړي، لکه: د چرگانو ساتنه، کرنه او غالۍ جوړول. دا پر خپلو پښو د ښځو د ودرولو او پر ځان د بسياينې يوه لار ده.

 د نورستان مرستيال والي، فيضي وویل: «موږ په پام کې لرو چې د ښځو لپاره د ښځو چارو د وزارت په مرسته مسلکي او حرفوي کورسونه جوړ کړو. په دغه حرفوي کورسونه کې به د لاسي صنايعو د روزنې او زده کړې پروگرامونه شامل وي.» نوموړی زياتوي، لږ شمېر مېرمنو له خپلو کورنيو څخه د زده کړې اجازه تر لاسه کړې ده. نوموړي د ولايت نوي تنه ښځينه ښوونکې د پرمختگ يوه کوچنۍ بريا وبلله.   

مريم يوه نېکمرغه نجلۍ ده چې د گوتو په شمېر نورو نجونو سره يې تر دولسم ټولگي پورې زده کړه بشپړه کړې ده. اوس د ښوونکو د روزنې موسسې ته ځي او تر څنگ يې د هغه ولايت د سرې مياشتې په ټولنه کې کار کوي.

هغې وويل: «له ماشومتوب څخه ما غوښتل چې ښوونکې شم. اوس د ښوونکو د روزنې په انستيتوت کې زده کړه کوم او همدا رنگه له سرې مياشتې سره کار کوم. زما خوبونه رښتيا شو.»

هغه پر دې پوهيږي چې د ښځو ژوند له ستونزو ډک دی.

نوموړې له اوښکو څخه په ډکو سترگو وويل: «ټولو ښځو د طالبانو د رژيم له سقوط وروسته له ستونزو څخه د خلاصېدو او مثبت بدلون هيله درلوده، خو فکر کوم چې ددوي  دا ارمان به هيڅکله پوره نشي.»

Support our journalists