په مزار کى مقابله

د راپورونو سره سم امريکايان هڅه کوي د هيواد په شمال کى د دوو غليمو او وسله والو جنګ سالارانو تر منځ يو تړون رامنځ ته کړي.

په مزار کى مقابله

د راپورونو سره سم امريکايان هڅه کوي د هيواد په شمال کى د دوو غليمو او وسله والو جنګ سالارانو تر منځ يو تړون رامنځ ته کړي.

Thursday, 3 March, 2005

پداسى حال کى چى مرکزي حکومت په کابل کى د جنګ سالارۍ د له منځه وړلو خبرى کوي، په مزارشريف کى چى د هيواد په شمال کى لوى ښار دى سيال ځواکونه يو د بل په وړاندى مقابله کوي.


کله نا کله د وسله والو ډلو تر منځ جګړه کيږي او ډير خلک فکر کوي چى يوازى بهرنۍ مداخله آرامي رامنځ ته کولى شي.


د ښار د نهمى ناحيى يو اوسيدونکى محمد عارف وايي: موږ له دى ويره لرو چى جګړه به بيا پيل شي او يوازى لويديځ ځواکونه کولى شي د اوضاع د خرابيدو څخه مخنيوى وکړي.


د جون په مياشت کى د لويي جرګى پر مهال د ملګرو ملتونو چارواکو او د اروپايي اتحاديي استازي کلاز پيتر کليبر له کابل څخه مزار ته د ISAF يا نړيوال سوله ساتى ځواک چى ٥٠٠٠ کسان يي په کابل کى ميشت دي د غزولو خبره اوچته کړه.


د ISAF ځواک عسکر وايي چمتو دي هر چيرى چى رهبران يي وغواړي هلته ولاړ شي او وظيفه تر سره کړي خو څرنګه چى څرګنده ده د دوى حکومتونه دا تمايل نه ښيى چى خپل عسکر داسى ځاى ته وليږي چى وضع يي د پلازمينى په پرتله خطرناکه وي.


د سيمه اييز تاوتريخوالي ريښه د دفاع د وزير د مرستيال او د ازبکانو د لوى سياسي غورځنګ يعنى جنبش ملي اسلامي مشر جنرال عبدالرشيد دوستم او د جمعيت اسلامي ګوند د پوځي قومندان عطا تر منځ سيالي ده. جمعيت اسلامي د شمالي ټلوالى د ملا تير دى.


سږکال د دوى تر منځ دننه په ښار او د ښار پر څنډو دوه پلا شديد جنګونه شوي دي. لومړى ځل د جنورۍ په مياشت کى چى لس تنه مړي يي پر ځاى پريښودل او دوهمه پلا د مې په مياشت کى.


د مزارشريف د ښار يو غالۍ پلورونکى عبدالطيف وايي: جنرال دوستم او عطا محمد يو پر بل اعتماد او باور نه لري او په دى پسى دي چى يو بل ته زيان ورسوي.


دواړو خواو او د هزاره ټولنى استازو د خپلو کسانو د بى وسلى کولو له پاره د ملګرو ملتونو له لورى خبرى اترى پيل کړي دي. د تيرى اوونۍ پورى ٣٥٠ ميله وسله دوى ته تسليمه شوى خو د افغانستان په شمال کى د ملګرو ملتونو استازى ميرواين پيترسن وايي د هغه په عقيدى تر اوسه په سيمه کى په سلو کى لس وسله ټوله شوى ده.


د مزار وضع په حقيقت کى د حکومت له پاره اساسي ازمايښت دى چى آيا کولى شي په ټول هيواد کى نظم راولي او که څنګه. نژدى ١٨٠٠٠٠ کډوال سږکال دغى سيمى ته راستانه شوي خو دا جګړى د دى سبب شوي چى نړيوالى موسسى خپل ځاى ځايګى بدل کړي او د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو عالي کميشنرۍ له سيمه اييزه قومندانانو څخه د کډوالو د ساتنى تضمين اخيستى .


پښتانه چى د افغانستان په شمال کى د لږکيو توکمو څخه دي دغه راز په نښه شوي دي او له همدى امله په زرګونو په جنوب کى پښتني سيمو او کندهار ته تيښته کړى .


عطا په دى باور دى چى په اتيايمه لسيزه کى د کمونستانو او وروسته د طالبانو پر ضد د مقاومت له امله د هغه کسان بايد سيمه تر خپلى ولکى لاندى ولري. هغه د دوستم ډير کسان کمونستان بولي ځکه چى دوى د نجيب اله د حکومت پر مهال د افغانستان په پوځ کى دنده درلوده.


خو دوستم د انتقالي ادارى له ملاتړ څخه برخمن دى. له دى سره سره هغه د دفاع د وزارت جګ پوړى چارواکى او کرزي جنرال دوستم چى د ١،٨ مليونو ازبکانو سياسي مشر دى په دى وروستيو کى په شمال کى د خپل استازي په توګه وټاکه.


د افغانستان د نورو برخو برعکس د مزارشريف په څنډو کى مبارزه د درندو وسلو د مانورو بڼه لري.


د عطا کسان دوستم په دى تورنوي چى ګواکى ټانکونه يي په ظاهره د ځنيو نمانځنو له پاره د ښار په څنډو کى ځاى پر ځاى کړي. خو د دوستم پوځي مرستيال مجيد روزي ادعا کوي چى عطا هم همدا شان کار کړى. هغه وويل عطا له کندز څخه ٢٢ ټانکونه هلته راوړي دي چى خلک يي په غصه کړي دي. هغه زياته کړه دوستم د دفاع د وزير مرستيال دى او دا صلاحيت لري هر چيرى چى وغواړي ټانکونه ځاى پر ځاى کړي.


د دواړو خواو تر منځ د جنګ مسله دومره جدي شوى چى امريکايان يي دى ته اړ ايستي چى د سولى د يوى موافقى له پاره مداخله وکړي. د امريکايي ځواکونو قومندان بريد جنرال مک نيل پدى وروستيو کى اړ شو چى له دوستم او عطا سره وويني.


جنرال په ظاهر کى د امريکا هغى کوچنۍ قطعى د بشري فعاليتونو د ليدلو له پاره تللى وو چى په شمال کى ده خو سر چينى وايي چى د مزار د ښار په څنډو کى د کړکيچ له امله امريکايان ناراحته دي ځکه چى کړکيچ د طالبانو او القاعدى پر ضد د هغو ځواکونو تر منځ دى چى د دوى متحدين دي.


پدى وروستيو کى لويديځ ديپلوماتانو د انديښنى په څرګندولو ويلي چى عطا په دى وروستيو کى طالبان په خپلو صفوفو کى استخدام کړي. له ٣٠٠٠ څخه زيات طالبان په ټول شمال کى اسيران دي.


دواړه غاړى پر هغو موضع ګانو چى د ښار پر څنډو او په ليرى پرتو سيمو کي دي مانورى کوي. د ليرى پرتو ولسواليو په حساب د عطا کسان پر فارياب، سرپل او جوزجان کنترول لري.


دغه راز په دى مبارزه کى تلويزيون او راديو هم راځي . د ښار يوازينى سټيشن چى پخ ظاهره د مرکزي حکومت تر کنترول لاندى دى هره شپه د مشرانو د غونډو او اجراتو ټيپونه خپروي.


د عادي خلکو ډيرى وايي دوى غواړي چى نړيوال سوله ساتى ځواک مزار ته وليږل شي، خو هيڅ داسى نښى نښانى نه ښکار ي، دا ځواکونه چى په پلازمينه کى په برياليتوب سره عمل کوي هلته دى ځاى پر ځاى شي.


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists