په مرکزي افغانستان کې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي زياتوالی

په امن ولايت، باميانو او په جگړه ځپلي ولايت، هلمند کې د جنسيت د تاوتريخوالي خبرې کيږي

په مرکزي افغانستان کې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي زياتوالی

په امن ولايت، باميانو او په جگړه ځپلي ولايت، هلمند کې د جنسيت د تاوتريخوالي خبرې کيږي

Friday, 31 October, 2014

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د ليکوالانو ليکنه

د بشري حقونو ډلو د مرکزي افغانستان په دې سيمه کې کې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د څپو د زياتېدو په اړه اندېښته څرگنده کړې ده.

د سپمبر په ٢٨ شاوخوا سل تنه، چې زياتره يې مېرمنې وی، د باميانو په مرکز کې راټول شوي وو. هغوی غوښتل ځايي چارواکي او د بشري حقونو موسسې وپوښتي چې د افغانستان په دې برخه کې يې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د زياتېدو په اړه کوم کارونه تر لاس لاندې نيولي دي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسون سيمه ييز مشر، روح الله فروغ وويل: «زه په ټينگ باور ويلای شم چې په باميانو کې د ښځو په وړاندې تاوتريخوالی زيات شوی دی. وړانديز کوم چې د تاوتريخوالی د مخنيوي لپاره دې يو غښتلي ميکانيزم رامنځته شي.»

فروغ وويل، په ځينو حالتونو کې د مجرمانو په وړاندې د جدي قانوني گام د نه پورته کولو له امله د معافيت او خونديوتوب يو احساس رامنځته شوی دی. په غونډه کې نورو ويناوالو هم پر پوليسو او عدلي ارگانونو پړه واچوله چې په دې اړه سم او رغنده گامونه، نه پورته کوي، د محکمې بهير ځنډوي او مجرمان د بډو اخيستلو په وړاندې خوشې کوي.

د مرتضی نجاتي په نامه يو څارنوال، چې د ښځو په وړاندې يې د تاوتريخوالي په سيمه ييزه غونډه کې گډون درلود، نوموړي تورونه رد کړل.

نجاتي وويل: «تاسو ووايئ، هغه کومه قضيه ده چې لاسوندي يې موجود دي او موږ ځنډولې... . موږ هره موضوع په خپل وخت تعقيب کړې ده.»

هغه وويل: «له لرو ځايونو څخه د باميانو مرکز ته رارسېدل ستونزمنه خبره ده. د موضوع لپاره د شاهدانو موندل هم گران کار دی.»

د ښځو د چارو رئيسې، تورپېکۍ الخاني غونډې ته وويل، د جنسيت په وړاندې په تاوتريخوالي کې مرسته کوونکي عناصر، لکه د ښځو د حقونو په اړه د عمومي ناپوهۍ په گډون ټولنيزې ستونزې؛ بېوزلي، بېروزگاري، د ليک لوست نشتوالی او پر نشه يي توکو روږدېدا شامل دي. همدارنگه نوموړې خپله پر ښځو هم پړه واچوله او ويې ويل، هغوی په خپل لاس ځانونه بېکوره کوي او په دې توگه په ډېره اسانۍ د سرغړونو ښکار کيږي.

د همدې مياشتې په اوږدو کې د باميانو د ښځو د چارو په رياست کې يوه بله غونډه جوړه شوې وه او پر دې ټکي خبرې اترې وشوې چې آيا اسلام نارينه او ښځو دواړو ته مساوي حق ورکړی، که نه.

د غونډې يوې برخوالې، فاطمې احمدي وپوښتل څنگه کېدای شي په اسلامي ټولنه کې په مساوي او برابره توگه د کار زمينه چمتو شي.

ولايتي سلاکار، خليل الله خليل وويل، په قرآن کريم او د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم په تاريخي کړنو کې داسې کوم شی نشته چې ښځو ته دې لږ درناوی شوی وي او هغوی دې د نارينه گانو څخه ټيټې گڼل شوي وي.  

نوموړي وويل: «اسلامي لارښوونو نارينه او ښځو ته يو راز بشري حقونه ورکړي. دا پوښتنه چې ولې په اسلامي ټولنو کې دا برابري نه په ځای کيږي، پخپله د مسلمانو ستونزه ده، نه د اسلام.»

د مدني ټولنې فعال، محی الدين فرهمند وويل، ښځې بايد داسې موسسې رامنځته کړي چې خپلو حقونو او ازادۍ تر لاسه کولو ته مبارزه وکړي. له دې پرته به تل ټيټ دريځ لري.

نوموړي زياته کړه: «دا غورځنگونه بايد کورني وي اود بهرنيانو تر اغېز لاندې دې نه وي.»

په غونډه کې  دې اړه خبرې اترې وشوې چې آيا «برابر» سمه اصطلاح ده، که «ورته او مشابه».

د ښځو حقونو ځايي فعالې، حکيمي اکبري وويل، د «برابر» او «مشابه» تر منځ  توپيرول شته ؛  دا دواړه اصطلاحگانې بايد بيخي سره جلا وبلل شي.  نوموړې وويل، ښځې له نارينه گانو سره په يو شمېر موقعيتونو کې «مشابه» نه دي، لکه د سختو لاسي او بدني کارونو د سرته رسولو په وړتيا کې، خو د «انسان په توگه هغوی يو راز حقونه لري.»

آی ډبليو پي آر، په سويلي ولايت، هلمند کې، چې په نسبي ډول د امن او کرار ولايت باميانو په پرتله د تېرو ديارلسو کلونو راهيسې د تودو جگړو مرکز دی، د ورته خبرو اترو کوربه و.

په لښکرگاه کې د سپتمبر په ٢٣ نېټه چارواکي او د بشري حقونو فعالان په دې اړه سره يوه خوله وو، چې د جنسيت د تاوتريخوالي په اړه وضع ډېره بده نه ده. 

د نوموړي ولايت د ښځو د چارو رئيسې، جميلې نيازۍ ادعا وکړه چې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي کچه ډېره ټيټه ده.

هغې وويل، د ښځو په وړاندې ننگونې راز راز دي، لکه: «په ټيټ عمر کې ودول، لوړ ولور، د ميراث له حق څخه بې برخيتوب او داسې نور.»

د ښځو د چارو سيمه ييزې موسسې او د بشري حقونو ډلې وايي، په هلمند کې د جنسيت د تاوتريخوالي د لږوالي لامل د هغوی هڅه او کوښښ دی.

د ښځو د حقونو فعالې، شهناز فياض وويل، هغې او ملگرو يې د ولايت په کچه يو لړ غونډې جوړې کړي او له وتلو اسلامي عالمانو يې غوښتنه کړې چې په جوماتونو او عمومي غونډو کې د ښځو د حقونو په اړه ويناگانې واوروي.

د افغانستان د بشري حقونو د ښځو د چارو مسؤولې، فاطمې عابدي وويل، د هغوی د موسسې تمرکز د جنسيت په اړه پر راديوي پروگرامونو او له قومي مشرانو او ديني عالمانو سره پر گډ کار دی.

دا رپوټ د آزاد فکر: خبرې وکړئ، لاسته يې راوړئ – د آی ډبليو پي آر د نوښت له مخې په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو د سفارت په مالي مرسته په افغاني ټاکنو کې د پوهنتون او ځوانانو د گډون د پراختيا د پروگرام د روانې لړۍ د  يوې برخې په توگه چمتو شوی دی.

 

Frontline Updates
Support local journalists