په هرات کې تفرقه اچوونکي کتابونه

له ايران څخه مذهبي راغلو کتابونو ته د افغانستان پر سني مذهبه مسلمانانو باندې د يو يرغل په توګه ګڼل کيږي.

په هرات کې تفرقه اچوونکي کتابونه

له ايران څخه مذهبي راغلو کتابونو ته د افغانستان پر سني مذهبه مسلمانانو باندې د يو يرغل په توګه ګڼل کيږي.

Wednesday, 28 September, 2011

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، وحيد نويسا ليکنه

د افغانستان لويديځ ته د ايران د مذهبي کتابونو  هجوم  د هغو يو شمېر ځايي اوسيدونکو د خپګان لامل شوی، چې  دې کتابونو ته پر ډېره کيو (اکثريت) سني مذهبو باندې د يو يرغل په سترګه کتل کيږي. 

پر تهران د پراخه شک له امله يو شمېر افغانان په زغرده  وايي ايران په لاسي (قصدي) توګه اور پورې کوونکي کتابونه په دې هيله، په ځانګړي ډول د هرات په څېر سيمو ته، چې اوسيدونکي يې  شيعه ګان او همدارنګه سني مذهبه مسلمانان دي، را استوي، ترڅو د هغوی تر منځ  مذهبي تفرقې ته لمن ووهي.

د هرات د ښار اوسيدونکي، وحيد زيارتجاهي وويل، هغه د هغو کتابونو د ليدلو له امله سخت راپارېدلی چې ليدلی يې دي او د هغه په اند سني مذهبه مسلمانانوته لوی سپکاوی ګڼل کيږي.

هغه وويل: «په ايران کې په يو خپاره شوي کتاب کې [د اسلام] دويم خليفه، حضرت عمر رضی الله تعالی عنه ته سپکاوی شوی او ناسم تورونه پرې لګېدلي دي. په سني مذهب کې  د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم  د يارانو بې حرمتي منع دهآو آن دکفر سره برابردى » 

د هرات د عالمانو د شورا مرستيال، مولوي محمد کبابياني د داسې کتابونو د ترويج غندنه وکړه.

هغه وويل: «د مذهب په نامه يو شمېر خپاره شوي کتابونه د سړي د سر ويښتان  نېغ ودروي. [ديني] عالمان بايد دا کتابونه ولولي؛ د اندېښنې وړ ټکي ترې راوباسي او بايد خلکو ته د هغې په اړه معلومات ورکړي.» 

هغه وويل د تفرقې اچولو توکي د مذهبي ناکراريو د راپيداکولو لامل کيږي.   

نوموړي زياته کړه: «عالمان په دې اند دي چې [د داسې کتابونو] مخنيوی د هغوی دنده ده. دا د هغو ستونزو په پرتله ډېره جدي ده چې موږ ورسره هره ورځ مخامخ کيږو. دا د وينو د بهيدو لامل کيږي.»

له ايران سره پر پوله د هرات پروت ولايت له شيعه مذهبه ايران سره ډېرې فرهنګي او اقتصادی اړيکې لري.  ايرانيان ډېرې پراخه خپرونې لري. افغان پوهنتونونو ته يې زيات کتابونه ورکړي، کلتوري مرکزونه يې پرانيستلي او ويل کيږي چې د هرات عامه کتابتون يې په ۲۰۰۴ کال کې له تاسيس وروسته تمويل کړی دی.    

زيات شمېر افغانان د تهران پر ارادې شکمن دي. په دې ډېر خواشيني دي او داسې انګيري، که سم وي يا ناسم، د شيعه مفکورو د صادرولو هڅې کوي.

په هرات کې د فاروقي کتاب پلورولو د هټۍ خاوند، محمد شفيع فاروقي وويل، يو شمېر خلک ورته راغلی او د ايراني کتابونو د اکمالولو وړانديز يې ورته کړی،خو هغه دا وړانديزونه رد کړي، ځکه پوهيږي، چې دا راز کتابونه څه پايلې درلودای شي. 

هغه وويل: «ما په خپلو سترګو د ځوانانو ترمنځ فزيکي او همدارنګه لفظي شخړې ليدلي، چې ددې کتابونو د منځپانګې (محتوا) په اړه منځته راغلي دي. که خبره همداسې دوام ومومي، نو ښايي دا تاوتريخوالی ټوله سيمه ونيسي.»  

د هرات ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس، وليشاه بهره وويل، د هغه کارکوونکو ايراني او پاکستاني په زرګونه داسې کتابونه راټول کړي چې د ملي ګټو پر خلاف وو.

هغه وويل: «دا کتابونه په هرات کې ويش ته چمتو وو ... موخه يې دا وه چې په خلکو کې مذهبي تفرقه پيدا کړي.»

د هرات سويل ته د نيمروز په ولايت کې چارواکو دوه کاله دمخه په سلګونه ايراني کتابونه ونيول او د هلمند په سيند يې لاهو کړل چې فکر کېده اسلامي ضد او افغاني ضد مفکورې يې درلودې.

د کلتوري چارو شنونکي احمد فريد ايوبي  په افغانستان کې د کړاوونو د رامنځه کولو له امله پر يو شمېر دولتونو پړه واچوله. 

هغه وويل: «ګاونډي هېوادونه زيار باسي چې په هره ممکنه وسيله د تاوتريخوالي اور ته پکی ووهي او له وضعې ګټه پورته کړي. هغوی غواړي هغه څه وکړي چې کولای يې شي، ترڅو [د ناتو تر مشرۍ لاندې] بهرني پوځونه په ستونزو کې راښکېل کړي.»

 آی ډبليو پي آر په هرات کې له ايراني قونسل څخه په دې اړه پوښتنه وکړه، چې په دې رپوټ کې د راپورته شوې موضوع په اړه خبرې وکړي، خو يو چارواکي، چې ويې غوښتل ونه نومول شي، له تبصرې کولو ډډه وکړه. 

د احمد علي جبراييلي په نامه يوه ايراني ديني عالم، چې په هرات کې يوه شيعه مدرسه چلوي، د تفرقې خبره بابيزه وبلله، ويل يې ښايي پاروونکي کتابونه په ايران کې اسلامي بنسټپالو له خوا په دې موخه رااستول شوي وي، «چې د شيعه او سني ورونو تر منځ بې اتفاقي پيدا کړي.»

Frontline Updates
Support local journalists