په هلمند کې ډاګيزې وسله والې غلاوې

د شخصي امنيتي شرکتونو وسله وال کسان پر وسله والو غلاوو او نورو ناوړو کارونو تورن دي.

په هلمند کې ډاګيزې وسله والې غلاوې

د شخصي امنيتي شرکتونو وسله وال کسان پر وسله والو غلاوو او نورو ناوړو کارونو تورن دي.

Saturday, 17 December, 2011

په  افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، ګل احمد احسان ليکنه

پر لويو لارو د وسله والو کسانوله خوا د مسافرينو ودرول او لوټول د افغانستان د نن ورځې يوه عامه خبره ګرځېدلې ده. کله چې ښکېلو ډلو ته د امنيت د ټينګولو په موخه پيسې ورکړ شي، نو څرګند ده چې ستونزه به موجوده وي.  

د آی ډبليو پي آر له خوا د سويل لويديځ ولايت، هلمند مرکه شوو خلکو وويل،  امنيتيخصوصى  شرکتونو کارکوونکو پر هغوی ژوند تنګ او بدمرغه کړی او نور ترې  پوزې ته رسېدلي دي. هغوی پر دې نه دي خوشحاله شوي چې حامد کرزي د دسمبر پر يوولسمه د نوموړي شرکتونو د تړلو وروستۍ نېټه د ۲۰۱۲ کال د مارچ مياشت اعلان کړې ده.  

عبدالمحمد د هلمند ولايت له مرکز لښکرګاه څخه د خانشين په ولسوالۍ کې خپل کور ته روان و، چې موټر يې، نه د افغان ملي اردو يا ملي پوليسو د سرتېرو له خوا او نه د طالبانو له خوا، بلکې د امنيتي شرکتونو د اجيرو  کاروکوونکو له خوا ودرول شو.

هغوی په سپينه ورځ  د هغه موټر غلا کړ او سپرلۍ يې لوټ کړې.

هغه وويل: «له هغوی [سپرليو] څخه يې پيسې او آن د يو شمېر جامې واخيستې»

عبدالمحمد د خانشين ولسوالۍ قوماندانۍ ته عريضه وکړه ، خو تر اوسه کوم ګام پورته شوی ندی.

يو بل سړي آی ډبليو پي آر ته وويل، يوه مياشت دمخه د هغه څوارلس کلن ورور يو امنيتي شرکت برمته کړی و.

هغه وويل: «ماته پته ده چې کوم امنيتی شرکت زما ورور تښتولی دی، خو که د هغې نوم مې واخيست، نو وبه وژل شم.» 

په دې اړه د هغه هلو ځلو کومه نتيجه ورکړې نده.

نوموړی وويل: «هيڅوک ماته رښتيا نه وايي. ځينې وايي هغه يې وژلی دی. ما ټولو امنيتي ارګانونو ته خبر ورکړی، خو هغوی داسې نه انګيري چې دا به ګوندې د هغوی دنده وي.»

د ۲۰۱۰ کال د اګست په مياشت کې ولسمشر کرزي لارښوونه وکړه چې د کال تر پايه بايد ټول خصوصي امنيتي شرکتونه و تړل شي. هغه، هغوی د رڼا ورځې غله او د تورې شپې ترهګر وبلل او په افغانستان کې يې نړيوالو موسسو ته په ټينګه وويل چې له دې شرکتونو سره د کار قرارداد  لاسليک نه کړي.  

هغه وويل، افغانستان يوه اردو او يو پوليس لري. له هغوی سره موازې څلوېښت  زره کسيز خصوصي ځواک ته هيڅ اړتيا نشته چې د حکومت له کنترول څخه بهر کارکوي.

تر اوسه په افغاستان کې  ۵۷ شخصي شرکتونه تړل شوي، چې پنځه هغه يې  په حکومتی لوړ پوړ چارواکو پورې اړه لري. له هغې سره سره څلوېښت يې لا اوس هم فعاليت کوي.

د ۲۰۱۰ کال وروستۍ نېټه د ۲۰۱۲ کال مارچ ته وغورځول شوه. اوس ولسمشر موافقه کړې چې نوموړي شرکتونه کولای شي د ۲۰۱۳ کال تر سپتمبر پورې فعاليت وکړي.

د هلمند په ولايت کې د امنيې قوماندان محمد حکيم انګار وويل، هغه له هغو ناوړو کارونو څخه خبر دی، چې د خصوصي شرکتونو کارکوونکي پرې تورن دي او په ځانګړي ډول د خانشين او ګرمسېر ولسواليو په اړه خورا اندېښمن دی.  

خو سره له هغه چې د آی ډبليو پي آر مرکه شوو خلکو پوليسو ته د موضوع په اړه د شکايت خبرې کولې، خو انګار وويل تر اوسه داسې کوم شکايت نه دی ور رسېدلی چې پر بنسټ يې ګام پورته کړي. 

هغه وويل: «خلکو موږ ته د نوموړو افرادو په اړه شکايتونه کړي دي، خو داسې کوم ليکلي څه يې نه دي وړاندې کړي چې له مخې يې رسمي اقدام وکړای شو. موږ زيارباسو د افرادو د فعاليتونو مخه ډب کړو چې ناقانونه وسلې ګرځوي، د خلکو شتمني لوټوي او غلاوې کوي.»

 په ګرم سېر کې د سردار ولي په نامه يو ځايي استوګن د پوليسو د مشر ادعا رد کړه، ويې ويل د هغو وسله والو افرادو د مخنيوي په اړه هيڅ ګام نه دی پورته شوی، چې ځانونه تر قانون لوړ بولي.  

هغه وويل: «يا دا چې امنيتي کارکوونکو ته هغوی پيسې ورکوي، ترڅو ځانونه غلي ونيسي  او يا داچې د هغوی په وړاندې د کوم کار د سرته رسولو وس نه لري.  د يو انسان وژل ددې خصوصي امنيتي بې لارو کارکوونکو ته هيڅ  معنا نه لري.هغوی پوهيږي داسې حکومت نشته چې له هغوی څخه پوښتنه وکړي.»    

په هلمند کې د امنيتي موضوعګانو تر ټولو لوړ پوړي مسؤول چارواکي، کمال الدين شېرزي ټينګار وکړ چې که څوک چارواکو ته د مرستې په موخه ورغلي وي، نو مرسته يې ورسره کړې ده.

هغه وويل: «موږ تل داسې [ښکېل] افراد پيدا کوو او وسلې ترې اخلو.»

هغه په هلمند کې د يو لړ جرمونو، لکه غلاوو، لوټمارۍ او سړي تښتونو د سرته رسولو  پړه پر افغاني خصوصي شرکتونو واچوله.

شېرزي وويل: «هغوی له تړون څخه سرغړونه کوي. که هغوی ته د پنځوسو ساتونکو اجازه ورکړ شوې وي،  له سلو زيات ساتونکي استخداموي. که کله ناکله هغوی له اجازه ورکړ شوې وسلې څخه زياته وسله وګرځوي، نو ترې اخلو يې.»      

په هلمند کې د يو خصوصي امنيتي شرکت رئيس د نامه د نه ښودلو په شرط وويل، چې د هغه هيڅ  يو فرد له ولسي خلکو سره بد چال چلن نه دی کړی.

د نوموړي شرکت خاوند د يو سلو پنځوس وسله والو او له اوياوو څخه د زياتو موټرو په لرلو ښه کاروبار لري او په هغه ولايت کې مېشتو نړيوالو سرتېرو ته خوراکي توکي او نور اکمالات لېږدوي.

د هغه يوازنی شکايت له حکومتي کارکوونکو څخه و، چې د بډو د ترلاسه کولو په موخه پر امنيتي شرکتونو ناوړه  تورونه پورې کوي.

هغه وويل: «زيات شمېر چارواکی له موږ څخه پيسې اخلي. موږ هغوی ته تر سلو زرو ډالرو پورې ورکوو. که پيسې ورنه کړو، زموږ په وړاندې تبليغ کوي او ستونزې راته جوړوي.» 

د ناتو د سرتېرو لپاره د خدمتونو د سرته رسولوافغان خصوصي قرارداديان تر ځانګړي غور او ارزونې لاندې دي، ځکه هرځای داسې ګونګوسې اورېدل کيږي چې [امنيتي خصوصي] شرکتونه د [توکو او تجهيزاتو] د خوندي عبور او لېږدونې په وړاندې طالبانو ته د خپلې ګټې يوه برخه ورکوي.

په هلمند کې په خصوصي شرکت کې يو امنيتی ساتونکي آی ډبلی، پي آر ته د فساد د يوې بلې بڼې کيسه وکړه.

نوموړي ساتونکی، چې نه يې خپل او نه يې د اړوند امنيتي شرکت نوم واخيست، وويل: «موږ امريکايانو ته د تېلو ټانکرونه بدرګه کول. زموږ يو قوماندان په لاره کې په پټه د ټانکر له يو چلوونکي سره خبرې وکړې. هغوی ټانکر [له تېلو] تش کړ او تېل يې په يو بل خالي ټانکر کې واچول. وروسته يې ټانکر په يوې کندې کې چپه کړ او عکسونه يې ترې واخيستل. بيا يې د ټانکر [عکسونه] امريکايانو ته وښودل او ورته يې وويل چې ټانکر په لاره کې ټکر کړی دی. په دې توګه يې د ټانکر او د تېلو پيسې ترلاسه کړې.»  

نوموړي ساتونکي په پای کې وويل: «څه چې خلک وايې رښتيا دي. دا افراد د هر کار کولو وس لري.» 

Conflict
Frontline Updates
Support local journalists