په بادغیس ولایت کې شتمني تر ځمکې لاندې ده
ځايي خلک وایي، ارزښتناکه شتمني بېځایه لګیږي.
په بادغیس ولایت کې شتمني تر ځمکې لاندې ده
ځايي خلک وایي، ارزښتناکه شتمني بېځایه لګیږي.
د بادغیس ولایت چارواکي وايي چې د دغه ولایت د کاني زېرمو سترې سرچینې د اداري بې کفایتۍ او ناامنۍ له امله ضایع کیږي.
د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د مسو، اوسپنې، لارجوردو، سلفاټو، سلفرو، کرومیوم، مګنیزیوم او مرمرو د استخراج وړ سرچینې لاس ناوهلې پاتې دي.
باور دی چې په بادغیس کې د سکرو، پترولو، مرمرو او همدارنګه ګرانبیه او لږې ګرانبیه ارزښتمنې ډبرې موجودې دي.
نه یوازې د روانو جګړو له امله د دغو سرچینو استخراج سخت شوي دي، بلکې د سیمه ییزو چارواکو د وینا له مخې د زیات شفافیت له امله د حکومت له خوا، د کانونو د ایستلو د ټولو تړونونو تصوبېدلو دغه کار د پرمختګ له مخنیوی سره مرسته کړې ده.
د دغه شمال لویدیځ ولایت د کانونو سرپرست رئیس، محمد ناصر قدیري وویل، د جوند، آب کمري او بالا مرغاب ټولې ولسوالۍ د پترولو څاګانې لري. د هغه د ریاست د انجینرۍ ټیم هم په دې وروستیو وختونو کې په لامان کې د ډبرو سکرو، په مقر کې د ګچو او په قلعه نو کې د چونې کانونه په نښه کړي دي. روسي سروي کوونکو شل کاله دمخه په دغه ولایت کې د استخراج وړ ذخېرې په نښه کړې وې. په ۲۰۰۷ کال کې د متحده ایالتونو له خوا له منرالو نه په ډکو سیمو کې یوه ځانګړې سروې تر سره شوه. چارواکي وايي، هغه زېرمې چې لس کاله دمخه برسېره شوې وې، له غره څخه د یو کاڼې معنا لري.
قدیري وویل: «د بادغیس ولایت د منرالونو د زېرمو د سروي کوونکو د وینا له مخې تر اوسه یوازې د دغو زېرمو له شلو څخه تر دېرشو سلنه پورې ایستل شوي دي.»
طالبانو د هېواد له بېلابېلو برخو څخه له ناقانونه کان کیندنو څخه په ملیونونه ډالره عاید تر لاسه کوي. د بادغیس ولایت اوسیدونکي وايي، ګرانه بیه او ګران بیه ته ورته ډبرې لکه، لاجورد په ناقانونه ډول د آب کمري، قادس او د بالامرغاب په ځینو برخو او جوند کې استخراجیږي.
قدیري له دې سره موافق دی چې لا اوس هم د قیمتي ډبرو ناقانونه استخراج روان دی، خو د ارزښت یادونه يې ونه کړه.
قدیري وویل: «په بادغیس کې ناقانونه کېندنې پراخې او د پام وړ نه دي، خو ویل کیږي، چې ځايي خلکو د ودانیو د جوړولو لپاره په کیندنو کې یو شمېر قیمتي ډبرې رایستلې دي. دا ډبرې د پلورلو لپاره هرات ته وړل شوي دي.»
د بادغیس چارواکي شکایت کوي چې د کانونو په کندلو کې د لا شفافیت ډاډ د دغه بهیر مخه ډب کړې ده.
کابل حکومت په ۲۰۱۶ کال کې وپتېله، چې د افغانستان اقتصادي عالي شورا او د ملي تدارکاتو کمیسیون په ملي کچه د کانونو د استخراج ټول قراردادونه تصویب کړي. داسې بریښې چې دغه کار د بهیر له ورو والي سره مرسته کړې ده.
د کانونو او پترولیم وزارت خبر ورکړی و چې په ۲۰۱۷ کې يې شاوخوا ۸۶ ملیونه امریکايي ډالره تر لاسه کړي دي، چې د تېر کال په پرتله ۱۹ ملیونه ډالره زیات دي. سره له دې چې په ۲۰۱۷ کال کې هیڅ کوم لوی قرارداد تړل شوی نه و.
قدیري وویل، د دغې پریکړې اغېز په بادغیس کې هم احساس شوی.
د ۲۰۱۶ کال په سپتمبر کې د رحماني غیبېتاني شرکت په مقر ولسوالۍ کې د ۹۷ ملیونو افغانیو په ارزښت د ګچو قرار داد تر لاسه کړی و. یوازې څو اوونۍ وروسته د ولسمشر د فرمان له مخې د نوموړې پروژې ټول کارونه ودرېدل. د رحماني غیبېتاني د شرکت استازي، غلام سخي شریفي تایید کړه چې له هغه مهاله وروسته کان نه دی استخراج شوی.
قدیری تایید کړه، ويې ویل: «له یوه قرارداد نه پرته چې لاسلیک شو، خو پلی نشو، د ۲۰۱۶ کال راهیسې، چې د ولسمشر د فرمان له مخې باید ټول قراردادونه د ملی تدارکاتو د کمیسیون اوعالي اقتصادی شورا له خوا تصویب او لاسلیک شی، د کانونو د ایستلو په اړه کوم تړون لاسلیک شوی نه دی.»
د کانونو او پترولیم د وزارت ویاند، عبدالقدیر مفتي وویل، د ۲۰۱۶ کال مقرره د فساد په وړاندې یوه ستره مبارزه ده.
هغه وویل: «ټول دغه قراردادونه د یوې شفافې داوطلبۍ له لارې نه دي تېر شوي او شرکتونو پر هغې سترګې پټې کړي یا يې شرایط او د کانونو ایستلو قانون یې په پام کې نه دي نیولي.»
مفتي وویل، په دغه وزارت کې د قراردادونو د ارزولو لپاره پنځه کمېټې جوړې شوې او پایله يې د هغوی په ویب پاڼو کې خپریږي.
نوموړي زیاته کړه، که د قرارداد د شرایطو تاریخ تېر نشي، نو د بادغیس ولایت د ګچو د کان پروژه به له بشپړ تصویب وروسته پلې شي.
ټولې خواوې په دې ټکي موافق دي چې د افغانستان د کانونو سکتور د اقتصادی پراختیا مرکزي عنصر دی.
د کانونو او پترولیم پخواني وزیر، وحیدالله شهراني وویل، په دغه سکتور کې پانګه اچونه له بېوزلۍ څخه د هېواد د ایستلو لپاره د کلي حیثیت لری.
اقتصادی کارپوه، طارق عزیز له دې سره موافق دی، زیاتوي: «د کانونو استخراج به هم د بېروزګارۍ ستونزه هواره کړي او هم به مو د بودیجې د کسر مخنیوی وکړي.»
هغه وویل، افغانستان له اوږدې مودې څخه د خپلو سرچینو په اړه باثباته او متمرکزه تګلاره نه لري.
د تجربه لرونکو وزیرانو رد او بدل کېدو کومه مرسته نه ده کړې. د امنیت کاواکه کېدل هم د کانونو ایستل ستونزمن کړي دي.
عزیز وویل: «لومړی، له ټاکلې او مرتبطې ستراتیژۍ سربېره په هېواد کې د کانونو د استخراج لپاره سمو شرایطو ته اړتیا موجوده ده. سربېره پر دې، د ښه ریکارډ لرونکي لوی او فعال نړیوال شرکتونه باید هېواد ته راوبلل شي، چې وکړای شي د افغانستان کانونه او معدني مواد د امکان تر پولې په منلي ډول د ساینس او عصري تکنالوژۍ په کارولو استخراج کړي.»