په افغانستان کې د سيمه ييزو حکومتي ادارو د شفافيت غوښتنه

پر حکومتي وياندانوباندې په دندې کې د پاتې راتگ تور پورې شو.

په افغانستان کې د سيمه ييزو حکومتي ادارو د شفافيت غوښتنه

پر حکومتي وياندانوباندې په دندې کې د پاتې راتگ تور پورې شو.

Tuesday, 31 March, 2015

د آی ډبليو پي آر ليکنه

د آی ډبليو پي آر د مناظرو په لړيو کې د ويناوالو د وينا له مخې د افغانستان سيمه ييزو حکومتي ادارو ته پکار دي چې ډېر ژر له رسنيو سره خپل کار ورغاوي، ترڅو د شفافيت په اړه د خلکو اندېښنو ته ځواب ووايي. 

دا مناظرې د بلخ، بدخشان او دايکندي په ولايتونو کې جوړې شوې وې او داسې شکايتونه پکې واورېدل شول چې د ښاروالۍ وياندان د ځايي حکومت د فعاليتونو په اړه خلکو ته د معلوماتو په چمتو کولو کې پاتې راغلي دي. له دې امله د چارواکو او خلکو تر منځ واټن پراخ شوی. 

په افغانستان کې د رسنيو د ملاتړ د ناحکومتي ادارې «نۍ» مشر، نوراغا شريفي په مزارشريف کې مناظرې ته وويل، د حکومتي ادارو وياندان ناسم او نا تاييد شوي معلومات خلکو ته وړاندې کوي.

هغه وويل: «يو څه وخت دمخه يوه حکومتي وياند د ځانمرگي بريد پر ځاي د گازو د دبې د چاودنې خبر ورکړی و.»

په بلخ کې د مدني ټولنې يو فعال، فيروز ايسار زياته کړه، چې وياندان په «ټاکلو ډلو ټپلو پورې تړلي دي او د هغوی په گټو پسې گرځي.»

په شمال ختيځ کې د بدخشان د مناظرې ويناوالو وويل، د سيمه ييزو حکومتي ادارو د قانون او اجرااتو په اړه د معلوماتو تشه د خلکو د خپگان لامل کيږي.

د بدخسشان د اداري مرکز، فيض آباد د پوهنتون يوه استاد، امام محمد ساعي وويل، د معلوماتو په چمتو کولو کې پاتې راتگ ناوړه پايلې لرلای شي.

هغه وويل: «کله چې خلک ونه پوهيږي، حکومتي ادارې څه شی کوي، نو د هغو په اړه به ورته منفي نظر پيدا شي.»

د صديقي لعلزاد په نامه يوه ژورنالست وويل، چارواکي له شفافيت څخه ډډه کوي.

هغه وويل: «سيمه ييز چارواکي د رسنيو له قانون يا معلوماتو د لاسرسۍ له حق څخه خبر نه دي. له دې امله له رسنيو سره د معلوماتو په شريکولو کې مينه نه لري.»

په بدخشان کې د گل محمد تنها په نامه يوه ژورنالست وويل، د شفافيت دا نيمگړتيا په دې ولايت کې د خبريالانو په وړاندې ستره ننگونه ده.

د بدخشان د والي شاه ولي الله اديب وياند، احمد نويد فروتن ومنله چې د معلومات ورکړه يوه ننگونه ده.

هغه وويل: «د بدخشان ولايت د رسنيو په اداره کې يوازې يوه څوکۍ ده او په هغې کې زه کار کوم. زه نشم کولای د ولايت له اته ويشتو ولسواليو څخه ټول معلومات راغونډ کړم او د رسنيو په واک کې يې ورکړم.»

په دايکندي ولايت کې د «نسيم» په نامه د يوې خصوصي راډيو مشر، محد رضا واحدي وويل، سيمه ييز حکومت بېوزلی دی او وياندان زيار باسي په منفي معلوماتو برغولی (سرپوښ) کيږدي.

هغه وويل: «رسنيو ته هيڅکله هم د مهمو معلوماتو؛ لکه بودجې، حساب ورکولو يا فساد په اړه معلومات نه ورکول کيږي.»

واحدي يادونه وکړه، خبريالان په داينکدي کې معلومات له ځايي خلکو څخه راغونډوي، ځکه ناشوني ده چې له سيمه ييز حکومت څخه شمېرې او حقايق په لاس راشي. 

شېرمحمد انتظار، چې په دايکندي کې د ناحکومتي موسسو په استازيتوب خبرې کولې، وويل، دا لومړی ځل دی چې ورته معلومه شوه والي عبدالحق شفق کوم وياند لري. هغه وويل، په تېرو پنځو کلونو کې يې د وياند له دفتر څخه کوم خبرې کنفرانس، يا خبري پاڼه ليدلې نه ده.

د والي وياند، محمد انور قسيمي وويل، تېرکال يوازې اووه ورځې په دفتر کې و، ځکه له خپل آمر، سلطانعلي ارزگاني سره په لانجه کې لويدلی و، چې له هغه وروسته د والي په توگه وگومارل شو. 

قسيمي وويل: «له ارزگاني څخه وروسته دوه نور واليان دايکندي ته راغلي، خو تر اوسه مو کوم خبري کنفرانس نه دی جوړ کړی.» نوموړي زياته کړه، خپل ورځني کاري رپوټونه يې له ولس سره شريک کړي نه دي، خو په کابل کې يې د ولسمشر دفتر ته ليږلي.

 

Frontline Updates
Support local journalists