په افغانستان کې د نابينا ژورنالست په توگه ژوند
موفق خبري ايديتور او وياند پرمعيوبيت، تعصب او نهيلۍ لاسبرې شو.
په افغانستان کې د نابينا ژورنالست په توگه ژوند
موفق خبري ايديتور او وياند پرمعيوبيت، تعصب او نهيلۍ لاسبرې شو.
د آى ډبليو پي آر د خبريال، عبداللطيف سهاک ليکنه
ديارلس کاله پخوا سيد محمد يزدان پرست د پخوا په څېرد خپل ټولگي په وروستي کتار کې ناست و او ښوونکي ته يې کتل چې په توره تخته يې يوه هندسي دايره رسموله. يو ناڅاپه [د هغه له سترگو] د دايرې مرکزې ټکى ورک شو. هغه وانگيرل چې گوندې تباشير خراب دى.
بله ورځ نوموړى زده کوونکى تختې ته يو کتار مخکې کښيناست. په وروسته اتو ورځو کې هغه يو، يو کتار مخکې کېده، تر هغه چې لومړي کتار ته ورسېد. خو اوس ورته تخته نه معلومېده، پر هغې ليکلي شيان خو لا پرځاى پرېږده.
هغه آى ډبليو پي آر ته وويل: "وروسته پوه شوم، دا توره تخته يا تباشير نه و، چې روښانه نه وو، دا زما سترگې وې، چې ديد يې له لاسه ورکړى و."
درې ځله د درملولپاره ايران ته له تگ سره سره نوموړى تنکى ځوان په سترگو ړوند شو.
هغه وويل: "زما د ژوند ترخه خاطره هغه ورځ ده، چې ډاکټر مې پلار ته وويل سترگې مې نور ليدلاى نشي."
خو لس کاله وروسته يزدان پرست پر ړوندوالي برلاسى شو.
په داسې يو هېواد کې چې معيوبان د چا په ياد نه دي، دا وتلى او مشهور ژورنالست اوس د مزارشريف په ښا رکې د نهاد په نامه د يوې راديو د خبرې څانگې مشري کوي.
هغه خبرونه يادوي او څو، څو ځلې خبرونه اوروي. همدارنگه نوموړى په ملي کنفرانسونو کې د مزارشريف د ژورنالستانو استازيتوب کوي او تېره مياشت يې د معيوبانو د استازي په توگه د "سولې [په مشورتي]" جرگې کې ونډه واخيسته.
د نهاد راديو مسوول چلوونکي او د امتياز خاوند، نجيب الله پيکان وويل: "که چېرته مې د يزدان پرست پر ځاى بل کوم بينا سړى گومارلى واى، نو دومره ارام به نه وم. اوس د يزدان پرست په موجوديت کې د ارامۍ احساس کوم."
پيکان زياته کړه، يزدان پرست نه يوازې يو ښه ژورنالست دى، بلکې يو ښه وياند او اداره چي هم دى، هغه په ځانگړې توگه په سياست او تاريخ هم ډېر ښه پوهيږي.
د يزدان پرست د دندې چانس د ١٩٩٩ کال په اوږدو کې راويښ شو، چې کله يې په مزارشريف کې له راديو څخه واورېدل د کډوالو نړيواله موسسه له ړندو سره مرسته کوي. .
هغه وويل: "لومړۍ ليدنه مې ورسره وکړه او د بريل د ليک په زده کړه مې پيل وکړ. د يوې موسسې پيداکول زما د ژوند د ستونزو د هوارۍ يو پيل و."
د بريل د ليک له څلور مياشتنۍ زده کړې وروسته بېرته ښوونځي ته ستون شو او لا تر اوسه له [رسمي] وخت وروسته هلته زده کړه کوي. غواړي له فارغېدو وروسته حقوق ولولي.
يزدان پرست لا تر اوسه په عمومي محضر کې د تعصب په وړاندې مبارزه کوي. هغه وايي په لارو کوڅو کې د تېرېدو پر مهال ورته خلک نارې وهي.
هغه وويل: "زه له هغو خلکو څخه پوښتم، چې موږ ته ړانده وايي، يوه ورځ دې خپلې سترگې پټې کړي او په ښار کې دې وگرځي. نو هله به وپوهيږي، چې دا څه معنا لري."
د خلکو د ناوړه چلن له امله هغه دې ته وهڅېده چې د ژورناليزم دنده غوره کړي.
هغه وويل: "ما غوښتل خپل هغه غږ، چې تر دې دمه يوازې زما کورنۍ اورېدلى و، حکومت، خلکو او ټولنې ته ورسوم او هغوى پر هغه درد او خوږ پوه کړم چې معيوبان يې احساسوي."
د خپل واده په اړه يزدان پرست دا مني چې د سترگو له لارې خپله راتلونکې ماندينه نشي غوره کولاى.
هغه وويل: "زه ښکلا نشم پېژندلاى. يوازينۍ غوښتنه مې داده چې ماندينه مې درک کړي، ليک لوست يې زده وي او د نيکو اخلاقو مېرمن وي."
پلار يې سيدمحمد شاه، چې د مزارشريف په روغتون کې درمل جوړوونکى دى، وويل، کله چې يې زوى ديد له لاسه ورکړ، نو وډار شو چې په افغانستان کې د نورو ړندو په څېر له يوې تيارې راتلونکې سره مخامخ شو.
هغه وويل: "زه په دې سوچ کې وم چې زما زوى به د خپلې کورنۍ د اوږو بار شي، خو نن ورځ کورنۍ د هغه په اوږو بار ده، ځکه هغه له ما سره په کورني لگښت کې مرسته کوي. هغه زموږ د کورنۍ او خپلوانو د وياړ نښه ده. زه خپل زوى هيڅکه معيوب نه بولم. زما زوى په بشپړ ډول يو روغ او سالم وگړى دى."
کله چې له يزدان پرست څخه د هغه د خوږو او ترخو خاطرو په اړه وپوښتل شول، نو ويې ويل"ترخه خاطره مې د هغه ډاکټر خبره ده چې ماته يې ويلي و سترگې مې نه جوړيږي. ډېر خپه وم چې نور به هيڅکله توره تخته، ټولگيوال، مور وپلار، خويندې او ورونه ونشم ليدلاى."
"خوږه خاطره مې هغه ورځ پيل شوه چې د نهاد راديو د مکروفون شاته کښېناستم. ځکه له هغه راوروسته هرچا انگېرل چې هيڅ کار زما له وسې پوره نه دى. خو دادى ورته مې څرگنده کړه چې د هغوى په څېر کار کولاى شم."