په افغانستان کې د کليوالي ښځو د حقونو په اړه د گام پورته کولو اړتيا
له يو څه پرمختگ سره سره د [حقونو] برابرۍ د هېواد په ټولو سيمو کې يو شان وده نه ده کړې.
په افغانستان کې د کليوالي ښځو د حقونو په اړه د گام پورته کولو اړتيا
له يو څه پرمختگ سره سره د [حقونو] برابرۍ د هېواد په ټولو سيمو کې يو شان وده نه ده کړې.
په بلخ ولايت کې د آی ډبليو پي آر د مناظرې د گډون کوونکو د وينا له مخې پکار ده چې په ښاري او کليوالي سيمو کې د ښځو د حقونو تر منځ تشه ډېر ژر له منځه يوړ ل شي.
گډونکوونکو په ٢٠٠١ کال کې د طالبانو د رژيم له رانسکورېدو راوروسته د جنسيت په تساوۍ کې د ځينو عمده پرمختگ يادونه وکړه، خو دا يې هم وويل، چې دا پرمختگ په ټول هېواد کې يو شان نه دی.
د بلخ ولايت د ښځو د چارو رئيسې، شهلا حديد وويل، د تېرو څوارلسو کلونو د برياوو ساتل يوه ډېره مهمه خبره ده.
هغې وويل: «له ځينو ستونزو سره سره د ښځو په ژوندانه کې مثبت بدلونونه راغلي دي.»
د مدني ټولنې فعالې، زهرا محمدي په ورته ډول په برابرۍ کې پر ځينو پرمختگونو رڼا واچوله.
هغې د مناظرې گډون کوونکو ته وويل: «له پخوا څخه اوس د ښځو ژوند ډېر ښه دی. له ښځو سره د مرستو پروژې جوړې شوي چې د ښځو د ستونزو په لږولو کې کومک کوي. په بلخ کې د ښه امنيت له امله ښځو په بېلابېلو ډگرونو کې پرمختگ ګړی دی. هغوی وړيا زده کړې کوي، دندې لري او په سياسي او فرهنگي غونډو کې برخه اخلي.»
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسون په استازيتوب، تقي واحدي په يو لړ موضوعگانو کې د ښه والي له راتگ سره موافقت څرگند کړ.
هغه وويل: «موږ زده کړې او روغتيا ته په لاسرسۍ کې څرگند توپيرونه گورو. د ښځو سياسي او فرهنگي پوهې او معلوماتو وده کړې او د وينا ازادۍ هغوی هڅولي د خپلو حقونو په اړه پوښتنې وکړي.»
واحدي گوته وڅنډله، سره له دې دا برياوې د روان تاوتريخوالي او جگړې او د افغانستان په ښاري او کليوالي ژوندانه کې د اوسيدونکو ښځو تر منځ د بې شمېره توپيرونو د موجوديت له امله له گواښ سره مخامخ دي.
حديد زياته کړه: «موږ زده کړې او روغتيا څارنې ته په لاسرسي کې څرگند توپير وينو. د ښځو ټولنيز او سياسي معلومات ښه شوي دي او د بيان ازادۍ ورته د خپل حق د غوښتلو جرات ورکړی دی.»
واحدي گوته وڅنډله، خو بيا هم دا لاسته راوړنې د روانې جگړې او د ښاري ښځو او د افغانستان د لرې پرتو سيمو د اوسيدونکو ښځو د ژوندانه تر منځ د پراخو توپيرونو له امله له گواښ سره مخ دي.
د مناظرې يوه ځوانه گډون کوونکې، ١٣ کلنه مرسل له دې خبرې سره موافق وه.
هغې وويل: «موږ بايد يوازې د ښار حالت په پام کې ونه نيسو. د افغانستان په زياترو ولسواليو کې داسې ښځې شته چې هيڅکله ورته د زده کړې فرصت ورکړ شوی نه دی او اوس نالوستې پاتې دي. هغوی غواړي ليک لوست زده کړي. فکر کوم د دې هېواد نيمايي ښځو [له ٢٠٠١ کال را په دې خوا] يوه څه گټه لاسته راوړې، خو پاتې نورې لا تر اوسه ډېر بد حالت کې لري.»
د نفيسې روهين په نامه يوې محصلې او مدني فعالې مناظرې ته وويل، د طالبانو له سقوط وروسته ښځو په عام ډگر او اقتصادي ژوند کې پراخه ونډه اخيستې.
هغې وويل: «د روانې بې ثباتۍ له امله د ښځو حقونه د پرمختگ پرځای شاته درومي. د بېلگې په توگه، کله چې د مسافرو يوه ډله يرغمل ونيول شي، يا د کومې ښځې ستونی پرې کړای شي، امنيتي اندېښنې د ښځو په زړونو کې ويره او ډار رامنځته کوي.»
په افغانستان کې د حقوقپوهانو (مدافع وکيلانو) او د بشري حقونو ادارو د سرغړونو څارنې او همدارنگه حقوقي سلا مشورو ته ود ه ورکړې او د ښځو يو شمېر پناځايونه (د استوگنې خونې) يې جوړ کړي دي.
سره له دې دا خدمتونه په مساوي توگه د هېواد هرې برخې ته نه دي رسيدلي او د عامه پوهاوۍ کچه لا تر اوسه ډېره ټيټه پاتې ده.
روهين په دوام وويل: «ښځو تر اوسه پورې خپل حقونه ځکه تر لاسه کړي نه دي چې نارينه هغه نه پېژني. پکار ده دا حقونه نارينه گانو ته وښودل شي چې يې چمتو کړي. د بېلگې په توگه، هغوی ته د ميراث حق او مهر ورکړل شي. موږ داسې ديني عالمان هم لرو چې تر اوسه يې خپلو مېرمنو ته د هغوی مهر نه دي ورکړی.»
د دهدادي د ولسوالۍ د ښځو د شورا مشرې، زيبا صمدي وويل، ستونزه د معلوماتو له نشتوالی پرته نوره هم زياته ده.
هغې وويل: «نارينه نه غواړي ښځې پرمختگ وکړي. پر ښځو باندې په ډېره پراخه کچه تاوتريخوالی روان دی.»
هغې وويل، پخپلو سترگو يې دا ناوړه چال چلن ليدلی دی.
نوموړې وويل: «زورواکانو پر هغې حکومتي ځمکې گيډه اچولې، چې ما پرې د نجونو لپاره د يوه ښوونځي د جوړولو پلان درلود. همدارنگه هغوی زما شخصي ځمکه هم غصب کړه چې غوښتل مې پکې د ښځو لپاره يوه مدرسه جوړه کړم.»
روهين وويل، د جنسيت د تساوۍ په وړاندې له پرتو خنډونو سره سره بايد مبارزه پر مخ ولاړه شي.
نوموړې په دوام وويل: «که څه هم افغانستان يوه نارينه برلاسې ټولنه ده، خو که چېرته ښځې راټولې شي او ونه ډاريږي، نو موږ به پرمخ ولاړې شو. ښځې بايد شاته لاړې نشي.»