په افغانستان کې د دښمنانو وسله وال کول

په افغانستان کې د دښمنانو وسله وال کول

په افغانستان کې د آی ډبليو بي آر د خبريال، سيد رحمت الله عليزاده ليکنه

د کابل سويل ته ١٢٥ کيلومتره وړاندې پروت غزني ولايت، يو نا امن ولايت بلل شوی. د طالبانو ډلې په زياترو سيمو کې فعاليت کوي، زياتره پر پوځي پوستو بريدونه کوي او کاروانونو ته مورچلې نيسي.

له دې امله چارواکي په غزني ولايت کې مېشتو امنيتي ځواکونو ته پر عادي کچې سربېره زياته اندازه وسلې او مهمات ورکوي. 

چارواکي په دې نه پوهيږي چې د نوموړو وسلو زياته اندازه دښمنانو ته سپارل کيږي. کله ناکله دا وسلې د چنې له لارې پلورل کيږي. په داسې حال کې چې ځينې وختونه د طالبانو د بريدونو د مخنيوي په بدل کې  هغوی ته ډالۍ کيږي.  

د ولايتي شورا يوه غړي، حميدالله نوروزي آی ډبليو پي آر ته وويل، د دې ستونزې په اړه يو شمېر رپوټونه رارسېدلي دي. په دې کار کې د اردو په پرتله پوليس ډېر ښکېل دي.

د غزني مرستيال والي، محمد علي احمدي وايي، طالبانو ته رسېدونکي توکي زياتره ماشيندارې او همدارنگه موټرې، جنراټورونه او د لمر د انرژۍ تختې دي.

د ملي سيمه ييزو پوليسو ځايي همغږي کوونکي، خليل هوتک وويل، دا ناقانونه سوداگري په اندړو، آب بند، قره باغ او گيلان ولسواليو کې تر نورو سيمو ډېره پراخه ده. کلاشينکوفونه د ١٥ زره افغانيو [٢٦٠ ډاره] په وړاندې پلورل کيږي.

په غزني ولايت کې د پوځي څارنوالۍ مشر، ډگروال محمدحنيف وايي د هغه ادارې د ده يک په ولسوالۍ کې درې پلټنې کړي دي. د هغه ځای پر پوليسو دا تور دی چې خپلې وسلې او مهمات طالبانو ته ورکوي او د تالاشۍ پوستې هغوی ته سپاري.

سيد رحمت الله عليزاده په غزني ولايت کې د آی ډبليو پي آر له خوا يو روزل شو خبريال دی.

Afghanistan
Conflict
Frontline Updates
Support local journalists