مخالفان د پستو له تولیداتو څخه گټه اخلي

د غرونه لمنې د مخالفانو د ډلو خوندي ځایونه دي.

مخالفان د پستو له تولیداتو څخه گټه اخلي

د غرونه لمنې د مخالفانو د ډلو خوندي ځایونه دي.

The precious natural resource is being exploited by armed groups. (Photo: Justin Sullivan/Getty Images)
The precious natural resource is being exploited by armed groups. (Photo: Justin Sullivan/Getty Images)

د افغانستان د پستو د لویو ځنگلونو کور، د شمال لویدیځ ولایت، بادغیس اوسیدونکي گوته ځنډي چې وسله والې ډلې او طالب جنگیاليو طبیعي ارزښتمنې سرچینې تر خپل کنترول لاندې راوستي او اوس د پستو له پلورلو څخه ملیونونه ډالره تر لاسه کوي.

د نوموړي ولایت د پستې ځنگلونو ته د سیمې استوگن د یوې سترې سرچینې په سترگه گوري او تر هغه ورته ټول سترگې په لار وي چې د ټولولو موسم يې نه وي رارسیدلی. وروسته د ټول حاصل یوه برخه حکومت ته ورکول کیږي.

دغه ځنگلونه یو مهال د بادغیس په ۹۵۰۰۰ هکټاره سیمه کې پراته وو، خو اوس د تېرو څلورو لسیزو را په دې خوا ۳۰۰۰۰ هکتارو ته راټېټه شوې ده.

د بادغیس ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي د دغه ارزښتمنو ځنگلونو د ویجاړتیا پړه پر ځايي زورواکو، وسله والو ډلو او طالبانو اچوي. عادی خلک هم د پستو ونې د سون د توکو لپاره وهي او د خامې پستې د ټولولو او د پستې د شول له پیل کېدو ډېر دمخه حاصلاتو ته زیان رسوي.  

د بادغیس ولایت د کرنې، اوبو لگولو او مالدارۍ په ریاست کې د طبیعي منابعو د څانگې مشر، احمدعرفان وویل: «د هغه سروې له مخې چې په ۲۰۱۳ کال کې د دغو ځنگولونو په اړه سر ته رسېدلې، د شاوخوا ۶۰ ملیونو ډالرو په ارزښت د پستې ۳۳۷۵۰ متریک ټنه حاصل تر لاسه شوی و. اوس د پسې عواید د کال ۴۵ ملیونو ډالرو ته رالويدلی دی. دغه پیسې عموما د مخالفانو او وسله والو ډلو جیبونو ته ځي.»

د عرفان د وینا له مخې په سیمه کې څه دپاسه ۶۰ ټولیزه شوراگانې او د ځنگولونو ۹۰ تنه ساتونکي موجود دي، درې پر څلور برخې ځنگلي سینه د کرنې د ریاست له کنترول بهر ده. هغه وویل،  د پستې د ځنگلونو د ساتنې او گزمې لپاره لږ تر لږه ۱۸۰ تنه ته اړتیا شته.

ځايي خلک تاییدوي چې د پسرلي په موسم کې د غاتولو په گلانو ښکلي شوي غرونه د نوروز په ورځ د رخصتس پر مهال د مخالفانو لپاره خوندی ځایونه دي.  

د مدني ټولنې فعال، عبدالرازق صدیقی وویل: «پروسږکال چې کله زموږ خپلوان د پستې د ټولولو د موسم پر مهال ځنگلونو ته لاړل، له مخالفانو سره مخ شول. مخالفانو پر هغوی ډزې وکړې او د پستې ټولولو ته يې پرې نښودل.»

د بادغایس پسته، چې د هغې د ښایسته گل له امله ستایل کیږي، عموما د هرات د سوداگرو له خوا پېرودل کیږي او وروسته هند، ایران او آن اروپا ته صادریږي.  

نوموړې مېوه معمولا د جون او جولای (غبرگولی - چنگاښ) په میاشتو کې احیستل کیږي. یوه لسیزه دمخه د پستې د پخېدو پر مهال د پستې ټولېدل [شول] د یوې قومي غونډې له لارې اعلانېده. اوس ځايي چارواکي وايي چې پسته له وخت څخه دمخه ټولیږي او په دې توگه تر ډېره وخته نه پاییږي.

د پستې ټولوونکي خلک باید د هرو ۹۶ کیلوگرامه پستې په سر اته کیلوگرامه پسته حکومت ته محصول ورکوي. ځايي چارواکي وايي، د تېرو شاوخوا پنځو کلونو راهیسې خلک دغه محصول د حکومت پر ځای طالبانو ته ورکوي.

د پستې طبیعي ځنگلونه په هرات کې د کشک کهنه او رباط سنگي له ولسوالیو څخه د ترکمنستان تر پولو پورې پراته دي. په بادغیس کې د پستې ځنگلونه د آب کمري، مقر او قادس ولسوالیو څه ناڅه ټولې برخې نیسي.

د بادغیس اوسیدونکي وايي، ۴۰۰ – ۸۰۰ کیلو گرامه سپینه شوې پسته یو مهال تر لسو ډالرو پورې پلورل کېده. اوس يې د کمښت له امله همغه اندازه د ۲۰ ډالرو په وړاندې پلورل کیږي.

د افغانستان ځنگلونه په ۱۹۷۸ کلونو کې د کمونستانو تر کودتاه دمخه ډېر ارزښمن طبیعي منابع گڼل کېده، چې د «شین کنډک» په نامه یو شمېر ځانگړي سرتېري د هغې ساتنې او محافظت ته گومارل شوي وو. اوس هم خلک غوښتنه کوي چې د پسنتې د ساتنې لپاره دې همغه راز تدابیر ونیول شي.

د بادغیس ولایت د کرنې پخواني رئیس، حفیظ الله وویل، د قانون د واکمنۍ نشتوالي او روانې جگړې د مخالفانو لاس بر کړی او د پستو د ځنگلونو حاصل په خپله راټولوي.  

حفیظ الله وویل: «تر ټولو ښه لاره داده چې حکومت د پستو د ځنگلو کنترول په خپل لاس کې واخلي، د هغې ساتلو ته په وسلو سمبال پوځي واحدونه هلته وگوماري. حکومت ته پکار ده جې د دغه کار لپاره عملي گامونه واخلي.»

د بغلان ولایت د ځمکې د خپلواکې ادارې رئیس، عبدالرازق درویشي له دې سره موافق دی چې پر دولتي ځمکو وسله والو ډلو پر بشپړ ډاډ او مصونیت گېډه اچولې ده.

ځايي داړه ماران، زورواکان او طالبان د ولایت د پستو څه ناڅه اتیا سلنه ځنگلونه او وښیاڼه په لاس کې لري. یوازې ۴۰۹۶۸ هکتاره ځمکه بېرته تر لاسه شوې ده.

درویشي وویل، د ۹۰۰۰۰ هکتاره وښیاڼې له جملې څخه له شله سلنې کمه د حکومت په لاس کې ده.

هغه د چا خبره د افغانستان د ځنگلونو قانون په څرگنده وايي چې د دولتي ځمکې پلورل او پېرودل او همدا رنگه د ونو وهل جرم گڼل کیږي.  سرغړوونکي د بند پر سزا محکومیږي.

عرفان وویل، په تېرو دوو کلونو کې يې ۹۰۰ تنه مجرمان پولیسو ته ورپېژندلي دي. امنیتي چارواکو وویل، ۱۲ تنه په ۲۰۱۷ کال کې بندیان شوي دي.

د بادغیس د پولیسو د قوماندانۍ مرستیال، غلام سرور حیدري وویل: «په ۲۰۱۷ کال کې موږ ته د کرنې له ریاست څخه  ۴۸ شکایتونه رارسېدلي، چې ۱۲ تنه اشخاص په آب کمري او مقر کې د پستې د ونو د وهلو او له وخت څخه د مخه د پستې د ټولولو په تور نیول شوي دي.»

هغه وویل: «د امنیت د نشتوالي او د وسله والو مخالفانو له خوا د ځنگلونو د کنترول له امله موږ د نورو خلکو په نیولو نه یو بریالي شوي.»

د بادغیس د استیناف د محکمې رئیس، احمدجان عزیزي وویل، په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۷ کلونو کې مو د ځمکې د غصب د دوو پېښو په اړه معلومات تر لاسه کړي دي.

هغه وویل، د لومړې قضيې تورن ته د بند شپږمیاشتې سزا اورول شوې او دویم تن ته له هغه وروسته برائت ورکړل شو چې ځمکه يې بېرته خپلو اصلي خاوندانو ته وسپارله.

نور خلک نه مني چې مخالفانو د بادغیس د ځنگلونو گنترول په لاسس کې اخیستی دی.

د بادغیس د والی ویاند، شرف الدین مجیدي وویل: «د پستې توله سیمه د دولت یا د حکومت تر کنترول لاندې ده.»

هغه دا خبره ومنله چې د پستې د ټولولو په موسم کې په سیمه کې د طالبانو شتون زیاتیږي او هر کال د پستې زیات حاصلات تر لاسه کوي. مجیدي وویل، په پام کې ده چې په راتلونکي کال کې د زیاتو امنیتي ساتونکو په گډون غصب شوې ځمکه بېرته تر لاسه کړو او نوې نیالگي کېنوو.  

Frontline Updates
Support local journalists