معاش د څه شي لپاره گرځول کیږي؟

د ملکي خدماتو کار کوونکي مرستندویه پروژو ته د پیسو په ورکولو خپه دي.

معاش د څه شي لپاره گرځول کیږي؟

د ملکي خدماتو کار کوونکي مرستندویه پروژو ته د پیسو په ورکولو خپه دي.

په پروان کې دولتي کار کوونکي شکایت کوي چې له معاشونو څخه يې د سیمه ییزو پراختیايي پروژو په نامه پیسې گرځول کیږي، خو هیڅ معلومات نه ورکول کیږي چې دا پیسې چېرته او څنگه لگول کیږي.

له سیمه ییزو حکومتي کارکوونکو، ښوونکو او د پولیسو له افسرانو ټولو څخه د ۲۰۱۲ کال څخه را په دې خوا هره میاشت د یوې ورځې معاش جبري گرځول کیږي.

لومړنی معاش د جون له ماشتې څخه پیلیږي، چې له ټولو ۱۲۰۰۰ کارکوونکو څخه د یوې ورځې معاش د جبل السراج د تاریخي ماڼۍ بیارغاونې لپاره گرځول کیږي.  

دغه ودانۍ چې اصلا سراج الامسار (؟) نومیږي، د افغانستان د پخواني پاچا، امیر حبیب الله خان په لارښوونه په ۱۹۰۷ کال کې جوړه شوې ده. وروسته بیا په ۱۹۹۸ کال کې د طالبانو له خوا ویجاړه شوه.   

د دغه معاش له گرځولو وروسته د ۲۰۱۶ کال په اکتوبر کې ځايي چارواکو له همدغه میتود څخه په گټه اخیستنې ۴۰۰۰۰۰ افغانۍ  راټولې کړې او د پروان د فوټبال له لوبغاړو سره يې مرسته وکړه. د راتلونکي کال د نومبر په میاشت کې هغوی په ورته ډول ۲۵۰۰۰۰ افغانۍ  د بدخشان د ځمکې د ښویېدو له قربانیانو سره د مرستې لپاره راټولې کړې.

د پروان ولایت د پوهنې د ریاست کارکوونکي، ۳۸ کلن حکمت الله وویل، د لومړۍ کسر له امله زیاته شخړه راپیدا شوه. هغه وویل، هغه باور نه لري چې د ودانولو کوم کار دې په تاریخي ماڼۍ کې سر ته رسیدلی وي.

هغه وویل: «ما ته هره میاشت ۱۰۰ ډالره معاش راکول کیږي. زما د یوې ورځې څلور ډالره معاش د جبل السراج د ماڼۍ د جوړولو لپاره گرځول شوې. خو د بیارغاونې پلان تر اوسه جوړ شوی نه دي.»

هغه وویل، که د جبل السراج په بیارغولو کار وشي، نو له خپل معاش څخه به د پیسو په گرځولو انتقاد ونه کړي.

حکمت الله وویل: «زه یو حکومتي مامور یم، په دې نه یم خوشاله چې په زوره راڅخه معاش وگرځول شي. مخکې تر دې چې معاش راته راکړل شی، پیسې يې راڅخه گرځولې وې. که معاش يې ماته راکړی وای، نو هیچا ته به مې د پیسو د گرځولو اجازه نه وای ورکړی.»

عطاءالحق، چې د پروان  ولایت د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معیوبانو په ریاست کې کار کوي هم وویل، د معاش په گرځولو خوښ نه دی.

نوموړي پنځوس کلن وویل: «زما  د یوې ورځې معاش لس ډالره دی. په دغه پیسو کولای شم خپل گرځنده تلیفون ته کرېدت کارت واخلم، هغوی مې دا پیسې له معاش څخه وگرځولې.

د پروان د پولیسو د قوماندانې د مالي او اداري چارو مسؤول، خواجه محمد ولي هم د دې پخلی وکړ چې د جبل السراج شاهي ماڼۍ د بیاودانولو لپاره يې د ۲۰۱۲ کال د جون په میاشت کې له دوه زره کارکوونکو څخه له څلورو څخه تر لسو ډالرو پورې گرځولي دي.

د هوفیان شریف د هلکانو د ثانوي ښوونځي سرښوونکي، محمد خالد بیان وویل، له هغه څخه هم یوه ورځ معاش گرځول شوی دی. سره له دې چې د ۲۵ کلونو را په دې خوا په دغه پوست کې کار کوي، وايی، رسما يې په اړه شکایت نه دی کړی. بیان وویل، سیمه ییز حکومت تر دې کچې مفسد دی، هیله نه لري چې اندېښنې به يې څوک جدي وبولي.    

د ملکي خدماتو د کارکوونکو له ښکاره خپگان سره سره حکومتي چارواکي په ټینگار وايي چې په اړه يې پخوانی تړون موجود دی.

د پروان ولایت مرستیال، اقا شاه ولي شهید وویل: «د جبل السراج ماڼۍ د افغانستان یو مهم تاریخي یادگار دی. ټول اوسیدونکي او حکومتي کارکوونکي د دغه یادگار د بیارغاونې گډ مسؤولیت لري. باید د هغئ د بیارغاونې له کار څخه غاړه ونه غړوي.»

هغه وویل، د ملکي خدماتو کارکوونکي، چې د دغه بهیر په اړه اندېښمن وي، باید له ولایتي چارواکو څخه پوښتنه وکړي.

د پروان ولایت د اقتصاد د ریاست رئیس، مسیح الله هاروني وویل، له هغه سره معلومات نشته چې گرځول شوې پیسې څنگه لگول کیږي.  

هغه وویل، په پروان کې د ودانۍ د جوړولو د قرارداد کوونکو دنده ده چې د هغه ادارې ته معلومات ورکړي. هغوی ته تر اوسه د جبل السراج د ماڼۍ د بیارغاونې په اړه کوم معلومات نه دي چمتو شوي.

د اطلاعاتو او فرهنگ رئیس، عبدالوحید هاشمي وویل: «موږ له چا څخه په زور پیسې نه دي گرځولي، یوازې د هغوی په خوښه او د پروان د پخواني والي، عبدالبصیر سالنگي په امر گرځول شوي دي.»

هاشمي زیاته کړه، په دې لاره د پیسو د ټولولو پرېکړه والي نیولي او د هغوی اداره په دې کې هیڅ رول نه لري.

سالنگي آی ډبلیو پی آر ته وویل، هغه دا نوښت په ۲۰۱۲ کال کې د پیسو د راټولولو د پراخ کمپاین د یوې برخې په توگه پیل کړ چې ځايي سوداگر او د کسب او کار خاوندان پکې شامل دي.

هغه وویل، یو شمېر پانگه والو ونشو کړای چې له بیارغاونې له بهیر سره د مرستې په اړه خپلې ژمنې پوره کړي.  

د جبل السراج ماڼۍ د بیارغولو لپاره د پروان د ښاروالۍ راټولو شوو دوو ملیونو اووه سوه زره افغانیو په اړه څه څرگنده نه ده.  

د پروان د ماليې رئیس، گلبدین میرزايي وویل: «د جبل السراج د ماڼۍ لپاره ټولې شوې پیسې د پروان ولایت د افغانستان بانک نماینده گۍ ته انتقال شوي دي.»

د پروان ولایت د افغانستان بانک د نماینده گۍ رئیس، سید علم صافي وویل: «د پروان ولایت د ملکي خدماتو د کارکوونکو د یوې ورځې میاشتې راټول شوی معاش د پروان د مالي ریاست له خوا د افغانستان بانک څانگې ته انتقال شوی، خو وروسته په عزیزي بانک کې یو بل حساب ته، چې (عواید مستوفیت) نومیږي، انتقال شوې.»

محمد الله محبت یار د جبل السراج د ماڼۍ د ودانولو د قرار داد کوونکي شرکت، «بهار ارزو» استازی دی.

هغه وویل، هغوی ته د دوه عشاریه اوو ملیونو ټولو شوو افغانیو له جملې څخه یوازې یو عشاریه اووه ملیونه افغانۍ  رسیدلي دي.

د پروان سیمه ییزو چارواکو دا ادعا ونه منله او ويې ویل، ټولې راټولې شوې پیسې تحویل شوي دي.

Frontline Updates
Support local journalists