له افغان شاعرانو څخه وغوښتل شو چې د سولې تامين ته کار وکړي

ادبياتو ته په داسې يوه سترگه کتل کيږي چې کولای شي له جگړې څخه د مخ اړولو لپاره ټولنه وهڅوي.

له افغان شاعرانو څخه وغوښتل شو چې د سولې تامين ته کار وکړي

ادبياتو ته په داسې يوه سترگه کتل کيږي چې کولای شي له جگړې څخه د مخ اړولو لپاره ټولنه وهڅوي.

Thursday, 26 February, 2015

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر ليکنه

په روانه مياشت کې د آی ډبليو پي آر له خوا په جوړو شوو مناظرو کې واورېدل شول چې شاعران او ليکوالان د افغانستان په سوله ييزې راتلونکې کې مهمه برخه اخستلای شي.

شاعري د افغانانو د فرهنگ يو مهم اړخ دی. ويناوالو د هلمند، کونړ او پکتيا ولايتونو په مناظرو کې وويل، ليکوالان بايد د يوې با ثباته ټولنې په رامنځته کولو کې ډېر ارزښمتن رول ولوبوي.

د ختيځ ولايت، کونړ د اطلاعاتو او فرهنگ رئيس، جنت گل فدا وويل، ليکوال پياوړی اغېز لري.    

نوموړي د فبرورۍ په ١٦ د ولايت په مرکز، اسعداباد کې د غونډې برخوالو ته وويل: «له شک پرته پخوا به زموږ ځينو شاعرانو او ليکوالو د سولې پر ځای جگړې او کرکې ته لمن وهله. په دې معنا چې ليکوال کولای شي ولس د سولې او يووالی لوري ته وهڅوي.»

د کاتب شاه کاتب په نامه يو ځوان ليکوال د هغه له دې خبرې سره يوه خوله و، ويل يي: «که چېرته يو شاعر خپله دنده په رغنده ډول سرته ورسوي، کولای شي د جگړې او تاوتريخوالي پر ځای خپل ځان او خلکو ته يو ښه چاپېريال رامنځته کړي.»

په ورته مناظره کې، چې د فبرورۍ د مياشتې په ١٥ نېټه په هلمند پوهنتون کې جوړه شوې وه، برخوالو وويل، ليکوال او همدا راز سياستوال کولای شي خلک د بياپخلاينې پر ارزښت وپوهوي.

د دغه سويلي ولايت د اطلاعاتو او فرهنگ د رياست مرستيال، فريد احمد فرهنگ وويل: «ښکلي متنونه او شعرونه چې د بشرپالنې او سولې پيغامونه پکې نغښتې وي، کولای شي د خلکو د فکر د بدلون لامل شي.»

فرهنگ وويل، ادبيات د خلکو پر تصور پراخ اغېز کوي. د هلمند د مدني ټولنې د ډلو استازی، عبدالستار ستوری له دغه نظر سره موافق و.

هغه وويل: «موږ کولای شو د شعر او نثر د کارولو له لارې د خپلې ټولنې غړي د جگړې له لارې راوگرځوو. زموږ خلک د ادبياتو د دغو بڼو په وړاندې ډېر حساس دي.»

د افغانستان د سولې د عالي شورا د ولايتي څانگې غړی، محمد داود فرهنگ وويل، «هغه څه چې قلم يې کولای شي، وسله او زور يې نشي کولای.»

د محمود په نامه د غونډې يو برخوال د دې نظر په اړه پوښتنه وکړه، چې آيا په رښتيا هم ادبيات د امنيت تامين سره مرسته کولای شي.

د هلمند پوهنتون استاد، سميع الله نصرتي په ځواب کې وويل، دا دواړه يو د بل بشپړوونکي دي.

نوموړي وويل: «د سولې معنا خوشحالي، سوکالي او نېکمرغي ده. ادبيات خوشحالۍ او نېکمرغۍ ته رنگ ورکوي.»

په پکتيا ولايت کې د فبرورۍ د ١٧ نېټې غونډې برخوالو له ليکوالو وغوښتل چې په بياپخلاينه کې په فعال ډول برخه واخلي.

ژورنالست او ليکوال نياز الله اصيل ځاځي وويل: «زموږ هېواد د جگړې د اور په لمبو کې سوځي. شاعران او ليکوال تر نورو ډېر له دې وضعيت څخه اغېزمن دي. له دې امله د هغوی ليکنې کولای شي خلک د سولې تامين ته وهڅوي.»

د فدا محمد باران په نامه يو ځوان شاعر له دې خبرې سره موافق و، چې لوړ احساسات هغوی دې ته راکاږي سولې ته د اړتيا په گډون د ټولنې په وړاندې پرتې ننگونې په خپلو ليکنو کې راونغاړي.

د مناظرې يوه برخوال، عمران حقمل وويل، ليکوال د موجودو امنيتي خطرونو له امله زياتره څرگندې وينا ته زړه نه ښه کوي.

هغه وويل: «موږ ډېرې بېلگې ليدلي چې شاعران او ليکوال گواښل شوي او زور پرې راوړل شوی چې دا لاره پريږدي.» 

 

Frontline Updates
Support local journalists