کورنۍ ناحکومتی موسسې تر نیوکو لاندې راغلې

یو شمیر موسسې ځانته په خدمت کولو تورنې شوې.

کورنۍ ناحکومتی موسسې تر نیوکو لاندې راغلې

یو شمیر موسسې ځانته په خدمت کولو تورنې شوې.

په پکتیکا ولایت کې د مدني ټولنې فعالان گوته څنډي چې ځینې محلي ناحکومتي موسسې د قانون ماتوونکو له شخصي کاروبار او سیاسي گټو پرته نور څه نه کوي.

هغوی ادعا وکړه چې ځینې مدني ټولنې د بشرپالنې کومه څرگنده اجیندا نه لري، خو یوازې د دې لپاره جوړې شوې دي چې مشران یې وکړای شي خايي حکومتي تصمیم نیونکي تر خپل فشار او اغېز لاندې راولي.

ځينو نورو فعالانو غوښتنه وکړه د دې لپاره چې هره موسسه خپل فعالیتونه په بشپړ شفافیت سرته ورسوي، باید حساب ورکولو ته اړ ایستل شي.

د پکتیکا د مرکز، ښرنې د ښار اوسیدونکي، ظریف امینزوی یادونه وکړه چې په پرمختللو ولسونو کې د مدني ټولنې ډلې په عمومي ډول د ټولنې د سوکالۍ لپاره کار کوي.

هغه وویل، په پکتیکا کې دا کار سرچپه روان دی، ځکه مفسد افراد یوازې د زور، نفوذ او لوړو معاشونو په لټه کې وي.

نوموړي آی ډبلیو پي آر ته وویل: «له بده مرغه، د پکتیکا د مدني ټولنې موسسې د سوداگرۍ بڼه خپله کړې. د دې لپاره چې هغوی خپله شخصي اجندا پر مخ یوسي، زیاتره د مفسدو، ناوړو او نالایقو چارواکو ملاتړ کوي.»

«که کله هم حکومتي ادارې د هغوی د اهدافو مخه ونیسي، د درواغو لاریونونه جوړوي او وايي، چې د هغوی د خلکو استازي دي. په هغه چا پسې منډي وهي چې په لاره ورسره ځي.»

د افغانستان د بشرپالنې گډه مالي منبع (Afghanistan’s Common Humanitarian Fund (CHF))، رئیس عبدالمالک شفق، چې ناحکومتی موسسو ته په بیړنیو حالاتو کې مرسته چمتو کوي، وویل، د واسطو د نه منلو له امله ورته د مرگ گواښونه شوي دي.  

نوموړي ای ډبلیپي آر ته وویل: «څو څو ځلې چې زموږ موسسې نوي کارکوونکي نیول، د مدني ټولنې غړو او مشرانو راڅخه غوښتنه وکړه چې د هغوی د کورنۍ غړي يا انډیوالان مقرر کړو.»

«کله ناکله راته گواښونه شوي که مقرر یې نه کړو، نو له ستونو سره به مخ شو. یو بل وخت یې ما ته د مرگ گواښونه وکړل، خو هیڅکه مو د هغوی غوښتنې نه دي منلي.»

د پکتیکا د ولایتي شورا غړی، وکیل بابري، چې د تېرو څلورو کلونو راهیسې د مدني ټولنې له ډلو سره کار کوی، له دې سر موافق دی چې د دغه ولایت ناحکومتي موسسې هغسې نه دي، چې باید وای.

هغه وویل: «دا حقیقت دی چې د مدني ټولنې زیاتره موسسې قصدا د حکومت یا زموږ د خلکو په خلاف کار کوي. د مدني ټولنې د موسسو یو شمېر داسې غړي شته چې آن نشي کولای د مدني ټولني سم تعریف درته وړاندې کړي، د موسسې موخه، خو لا پر ځای پریږده.»

د سرحوضې د کلي ځايي ځوانانو د ټولنې مشر، عبیدالله وویل،  یوې سمې کړنلارې ته بيړنې اړتیا لیدل کیږی.

هغه وویل، د یوې ناحکومتی موسسې د جوړولو لپاره نه اجازه لیک موجود دی او نه د هغوی د کار او فعالیت څارنه کیږي.

هغه وویل: «د مدني ټولنې دغه موسسې له اجازه لیک پرته رامنځته شوي دي او د پکتیکا له ولایت سره هیڅ مرسته نه کوي. دا موسسې د هغه چا له خوا جوړې شوې چې غواړي په حکومتي حلقو کې خپل نفوذ پراخه کړي. هغوی یوازې خپلو ځانونو ته کار کوي.»

نوموړي دوام ورکړ: «به زیاترو برخو کې هغوی کومه څرگنده موخه نه لري، خو یوازې د ملگرو او کورنۍ د غړو پر مقررولو تمرکز کوی. یوازې د گوتو په شمېر یې کولای شي ووايي د ولایت په کچه یې کوم مثبت او اغېزمن کار سر ته رسولی دی.»

د پکتیکا د اداري خپلواک رفورم او ملکي خدماتو رئیس، زمریالي وویل، خپل کارکوونکي یوازې اصولو ته د هغوی د وړتیا له مخې استخداموي.

نوموړي د داسې حالاتو یادونه هم وکړه، چې د نور ناحکومتي رئیسانو ورته د لږو وړتیاوو لرونکو خپلوانو د استخدامولو سبارښتنه کړې ده.

هغه وویل: «موږ د استخدام په بهیر کې تر فشار لاندې نه یو راغلي، خو داسې وخت راغلی چې د مدني ټولنې د موسسو د مشرانو له خوا ورته د خپلو خپلوانو یا ملگرو د شارټ لست کولو سپارښتنه کړي وي او یا دې په ازموینه کې ورسره مرسته وکړو. موږ هیڅکله د هغوی غوښاتنې په پام کې نه دي نیولي.»

د یو شمېر ناحکومتي موسسو رئیسان د شوکې او استثمار په وړاندې هیڅ راز ادعا نه مني.

نوید مخلص د سمسور ټولنې مشر دی چې ځوانانو ته د کاري فرصتونو د چمتو کولو په برخه کې کار کوي.

هغه وویل، د هغه موسسه په هیڅ ډول مفسده نه ده. د ده پر خلاف ټولې ادعاگانې د هغه د بدنامولو لپاره دي.

هغه وویل: «موږ تل خلکو ته کار کړی او خپلو فعالیتونو ته به دوام ورکوو.»

«موږ ډېره هڅه کوو چې په حکومتي ادارو يا نورو موسسو کې ځوانانو ته ځای پیدا کړو، په تېره بیا هغو ځوانانو ته چې لوړې زده کړې ولري. خو داسې خلک شته چې زموږ د فعالیتونه مخه ډب کړي.»

د سرحوضې د کلي اوسیدونکي. عبیدالله په ټینگار وویل، د هغو ادارو پېژندل پکار دي چې ښه کارونه کوي.

هغه وویل: «ځینې خلک وینې ورکولو ته خلک هڅوي، کوڅې مو پاکوي او یا ځوانانو او نجونو ته د زده کړې فرصتونه چمتو کوي، هغوی د ستاینې وړ دي، ځکه په خپلو کارونو کې بریالی دي.»

په ښرنه کې د یوې مدني ټولنې فعال، فیروزخان احمدي زیاته کړه، سیمه ییزې ناحکومتي موسسې باید له پامه ونه غورځول شی. «دا رښتیا ده چې د مدني ټولنې ځینې موسسې له خپل نفوذ څخه ناسمه گټه اخلي او یوازې شخصيٍ گټو ته کار کوي. باید په یاد ولرو نورې موسسې هم شته چې په امانتدارې او رښتیا کار کوي، تر څو له خلکو سره مرسته وکړي.»

Frontline Updates
Support local journalists