خبريالان د ټاکنو له څارلو بهر ساتل شوي و

چارواکي مطبوعات تورنوي او له امله يې يو شمېر خبريالان د رايو د ورکولو د بهير له ليدلو څخه بر برخې شوي دي.

خبريالان د ټاکنو له څارلو بهر ساتل شوي و

چارواکي مطبوعات تورنوي او له امله يې يو شمېر خبريالان د رايو د ورکولو د بهير له ليدلو څخه بر برخې شوي دي.

د اکتوبر په نهمې نېټې د افغانستان د ولسمشرۍ لپاره په لومړيو مستقيمو ټاکنو کې اصول څرګند وو، هغه خبريالان چې اجازه ليک يې تر لاسه کړى، اجازه لري، د رايو د ورکولو بهير وڅاري. خو په ځينو حالتونو کې د رايو ورکولو مرکزونو ته د افغاني خبريالانو د ورننوتلو مخه نېول کېده.


د کابل ښار سهيل لويديځ ، په واصل آباد کې د آی ډبليو پي آر يو خبريال، وحيدالله اماني ته، چې اجازه ليک يې تر لاسه کړى و، اجازه نه وه ورکړ شوې، په لوګريانو جومات کې د رايو ورکولو يو مرکز ته لاړ شي. اماني وويل: ((د رايو ورکولو د ستيشن څارونکي، محمد شفيع وويل، اجازه ورکړئ، چې ننوزي. خو يو پوليس، چې د امنيت د ساتلو دنده يې په هغه ځای کې سرته رسوله وويل: موږ ته د اوومې ناحيې مشر ويلي، چې يوازې د سياسي ګوندونو استازو ته د ننوتلواجازه ورکړو، نه خبريالانو ته.))


آی ډبيلو پي آر موضوع د اوومې ناحيې له مسوول سره وڅېړله او د رايو ورکولو مرکزونو ته د خبريالانو د نه ورننوتلو خبره يې تاييد کړه.


د پوليسو يو چارواکي، چې نه يې غوښتل ونومول شي، وويل: ((د ا منيت ددفتر يو استازي موږ ته وويل، خبريالان مه پرېږدې چې د رايو ورکولو مرکز ته ننوزي.))


د هندوکش د خبري آژانس يو خبريال، محمد داود دادرس هم د رايو ورکولو مرکز ته د ورننوتلو اجازه ليک تر لاسه کړی و. هغه غوښتل په درېمې کارتې کې د عبدالعلي مستغني په ښوونځي کې د رايو ورکولو له ستيشن څخه رپوټ چمتو کړي، خو د ورننوتلو اجازه ورکړ شوې نه وه. د دادرس د وينا له مخې د پوليسو يو چارواکي هغه ته وويل، " د ا منيت دفتر موږ ته وويل، چې خبريالانو ته اجازه ورنه کړئ.))


په کابل کې پر دغو پېښو برسېره په ولايتونو کې هم يو شمېر خبريالانو ته د رايو د ورکولو مرکزونو ته دورننوتلو اجازه نه وه ورکړ شوې. د کليد د مجلې يو خبريال پښتون آقا شيرزاد نه و پرېښوول شوى، چې د جلال آباد د ښوونکو د روزنې په موسسه کې د رايې ورکولو مرکز ته ورشي. شېرزاد وويل، امنيتي کارکوونکو هغه او يو بل خبريال د دروازې تر شا منتظر ودرول. يو سرتيرې وويل، چې هغوى ته امر شوى و، خبريالان بهر وساتئ.


د افغانستان د ژورنالستانو د خپلواکې ټولنې د موسسينو يو غړي، محمد ضيا بوميا ددې کار غندنه وکړه او هغه يې د وينا د آزادۍ مخالف کار وګڼلو. هغه وويل: "ما دا ستونزه د سر په سترګو وليدله. امنيتي ځواکونو (ځينو) خبريالانو ته اجازه نه ورکوله، چې د ټاکنو مرکز ته ورننوزي." بوميا وويل، چې د هغه ډله به په دې هکله د منځمهالې ادارې له مشر، حامد کرزي، د افغانستان د بشر د حقوقو کميسون، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې له څانګې (يوناما) او نړيوالو چارواکو سره راپورته کړي.


د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت وياند، لطف الله مشعل وويل، بېلا بېلو امرونو ښايي دغه خړپړتيا رامنځته کړې وي. خو هغه وويل، چې يوازې يو څو مرکزونو ته د خبريالانو د ورتګ مخه نيول شوې وه.


هغه وويل، لومړى د کورنيو چارو وزارت داسې اصول رامنځته کړي وو، يوازې د رايو ورکولو خاوندان دې مرکزونو ته د ننوتلو حق ولري، تر څو د رايو ورکولو بهير په ښه ډول پر مخ ولاړ شي. هغه وويل: "د ټاکنو مرکز ته له رايه ورکوونکو پرته د نورو خلکو نه پرېښوول يو اصل و." هغه زياته کړه: "له دې وروسته موږ يو بل امر صادر کړ، جې خبريالانو او کورنيو او نړيوالو څارونکو ته د رايې ورکولو مرکزونوته د ورننوتلو اجازه ورکړ شي، ترڅو د ټاکنو بهير وڅاري او خپل رپوټونه چمتو کړي. نوموړي زياته کړه: "له دې کبله چې موږ ونه شو کړاى دا پيغام په خپل وخت ټولو مرکزونو ته ورسوو، په ځينو ځايونو کې سرتېرو ګومان کاوه، چې خبريالان د ټاکنو مرکز ته له ورننوتلو منع شوي دي. دا کار يوازې په څلورو او يا پنځو مرکزونو کې پېښ شوى و. خو په نورو ځايونو کې خبريالان د رايې ورکولو مرکزونو ته تللي او رپوټونه يې چمتو کړي دي."


د ټولټاکنو د تنظيم د ګډې څانکې د مطبوعاتو د کميسون غړي، قطب الديت قيام وويل، ناوړه پوهاوى ښايي د پېښې د رامنځته کېدو لامل شوى وي. هغه وويل: "دا عمل (پر خبريالانو محدوديت لګول) زموږ له امرونو سره توپير درلود او که چېرته خبريالان کوم شکايت وړاندې کړي، نو موږ به يې ملا وتړو."


د ټولټاکنو د تنظيم د ګډې څانګې وياند، سيداعظم وويل: " کوم خنډ (دآزادو او عادلانه ټاکنو په وړاندې) زموږ له خوا نه و اېښوول شوى. ټولې ستونزې د امنيتي چارواکو له خوا رامنځته شوې وې."


تر اوسه کوم خبريال په رسمي توګه شکايت نه دى وړاندې کړى. د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت د معين، عبدالحميد مبارز د وينا له مخې : "د هغه وزارت تر اوسه کوم شکايت نه دى ترلاسه کړى."


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists