جعلى او ساختګى دواو د خلکو ژوند د خطر سره مخامخ کړيدىجعلى او ساختګى دواو د خلکو ژوند د خطر سره مخامخ کړيدى

حکومت د هغو بى احتياطه سوداګرو د مخنوى په هکله د بى وسى احساس کوىچz پر نادارو او ناروغو کسانو د بهر څخه راوړل شوي ارزانه ساختګى دواوى پلورى.

جعلى او ساختګى دواو د خلکو ژوند د خطر سره مخامخ کړيدىجعلى او ساختګى دواو د خلکو ژوند د خطر سره مخامخ کړيدى

حکومت د هغو بى احتياطه سوداګرو د مخنوى په هکله د بى وسى احساس کوىچz پر نادارو او ناروغو کسانو د بهر څخه راوړل شوي ارزانه ساختګى دواوى پلورى.

Thursday, 3 March, 2005

د ناروغانو ژوند د هغو ساختګى دواو له امله له خطر سره مخامخ شويدى چى په زيات کچ له هند، چين، پاکستان او ايران څخه افغانستان ته راوړل کيږى.


ساختګى دواوى چه د اصلى دواو په ډول ښکارى، د افغانستان په هر ګوټ کى په ډيره پيمانه موندل کيږى. يو زيات شمير نامتو دواوى په ساختګى ډول سره جوړى شويدي چى پکښى د ترکيب اصلى برخه کمه کړه شويده. په همدى دواو سره ناروغ نه جوړيږى، بلکى نور ئى هم ناروغه کوي.


افغانستان ته په زياته اندازه سره ساختګى دواوى د اصلى دواو د زياتى بيى او ډير غربت له امله راوړل کيږى. د مثال په ډول د معدى د انټى بايوټيک سپرو فلاکسين د لسو دانو ګوليو بيه (٧٠٠٠٠) افغانى ده او په پاکستان کى همدا ګولى په څه نا څه دوو امريکائى ډالرو پلورل کيږى، خو په افغانستان کى د هند لخوا همدا ساختګى جوړى شوي ګولۍ يوازى په (١٠٠٠٠) افغانى پلورل کيږي.


په افغانستان کى حکومت په همدى ستونځه ښه خبر دى، خو د نوموړى ستونځى د مخنوى په هکله د بى وسى احساس کوي. د عامه روغتيا په وزارت کى د دواو د څانګى مرستيال ميرزا محمد ايوبى د جګړى او سولى راپور د ورکونکى ټولنى ته وويل: د ايران او پاکستان سره پولى پرانستى پاتى دي او د حکومت په کنټرول کى نه دي.


نوموړى زياته کړه: د افغانستان د اړتيا وړ دواوى د بهر څخه د همدى دوو پولو له لارى راوړل کيږى او موئږ نه شواى کولاى چه د همدى دواو راوړل کنټرول کړو.


اوس حالت دومره خراب شويدى چه ځينى ډاکټران د ناروغانو څخه غوښتنه کوي چى د دواو د رانيولو څخه وروسته هغه دوى ته د کتلو دپاره وروړى. ډاکټر محمد دين ايمام زاده چى د جلدي ناروغيو متخصص دى، وويل: موئږ ناروغانو ته د دواو د ورکولو او د نسخى د ليکلو په وخت کى د ډير احتياط څخه کار اخلو.


د يو زيات شمير لويديځو هيوادونو برعکس، په افغانستان کى ناروغان خپلى دواوى د بازار څخه رانيسى او ډاکټران دواوى پخپلو کلينيکونو کى نه ساتي.


ايمام زاده وويل: موئږ د خپلو ناروغان څخه غوښتنه کوو چى د دواو د رانيولو څخه وروسته هغه دوى ته را وړى. نوموړي زياته کړه: که د دواو د کمپنى نوم د اعتبار وړ وي، نو موئږ هغه دواوى منو او که د کمپنى نوم ئى د اعتبار وړ نه وى، نو بيا و ناروغ ته وايو چه دواوى بيرته وروړي.


د کابل اوسيدونکي فيِض محمد وويل : چى ما خپل (١٤) کلن ورور د پښتورګو د درد له امله ډاکټر ته يوړ، خو د ورکړى شوى دوا د کارونى وروسته د هغه درد لاپسى زيات شو.


نوموړي زياته کړه: ما بيا د دوهم ځل دپاره هغه ډاکټر ته بوت، خوله بده مرغه دوا بيا هيڅ فايده و نه کړه او د هغه حالت ئى نور دومره ور خراب کړ چى نور د تګ نه وو او بلاخره مو په روغتون کى بستر کړ.


هغه ساختګى دواوى چه د چين او هند څخه راوړل کيږى، د اصلى دواو سره ئى توپير يو ګران کار دى.


د ځاځي شرکت رئيس عبدالخالق چه د چين څخه افغانستان ته دواوى راوړي، وويل: هغه چينائى دواوى چه په رسمي ډول را وړل کيږي، ډيرى ښى دواوى دي.


نوموړي زياته کړه: خو سوداګر چينائى کمپنيو ته بډى ورکوي چه د دوا ډبلى رنګين او ښايسته جوړ کړى او د دوا اصلى ترکيب ور کم کړى. هغه وويل: سوداګر دا ډول دواوى ارزانه رانيسى او بيا ډيره ګټه ور باندى کوى. نوموړي وويل: دا ډول دواوى په غير قانونى ډول سره افغانستان ته را وړل کيږى.


په کابل کى د پسران محسني درملتون مالک محمد داود وويل: د هرات او کندهار په ګمرکونو کى ماموران د هر ډول دواو که قانونى او يا غير قانوني وي د محصول په اخستلو خوښ دى.


نوموړي زياته کړه: په هرات او کندهار کى د عامى روغتيا مسؤل کسان د ساختګى دواو د معلومولو کوم تجهيزات نه لري، خو هغوى د بډى په اخستلو سره هر ډول دوا ښه معرفى کوى.


د ساختګى دواو برسيره، افغان سوداګر هغه اصلى دواوى چى د نړيوالو خيريه مؤسسو لخوا روغتونو ته د مرستى په ډول ورکړه شوى وى، د رشوت په ورکولو سره لاس ته راوړى او بيا ئى په بازار کى په ګټه پلورى.


د کابل يو دوا پلورنکى چى د خپلى پيژندګلوۍ د نه په ډاګه کيدو غوښتنه يي کوله، وويل: هغه تل د روغتونو څخه د نړيوالو خيريه مؤسسو لخوا ورکړه شوى دواوى لاس ته را وړى. نوموړي د جنګ او سولى ورکوونکى ټولنى ته وويل: موئږ د نړيوال سره صليب، بى پولى ډاکټرانو، يونيسف او نورو نړيوالو خيريه مؤسسو د مرستى دواوى رانيولاى او خرڅولاى شو.


هغه زياته کړه: ناروغان هم په روغتونو کى د نړيوالو مؤسسو ورکړه شوى دواوى په بازار کى په پټه خرڅوى.


د غيرقانونى دواو سوداګري د افغانستان د دواو جوړولو د صنعت د خراب حالت له امله را برسيره شوى. لس کاله وړاندىافغانستان خپل د اړتيا وړ دواوى جوړولى او هم ئى بهر ته صادرولى.


خو د (١٩٩٢) ميلادى کال کورنى جګړى همدا د دوا جوړولو صنعت پاى ته ورسوه او د طبي علاج په ډګر کى ئى دا ډول يوه خلا رامنځ ته کړه چى د هغى ډکول نور د حکومت له وسه وتلى خبره ده.


يو وخت په کابل کى د المان د هوخست د کمپنى يوى کارخانى (١٣٠) ډوله بيلابيلى دواوى جوړولى، خو نن نوموړى فابريکه يوازى لس ډوله دواوى توليدوى. د نوموړى کارخانى رئيس محمد امان ابراهيمى هغه ستونځى په ګوته کړى چى په همدا ډول زياته اندازه د دوى د دواو د توليد د کموالى سبب شويدى او و ئى ويل: موئږ په افغانستان کى يو بانکي سيسټم نه لرو، د المانانو دپاره دا يو ګران کار دى چى خپل خام مواد دلته راوړى او هم د جګړى له امله ټول متخصصين او کار پوهان بهر ته تللي دي، نو دهمدى امله زموئږ توليدات دومره را کم شوه چه اوس زموئږ کارخانه د بنديدو په حال کى ده.


نوموړي خبردارى ورکړ: که مقامات په افغانستان کى د ساختګى دواو د بازار په هکله جدى غور و نه کړى، نو د خلکو ژوند به د خطر سره مخامخ وى.


عبدالولى د کابل يو آزاد او خپلواکه خبريال دى.


Frontline Updates
Support local journalists