هزاره ګان د پوليسو سره په نښته

د هزاره ټولنى غړو د کابل په يوه ناحيه کى پر پوليسو وروسته له دى حمله وکړه چى افسران يي د يوى سيمه ايزه ميرمنى په تښتولو تورن کړل.

هزاره ګان د پوليسو سره په نښته

د هزاره ټولنى غړو د کابل په يوه ناحيه کى پر پوليسو وروسته له دى حمله وکړه چى افسران يي د يوى سيمه ايزه ميرمنى په تښتولو تورن کړل.

د کابل د يوى ناحيي چى اوسيدونکي يي هزاره ګان دي ، دا اوونۍ يي د سيمه اييزه پوليسو پر ضد مظاهرى وکړي، او غوښتنه يي وکړه چى د دوى د خپلى ټولنى افسران دى د سيمى د ګزمى لپاره وټاکل شي.


دا احتجاج د تيرى اوونۍ په پاى کى (د فبروري له ٢٨ څخه تر د مارچ تر لومړۍ نيټى) وروسته له هغه اخ او ډب راوپارول شو چى اوسيدونکو ادعا کوله، د کابل پوليسو هڅه کړى يوه ميرمن وتښتوي.


دا پيښه د کابل د لويديځى ناحيى دشت برچي په سيمه کى شوى چى اوسيدونکي يي په بشپړه توګه د هزاره ګانو له ټولنى دي. د ښار د پوليسو د ځواک ډيرى د پخواني شمالي ټلوالى تاجک توکمي دي.


د تيرو دوو لسيزو په کورنۍ جګړه کى نښتى او يوى او بلى ډلى ته وفداري اکثره بدله شوى، خو هزاره ګان د افغانستان په ځنيو برخو په ځانګړي توګه په کابل کى د نويمو کلونو د پيل او په اواسطو کى د مجاهدينو د واکمنۍ د پير ، له تاجکانو سره د ترخو جګړو خاطرى په ياد لري.


دا ناحيه چى د اوسيدونکو شمير يي ډير زيات دى يوه له هغو سيمو ده چى تيرکال پکښى د جرمونو او جناياتو کچ ډير لوړ و. پايله دا وه چى دوى اوونۍ وړاندى يوه جلا پوسته دلته جوړه شوه، خو هستوګني شکايت کوي چى د مجرمينو لخوا د جرمونو د ترسره کولو د مخنيوي لپاره دوى هيڅ هم نه دي کړي.


د وروستۍ پيښى د شاهدانو په وينا ، يوه ښځينه ښوونکي چى ماښام د کور په لور روانه وه د پوليسو له خوا ودرول شوه. هغى د مرستى لپاره چغى وهلى چى افسران غواړي هغه وتښتوي. نژدى دوکاندارانو د افسرانو مقابله وکړه او هوايي ډزى يي وکړي تر څو د دو ىمخه ونيسي.


راتلونکى سهار ، سيمه اييز خلک د پوليسو په سيمه اييز مرکز کى سره راټول شول. دوى د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل چى په زرګونو ملاتړى يي راجلب کړل. که څه هم د غرمى مهال د خلکو شمير لږ شوى و خو خبريال له ١٠٠٠ څخه زيات مظاهره کوونکي ليدلي و او دا تخميني شميره پوليسو هم تائيد کړى.


مظاهره کوونکو نارى وهلى :موږ امنيت غواړو. مړ ه دى وي نژادپرستي . مرده باد نژادپرستي. دوى غوښتنه کوله چى پوليس ته دى سزا ورکړ شي او ويل يي چى په دى ناحيه کى يوازى هزاره پوليسان غواړي.


يوه ٧٠ کلن اوسيدونکي سيد شمس الدين وويل: په لومړي سر کى د سيمه اييزه پوليسو ريس ژمنه وکړه چى هغه افسران به نيسي او ورته به سزا ورکوي چى په دغه پيښه کى لاس لري، خو بله ورځ يي مظاهره کوونکو ته سپکى سپورى وويل او دا يي هم وويل : موږ غوښتل چى هغه وتښتو، نو تاسى څه کولى شى؟ هرڅوک چى مو له تاسى خوښ شي هغه به يوسو. تاسى هزاره ګان جواليان ياست او زندان ته د استولو وړتيا لرۍ.


شاهدانو وويل چى مظاهره کوونکو د پوليسو پر پوستى ډبرى غورځولى. لږ تر لږه درى افسران ټپيان شول او د پوستى کړکۍ، دروازى او نورو شيانو ته زيان ورسيد. د څو ګړيو لپاره د پوليسو د تلو مخه نيول شوى وه تر څو چى د هغوى همکاران او د آيساف سوله ساتي راورسيدل.


ويل کيږي چى درى تنه احتجاج کوونکي ټپيان شوي دي، او دوه يي هغه مهال ټپيان شول چى پوليسو له پوستى څخه په يوه ګاډي کى چى په ډير سرعت روان و د تيښتى هڅه کوله.


احتجاج کوونکو د آيساف ګاډي او ټانکونه احاطه کړل تر څو له پوستى څخه د پوليسو د وتلو د بدرقه کولو مخه ونيسي، او دوى ويل غواړي سوله ساتي ځواکونه د دوى په ګاونډ کى د دوى د ساتنى لپاره پاتى شي.


د آيساف يوه چارواک هيرنان اودى لوهيس د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل چى د دوى ځواکونو پر سيمى کنترول تر لاسه کړى او اوس د حکومت او د سيمى د خلکو تر منځ منځګړيتوب کوي.


مظاهره کوونکي هغه مهال خواره واره شول چى د حزب وحدت وياند عزيزاله شفق ، چى د هزاره ګانو ګوند دى خلکو ته وينا وکړه. هغه وويل کريم خليلي له موږ سره ژمنه کړى چى د احتجاج کوونکو غوښتنى به ومنل شي. او پوليسو چى د سيمى له خلکو سره ناسم چلند کړى هغوى ته به سزا ورکړ شي. نو تاسى بايد اوس ولاړ شى.


٢٨ کلن عبدالعلي د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل: موږ د حکومت دا کار ردو چى دلته داسى پوليسان راليږي. دوى له موږ سره کينه او عداوت لري او موږ ته خره وايي. دوى زموږ درناوى نه کوي. پوليس بايد د يوى سيمى نه وي. دا ټول تاجکان او زموږ ضد دي.


يو جګ پوړى پوليس افسر په ملکي جامو کى په ټکسي کى پداسى حال کى وتښتيد چى خپل يونيفورم يي له ځانه سره په کڅوړه کى اچولى و او رنګ يي ژړ تښتيدلى و. هغه زموږ خبريال ته وويل: زما ژوند په خطر کى و. هغه زياته کړه چى د هزاره ګانو غوښتنه مني او که چيرى پوليس د دى سيمى واى نو داسى پيښى به نه کيدى.


د کورنيو چارو د وزارت جګ پوړى چارواک جنرال هارون آصفي وايي: له پيښى وروسته يي له سيمى ليدنه کړى او هر څه خاموشه او کراره دي. د سيمى د پوليسو او مشرانو يوه کميټه جوړه شوى، او هر څه ستونځه چى وي هغه به له منځه يوسي.


هغه وويل: هغه ميرمن چى پرى د ادعاو سره سم بريد شوى په رسمي ډول يي کوم شکايت نه دى کړى، او تر څو چى هغه دا کار ونه کړي نو موږ به څرنګه څه وکړو.


سيمه اييز اوسيدونکو وويل دوى غواړي د پوليسو په دغه مرکز کى چى دوى اوونۍ وړاندى جوړ شوى هزاره افسران ولري .


١٨ کلن عصمت اله چى په سيمه کى د ګنډنى دوکان لري د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل: د سيمى ټول پوليسان بايد د هزاره ګانو له ټولنى وي، ځکه دوى يو بل سره ښه پيژني.


خو هارون يوصفي له داسى غوښتنو سره موافق نه دى . هغه وايي دا سيستم به کار ونه کړي که چيرى ازبک پوليسو ته اجازه ورکړ شي چى يوازى د ازبکانو د سيمى ساتنه وکړي، پښتانه د پښتنو د سيمى او تاجکان د تاجک سيمو. زموږ پوليس د حکومت احکام عملي کوي، او که چيرى څوک د کوم افسر په وړاندى شکايت لري نو موږ به هغه له دندى برطرفه کړو.


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists