هير شوي قربانيان

په تېرو دوو لسيزو کې په افغانستان کې په جنګی جنايتونو کې د ښکېلو افرادو په اړه د آی ډبليو

هير شوي قربانيان

په تېرو دوو لسيزو کې په افغانستان کې په جنګی جنايتونو کې د ښکېلو افرادو په اړه د آی ډبليو

Friday, 17 February, 2012

 

په افغانستان کې د آی ډبليو پی آر ليکنه

د آی ډبليو پي آر له خوا د «هير شوي قربانيان» په نامه نوی توليد شوی مستند فلم په تېرو دوو لسيزو کې په افغانستان کې د جګړې په جنايتونو او له بشري حقونو څخه پر نورو سرغړونو رڼا اچوي. نوموړی فلم  په داسې يو هېواد کې، چې د بشري ضد جنايتونو قربانيان له ياده ايستل شوی، د  ځواب ورکولو او مسؤول پېژندلوپه اړه سختې موضوعګانې راپورته کړي، په داسې حال کې چې مجرمان ازاد ګرځي او په ځينو حالتونو کې لا تر اوسه هم  د سياسي واک خاوندان دي.  

حقوقپوه، محمد نادر آتش وايي: «د داسې يو فلم جوړول ډېره زړورتيا غواړي. دا د عدالت غوښتنې په لوري يو ستر ګام دی.» 

د «هېر شوي قربانيان» په نامه فلم په ۱۹۷۹ کال کې د شوروي له يرغل او اشغال لږڅه دمخه موده او ورپسې له مجاهدينو سره د جګړې،  د  ۱۹۹۰ کلونو په لومړيو کې د کورنۍ ترخې جګړې او له  ۱۹۹۶  څخه تر ۲۰۰۱ کال پورې د طالبانو د واکمنۍ پېر رانغاړي.

نوموړی فلم ددې اوږد تاريخي پړاو پر يو څو غوره شوو پېښو تمرکز کوي، لکهدکمونستان دوخت ډله ييزه وژنه ، دطالب اسرانو عام قتل ، دکابل دافشارو په سيمه کې دخلکو عام وژنه  د ۲۰۰۱ کال په پيل کې د طالب ځواکونو له خوا د مرکزي افغانستان په يکاولنګ کې عام وژنه. 

د افغانستان په بېلابېلو برخو کې نندارې ته د وړاندې کولو پر مهال  ليدونکو د فلم جوړوونکو ستاينه کوله، چې د قربانيانو کيسې بيانوي او د عدالت او د حساب ورکولو په اړه د خبرو اترو دروازه پرانيزي.

په ننګرهار کې د دفاعي چارو حقوقپوه، محمد نادر آتش وويل: «په اوسنيو شرايطو کې ددې ډول فلمونو جوړول ډېره زړورتيا غواړي. دا کار د عدالت غوښتنې په لاره کې ستر ګام دی.»

وکتل شو   

هيرشوي قربانيان – د سولې او جګړې د رپوټ ورکولو د انستيتوت فلم

فلم اخيستونکی او ډايرکټر:  ژاوير منزانو

مرستيال فلم اخيستونکې: ژوليا ګاليانو – ريوس،  او

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسون

پروډيوسر: زمان محمدي

د پروډيوسر مرستيال: فيروز رحيمي

اډيټوران:  ژاوير منزانو او ژوليا ګاليانو - ريوس

وياند: شريف شريفي

ځانګړې مننه، له:

شريف شريفي، نورالله «عين» داوري، نور رحمن رحماني، ذبيح الله زيار، صديق بهنام، عنايت نجف زاده، ډاکټر سيما ثمر، آشيانه، د بشري حقونو دوکتوران: ډاکټر سټيفن سميت، ډاکټر صبغت الله خاکساري،استاد ظاهر، عبدالمصور، ذکرالله محمد قاسم، استاد سيما، محمد حنيف، غلام رضا محمدي، حميرا تمنا، علي اصغر يعقوبي، نظيه لطيفي، بومان عبدل، حاجي علی حسين، شيربانو موسی، فوزيه ګيلاني، سردار ولي، استاد صفا، ابراهيم محمد حسين، محمد قاسم ټکور، انجينر محمد يوسف.

د آرشيف فوټيج: ذبيح الله سلطاني – ډي ټي پروډکشن - DT productions

Afghanistan
Human rights
Frontline Updates
Support local journalists