هراتي مېرمنې د موټر چلولو پر څوکۍ

په محافظه کاره ټولنه کې له پراخ مخالفت او ځورولو سره سره د ښځينه موټر چلوونکو شمېر مخ په زياتيدو دى.

هراتي مېرمنې د موټر چلولو پر څوکۍ

په محافظه کاره ټولنه کې له پراخ مخالفت او ځورولو سره سره د ښځينه موټر چلوونکو شمېر مخ په زياتيدو دى.

Wednesday, 29 September, 2010

په هرات کې د آى ډبليو پي آر د خبريالې، سودابې افضلي ليکنه

د هرات په يوه له بيروباره ډکې څلور لارې کې شين څراغ ته د موټرو په اوږده ولاړ کتار کې يوه موټر د خلکو غير عادي پام ځانته اړولى دى. لارويان ودريږي او يو نسبتا زاړه سوزوکي موټر ته په ځير ځير ګوري.

لامل يې ډېرساده دى.د موټر چلوو ته يوه محصله، ٢٦ کلنه ثريا ناسته ده. هغه يوه ښځينه موټر چلوونکې ده، چې په لويديځ ښار هرات کې د موټر چلولو زړورتيا لري.. .

ثريا خپل سر پردستمال پټ کړى دى. هغه د خلکو له کتلو او تر هغې ناوړه، د سپکو خبرو له اوريدلو سره عادت ده. د هغې موټر ته زياتره ځوانان ډېر ګوري، چې کله ناکله يې پر موټر بريد هم کوي او له فرهنګ څخه يې پر سرغړونې تورنوي.

له درېو مياشتو راهيسې هغه موټر چلوي او له کور څخه درې کيلومتره وړاندې پروت پوهنتون ته پرې ځان رسوي. په دې مودې کې يې کورنۍ د خپلو خپلوانو له خوا تر فشار لاندې راغلې او ورته وايي چې هغه موټر ونه چلوي.

ثريا وويل: "زه مې کورنۍ ته ګرانه يم. ما به د خپلوانو د فشار له امله له موټر چلولو څخه منع نه کړي. خو عمده ننګونه متعصب او شخ سترګي ځوانان دي. زه په ډېرې ګرمۍ کې هم د موټر ښيښې بندوم، ترڅو د هغوى ښکنځلې وا نه اورم او د هغوى له ځورونې سره مخامخ نشم."

د ثريا پلار، ٤٦ کلن فريد احمد محمدي وويل، هغه پر خپلې لور د خپل زوى په څېر باور لري.

هغه وويل: "هرهغه څه چې زما خپلوان زما د لور د موټر چلولو په اړه وايي، زه پرې غوږ نه ګروم. ما ته د هغې وده او پرمختګ ارزښت لري."

له داسې مخالفت سره سره په هرات کې، چې د علم او فرهنګ او همدارنګه د محافظه کارۍ له مخې شهرت لري، د ښځينه موټر چلوونکو شمېر زياتيږي.

د هرات د ترافيکو رياست وايي، سږکال چې تر اوسه کومو ښځو د موټر چلولواجازه ليکونه (لايسنسونه) اخيستې، د تېرکال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ٦٠ زياتوالى ښيي..د موټر د چلولو د اجازه ليک (لايسنس) د ويش د څانګې مشر، عزت الله عزت آى ډبليو پي آر ته وويل، سږکال تر اوسه ښځو ته د موټر چلولو ٦٠٠ اجازه ليکونه ورکړ شوي دي.

د موټر چلولو اجازه ليکونه لږ ترلږه د يوې ازموينې له تېرولو، له درې مياشتني نظري کورس او پر سړک له يوې اوونۍ عملي چلونې څخه وروسته ورکول کيږي.

عزت ټينګار وکړ، چې ښځو ته د موټر چلولو په وړاندې کوم قانوني بنديزنشته. هغه وويل: "ښځې په نظري لوستونو کې له ځانه وړتيا څرګندوې، خو په عملي ډګر کې د تجربو د نه لرلو له امله يو څه ستونزي لري."

دېرش کلنې نوريې درې مياشتې وړاندې د موټر چلولو اجازه ليک ترلاسه کړى او د ثريا په څېر له منظمې ځورونې سره مخامخ ده.

دې ټکي ته په ګوتې نيولو چې د هرات د پخواني والي، اسمعيل خان د کار پرمهال ښځو د موټر چلولو اجازه نه درلوده، ثريا وويل، زياتره ځورول د محافظه کارانو يا د وسله والو ډلو د غړو له خوا رامنځته کيږي، ځکه "هغوى نه غواړي ښځې موټر وچلوي." .

هغې وويل، هيڅ شى به په دې نوې تر لاسه شوې ازادۍ کې د هغې مخه ونشي نيولاى. نوموړې زياته کړه : "آن که ستونزې تر دې ناوړه هم شي، زه به د محافظه کارانو دې تنګ نظر ته تسليم نشم. زه به د خپلو حقونو لپاره مبارزه وکړم."

په داسې حال کې خلک پر پوليسو باندې پړه اچوي چې د ښځينه موټر چلوونکو د ځورونې په وړاندې ګام نه پورته کوي، د پوليسو د لويديځ زون وياند، عبدالروف احمدي آى ډبليو پي آر ته وويل، په تېره مياشت کې اووه تنه ځوانان د ښځينه موټر چلوونکو پر موټرونو باندې د بريدونو له امله نيول شوي دي.

هغه وويل، پوليس په دې صورت کې د تېري کوونکو ځوانانو له کورنيو څخه ليکلى تضمين خط اخلي ترڅو په راتلونکي کې ددې عمل مرتکب نشي، که نه، نو په نغدي جريمې او بند محکوميږي.

احمدي وويل: "د پوليسو څېړونو ښودلې چې ځوروونکي دوه ډلې دي، لومړى، د ټولنيز [فرهنګ] ضد افراد، چې په هر هېواد کې ښځې ځوروي. او دويمه ډله مذهبي افراطيون." نوموړي زياته کړه، په هر هغه ځاى کې چې څوک وځورول شي، د پوليس افسران هلته استول کيږي.

احمدي وويل، د پوليسو ١٥ ښځينه افسرانو ته د موټر د چلولو اجازه ليکونه ورکړشوي دي او په ښار کې ګزمې کوي. له دې لارې به نه يوازې ښځينه موټر چلوونکې هوسا شي، بلکې خلکو ته به هم ددې فرصت چمتو شي، چې پر سړکونو باندې د ښځينه موترچلوونکو له ليدلو سره عادت شي.

د عادت دا بدلون يو څه وخت ته اړتيا لري. خو د عمومي نظر له مخې او د يو شمېر اسلامي عالمانو په اند په موټرو کې پر ښځو باندې د نامحرمو خلکو سترګې لګيږي او له دې امله ناسم کار دى.

د هرات ښار يو هټيوال، سيد غلام فاروق وويل، د خپلې کورنۍ ښځينه غړي ته به هيڅکله د موټر چلولو اجازه ورنه کړي.

هغه وويل: "مسلمان هيڅکله نه پريږدي، پر ښځو يې د نامحرمو سترګې ولګيږي. دا موضوع څو څو ځله په جوماتونو کې د ملايانو له خوا تبليغ شوې ده."

د هرات د ښار د يو جامع جومات ملا، مولوي عبدالباسط منوري وويل، له ښځو غوښتل شوي د هر هغه کار مخنيوى وکړي، چې بدن ته يې د خلکو پام اړوي اوبې عفتۍ ته لاره پرانيستلاى شي.

هغه وويل او سپارښتنه يې وکړه: "د ښځو له خوا موټر چلول هم له هغو اعمالو څخه دي. ښځې بايد خپل زيات پام کورنۍ او اولادونو ته واړوي."

هرڅوک بيا په دې نظر نه دي.

د هرات پوهنتون يو محصل، نعمت الله ويل: "زما په اند ښځې انسانان دي او د ټولو بشري حقونو مستحقې دي. په کار او موټر چلولو کې د هغوى په وړاندې کومه ستونزه نه ګورم.د ښځو پر حقونو باندې د محدوديت لګول يوه زړه خبره ده... د ښځو موټر چلول د يوې ټولنې د لوړ فرهنګ ښکارندويي کوي."

"کله چې ګورم په هرات کې ښځې موټر چلوي، نو ځان ډېر خوندي او ډاډه احساسوم. که هغوى په ښار کې موټر وچلولاى شي، نو زما په اند بايد په ښار کې امنيتي ستونزې هوارې شوي وي."    

Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists