هر څوک د لويي جرګى په اړه نظر لري- آن هغه څوک چى ترديد لري هم پر تلويزيون د لويي جرګى د بهير د ليدو له پاره چاى خانو او رستورانونو ته ورځي.

د سمندر خان ليکنه

هر څوک د لويي جرګى په اړه نظر لري- آن هغه څوک چى ترديد لري هم پر تلويزيون د لويي جرګى د بهير د ليدو له پاره چاى خانو او رستورانونو ته ورځي.

د سمندر خان ليکنه

Monday, 21 February, 2005

مهمه خبره دا ده چى په يوه داسى هيواد کى چى ډيرى خلک تلويزيونونه او يا هم راډيو نه لري د لويي جرګى نژدى ټولى ورځى پر دولتي تلويزيون ښودل شوي. افغانانو چى په کلونو له دى سره روږدي وو چى د سياست خبره يا د وسلى په زور وه او يا هم په پټه اوس ويني چى له ټول افغانستان څخه د ١٦٥٠ پلاو د بحث نندارى چى د هيواد پر ګڼ شمير موضوع ګانو غږيږي .

ډير عادي افغانان په دى باور نه لري چى دا يو رښتينى بهير دى.

د ښار په مرکز د برادران په نامه په يوه هوټل کى ، دوى لويه جرګه پر تلويزيون ننداره کوي. په خونه کى ځاى نه وو او ډيرو خلکو بيانيو ته بهر غوږ نيولى وو.

نقيب اله چې د لوګر د ولايت دى او بهر ناست بيانيو ته يي غوږ نيولى وايي: لويه جرګه په زړه پورى ده. خو زموږ ستونځى حل کولى نه شي ځکه هر څه وردمخه پلان شوي دي.

په نژدى رستورانت کى له ١٠٠ څخه زياتو کسانو تلويزيون پداسى حال کى کوت چى آيات اله آصف محسني په افغانستان کى د مذهب د رول په اړه اوږده بيانيه ورکوله.

د رستورانت مالک نجيب اله وويل د لويي جرګى په لومړيو دوو ورځو کى ډير کسنان راغلل. موږ اړ شو چى تلويزيون مړ کړو ځکه دوى د خوړو له پاره نه بلکى د نندارى له پاره راتلل.

خو هر څوک د افغانستان په نوي سياسي ډګر کى دلچسپي نه لري. رستورانت ته جوښت د آيس کريم دوکانونه وو چي هندي فلمونه يي ښودل او هلته لا زيات کسان راتلل. د فلمونو د ډيرو ليدونکو غمر له ٢٠ کلونو لږ وو. ډير نور خلک په خپل کار پسى روان وو او داسى ښکاريده چى په لويه جرګه کى يي دلچسپي نه درلوده.

ځنيو ته دا ګرانه وه چى د لويي جرګى بحثونو ته د خپل ژوند د شديدو ستونځو سره ربط ورکړي، په ځانګړي توکه د دوي مهمى ستونځى د جرمونو تر سره کيدل او د يوى مړۍ ډوډۍ پيدا کول دي.

څلور تنه نور د فيضي په چاى خانه کى د پل خشتي جومات ته نژدى ناست وو او د لويي جرګى په اړه يي خبرى کولى. له دوى څخه يوه وويل کرزي تر اوسه پورى څه کړي دي؟ همدا نن غلو د ټکسي يو چلوونکى وواژه او ګاډى يي ځينى واخيست.

د شهزاده په سراى کى حسام الدين چى د پيسو عدلون، بدلون کوي وايي لويي جرګى د اسعارو پر بيي کوم اغيز درلودى نه دى. داسى ښکاري چى لويه جرګه دومره ارزښمنده نه ده. يا يي چا ارزښت ځينى اخيستى دى.

نور بيا له هغو خلکو څخه د رقابتي غوښتنى وى چى له سياست سره يي دلچسپي درلوده.

سيد نجم الدين چى اصل له پنجشر دى او اوس د زرنګار د پارک تر څنګ توتان پلوري وايي هغه په متداوم ډول د بي بي سي خبرونو ته غوږ نيسي. د هغه او د کورنى غوښتنه يي له لويي جرګى څخه دا وه چى د مجاهدينو حکومت وټاکي ځکه له غربي ډوله حکومتونو څخه کرکه کوي.

له مکروريان څخه د ټکسي چلوونکى ګل محمد په خپل ګاډي کۍ راډيو ته غوږ نيولى و او ويل يي ما ته کرزى ګران دى خو نه د هغه کابينه ، ځکه دوي نه پوهيږي چى کار کول څه وي.

څرنګه چى غرمه لمونځونه پيل شول نو لويه جرګه هم د لمانځه له پاره وځنډيده.

د پل خشتي په جومات کى يوه امام د عبدالرحمن قاري زاده په نامه وويل : لويه جرګه بايد د جنګ سالارانو، متعصيبينو او ظالمانو مخه ونيسي چى کرسۍ تر لاسه نه کړي . کرزى بايد د خلکو پر ستونځو او په ځانګړي توګه پر لوږى وپوهيږي.

يواځيني کس چى انتفاد يي نه کوه د ترافيکو پوليس سيد عقيل وو. يوه کوچنۍ راډيو يي غوږ ته پداسى حال کى نيولى وه چى ګاډو ته يي ترافيکي اشارى هم کولى. هغه وويل زه خوشحاله يم چى پس له لسيزو افغانان سره يو ځاى دي چى پر خپلى راتلونکى پريکړه وکړي. مونږ د دوى پريکړو ته سترګى په لار يو.

Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists