غيرقانوني پاټکونو خلک په غصه کړي

ډريوران د افغانستان له يوى برخى څخه بلى برخى ته د تيريدو له پاره په زور او جبر سره د بډو ورکولو له امله ستومانه شوي دي.

غيرقانوني پاټکونو خلک په غصه کړي

ډريوران د افغانستان له يوى برخى څخه بلى برخى ته د تيريدو له پاره په زور او جبر سره د بډو ورکولو له امله ستومانه شوي دي.

خوشحال په کابل کى د ميني بس ډريود دى چى مسافرين د افغانستان له يوى ګوښى څخه بلى ګوښى ته وړي وايي: د دغو غيرقانوني پوستو سره له چنو وهلو او پوليس افسرانو ته د بډو د ورکولو له امله دومره ستومانه شوى چى غواړي له ډريورۍ لاس واخلي.


حيات خان د لاري ګاډي چلوونکى دى. هغه د پاکستان پر پوله له طورخم څخه تر کابله پورى د تلاشي په ٧ غير قانوني پوستو کى د ١٥ ډالرو په ارزښت جريمه ورکړى او له همدى امله ډير قهروړى دى، په ځانګړي توګه د هغو ٥ ډالرو له امله چى قانوني حکومتي پوليسو ته يي د کابل په ختيځه برخه کى ورکړي دي.


په داسى يوه هيواد کى چى په اوسط ډول مياشتنۍ تنخواه ٤٠ ډالره ده،او ٢٠ ډالره چى جريمه ورکړ شي ډيرى پيسى دي.


دا پاټکونه چى د ډاکتر نجيب اله د حکومت له ړنګيدو او د مسلمانو مجاهدينو په واکمنيدو سره د قومندانانو له خوا چى د حکومت له خوا ټاکل شوي و رامنځ ته شوي، له هغه راهيسته يي په خپل سر قانون پلى کړى او اوس د کابل دستور او حکمونه له پامه غورځوي.


په ١٩٩٥ کال کى طالبانو دا د جريمى غرفى له منځه يوړى ، چى په حقيقت کى په دغه کار يي محبوبيت لا زيات شو. خو په ٢٠٠١ کال د طالبانو په ړنګيدو سره دا پوستى بيا رامنځ ته شوى.


د افغانستان د دولت مشر حامد کرزى د سپتامبر په مياشت کى د دغو پوستو د ختمولو ، چى پکښى هغه دولتي پوستى هم راځي چى له سړکونو څخه حق العبور ټولوي حکم کړى و.


ټولو سيمه ايزه دولتي واکمنو د دولت د ريس د دى غوښتنى د اجرا هڅه وکړه خو سيمه اييز جنګ سالاران چى د سيمه اييزه پوځ ملاتړ لري او د ملي پوځ څخه غښتلي دي، په مجموع کى يي د دولت د ريس دغه غوښتنه له پامه وغورځوله.


هغه څه چى د ډريورۍ د خوشى کولو له پاره د خوشحال عزم ورزيات کړ تيره اوونۍ کابل ته د داخليدو پر مهال د دولتي پوستى د پوليس له خوا د هغه سپکاوى و. خوشحال وايي هغه زما د ټکسي جواز وغوښت پداسى حال کى چى دا د ترافيک پوليسو کار دى. ما ورته د ٢٠ افغانيو (٤٠ سنټه) د ورکولو وړانديز وکړ، هغه پر مخ په سپيړه ووهلم او د بډو په ورکولو يي تورن کړم. خوشحال د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل چى بيا يي له ما څخه ٤٠ افغانۍ واخيستى .


زه د ډريورۍ پريښودو ته مجبور شوى يم. زه غواړم داسى يو کار او بار پيل کړم چى هيڅکله نور پاټک ونه وينم.


حيات خان وايي په طورخم کى په دريو پاټکونو کى مى ٥٠٠ افغانۍ تحويل کړى. په جلال آباد کى په دريو نورو پاټکونو کى مى ٢٣٠ افغانۍ نورى ورکړى. د لغمان ولايت په پوسته کى يي دوه ساعته ودرولم او ١٠٠ افغانۍ مى ورکړى. د هر چا له خوا موږ شکول کيږو. دوى داسى فکر کوي چى موږ له پيسو جوړ شوي يو.


مومن خان د پوليسو د تلاشي د هغى پوستى آمر دى چى کابل ته په ګاډى کى د مشکوکو کسانو او وسلود راداخليدو له پاره تلاشي کوي وايي : په تيرو وختونو کى تلاشي د پوليسو کار و خو دا اوس مهال دا کار د کلي عادي خلک تر سره کوي چى پخپله تنخواه نه لري او ډريوران دوى ته د هغوى د کار له امله ١٠-٢٠ افغانۍ ورکوي.


خو د تلاشي دا غير قانوني پوستى چى د کابل له ښار څخه بهر جوړى شوي او جنګسالارانو دا د پيسو د چاپ پر ماشينونو بدل کړي تر څو د خپل عالي ژوند له پاره پرى پيسى برابرى کړي ، د شته والي له پاره يي کومه اړتيا يا کوم استدلال نه ليدل کيږي.


عجب ګل ځاځى د جنوبي زون د لويو لارو د حق العبور ريس د پکتيا له ولايت څخه چى د کابل جنوب لور ته موقعيت لري د يوى درى مياشتنى ليدنى په ترڅ کى وويل: د حق العبور پوستى د دريو مياشتو په موده کى، مخکى له دى چى کرزى هغه له منځه يوسي ٥٠٠٠٠٠ افغانۍ (١١٠٠٠٠ډالره) د حکومت له پاره عايد راټول کړى و. هغه وويل: موږ له ګاډو څخه د حق العبور اخيستل بند کړل خو سيمه اييزه قومندانانو دغه کار ته دوام ورکړ.


رازمحمد د سيد کرم ولسوالۍ اوسيدونکى يو له سيمه اييزه جنګ سالارانو څخه و چى پاکستان ته د سوداګرى د تلو راتلو پر لويي لار يي کنترول درلوداو ډيرى پيسى يي تر لاسه کړى وى. په هغه پيمانى چى يي شته راټول کړي و په هم هغه اندازى د ولس په ذهن کى هغه ټکيدلى او بدنامه شوى و چى په پاى کى د خلکو له خوا ووژل شو.


خو نويو سيمه اييزه قومندانانو هر يوه د ځان له پاره د جريمى غرفى جوړى کړي او د معلوماتو پر بنسټ د رازمحمد ورونه بيرته راغلي او د خپل ورور له هم هغو پوستو څخه تلاشي کوي.


ډيرى چلوونکى چى د هيواد لر او بر ته سفر کوي شکايت لري چى دوى څلورو مراجعو ته جريمه ورکوي لکه: د ترانسپورت له پاره د دولت ثابته ماليه، د مستوفيت ماليه چى په ځنيو سيمو کى د کرزي له خوا د فرمان سره سره له دوى راټوليږي، د پوستو ماليه او ځينى وخت پوليسو ته بډى ورکول. له دغو څخه يوازى لومړۍ يي قانوني بڼه لري.


جميل د يوه کوچني لاري ګاډي چلوونکى دى. هغه وايي چى د خوست او ګرديز تر منځ په ٩٥ کيلو متره واټن کى يي درى ځايه پيسى ورکړي دى. د دولت ماليه (ترانسپورت) دري ډالره، د مستوفيت يا ښاروالي ماليه١٠٠ پاکستانۍ روپى_نژدى دوه ډالره) او د تلاشي د پوستى جريمه ١٥٠ پاکستاني روپى.


يو سرباز چى د يوه سيمه اييز قزمندان پوسته يي اداره کوله د لارۍ يو ګاډى يي ودروه او له هغه يي ٣٠٠ پاکستاني روپۍ وغوښتلى. هغه زموږ خبريال ته وويل په دغه پوسته کى ٣٥ کسان کار کوي. قومندان موږ ته اجازه راکړى چى د خپل لګښت له پاره له ګاډو څخه حق العبور واخلو.


کله ناکله چى چلوونکي د خپلو ګاډو د تلاشۍ پر مهال وويني چى ډير وخت اخلي نو پخپله پيسى ورکوي. رسول چى له کابل څخه طورخم ته سوداګريزه مالونه وړي وايي د حق العبور په رسمي او قانوني پوسته کى چى د کابل ختيځ کى موقعيت لري شپږ ډالره يي ورکړي دي. هغه زياتوي که چيرى پيسى ور نه کړى نو ټوله ورځ دى دروي. که چيرى پيسى ورکړى پرته له تلاشي تيريدى شى.


قومندان مومن خان وايي واکمنو د کابل جلال آباد لوى لار چى د کابل د ختيځ په ١٧٥ کيلومترۍ کى موقعيت لري له غير قانوني پاټکونو پاکه کړى ده خو ځينى سيمه اييز خلک تر اوسه له ګاډو څخه د حکومت په نامه پيسى اخلي. موږ پر لارى کنترول نه لرو. موږ اصلا دا وسايل نه لرو چى پر لار منظمه ګزمه وکړو.


Pakistan, Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists