افغاني زده کوونکي په بهر کې وځليدل

څلورو افغاني زده وونکو په نړيوالو سياليو کې مډالونه تر لاسه کړل. او د سياليو په بهيرکې د (برخوالو) په فکر کې د يو څه بدلون لامل هم شول.

افغاني زده کوونکي په بهر کې وځليدل

څلورو افغاني زده وونکو په نړيوالو سياليو کې مډالونه تر لاسه کړل. او د سياليو په بهيرکې د (برخوالو) په فکر کې د يو څه بدلون لامل هم شول.

څلور تنه افغاني زده کوونکي هغه مهال چې د قزاقستان له الماتا څخه د مډالونو له ترلاسه کولو وروسته هېواد ته راغلل، د سياليو د ګټلو تر څنګ يې نور څه هم له ځان سره راوړل. هغوی د افغانستان په هکله د نورو 22 هېوادونو د زده کوونکو په تصور کې بدلون راوست.


دآریانا افغان - ترک د ليسې زده کوونکي، احمد مصطفی ناصري او مصطفی ناصري، چې دواړه اووه لس کلن دي (يو دبل خپلوان نه دي) د مې په مياشت کې د الجبر د يو ورځنۍ سيالۍ پر مهال د سرو زرو مډالونه وګټل او په شبرغان کې د افغان – ترک د ليسې زده کوونکي، اميد صادقيار او محمد رفيع فيروز، (هم دواړه اووه لس کلن) ، د سپينو زرو مډالونه لاس ته راوړل.


احمد مصطفی وويل، په داسې حال کې چې د سرو زرو په مډال وياړي، خو په دې خپه دی، چې نور هيوادونه افغانستان ته يوازې د ترهګرۍ د يوې ځالې، د نيشه يي توکو د توليد او په کورنيو جګړو باندې د اخته يو هېواد په سترګه ګوري. هغه وايي: ((دآستراليا يو سيالي کوونکي ماته وويل، "ما ته د ا د حيرانتيا خبره وه، چې افغانان په دې سيالۍ کې برخه اخلي. موږ تل اورو چې افغانستان د نيشه يي توکو توليدوونکی هېواد دی او داسې يو هېواد دی، چې هلته ترهګر اوسيږي، چې تل يو د بل په وړاندې جګړه کوي."))


خو احمد مصطفی وايي، هغه استراليايي ژمنه وکړه، کورته د بېرته ستنېدو پر مهال به د هغه افغانانو په هکله خلکو ته څرګنونې وکړي، چې هغه ورسره ليدلي دي.


مصطفی ناصري، چې د خپل برياليتوب ګړۍ يادوي، نو موسکيږي. هغه وايي: ((سره له دې، چې نور زده کوونکي سياليو ته د افغان زده کوونکو په راتګ خوشحاله و، خو داسې يې نه انګېرله، چې ګوندې موږ به سيالۍ وګټو. هغوی په دې هيښ پاتې شول، چې افغانانو دوه د سرو زرو او دوه دسپينو زرو مډالونه تر لاسه کړل.))


د رياضي ښوونکي، هلمي اينګورين، چې دوه کاله دمخه يې په دې ليسه کې د ښوونکي په توګه په دنده پيل کړی او له زده کوونکو سره قزاقستان ته تللی و، په هلکانو شاباسی وايي او زياتوي: ((افغاني زده کوونکي ښه وړتيا (استعداد) لري. زه ډاډمن يم، که چېرته ورته زمينه برابره شي، هغوی به هره ساحه کې بريالي وي.))


د افغان - ترک له ښوونځيو سره د ترکيې د يو غير حکومتي موسسې له خوا مرسته کيږي او د لومړي ځل لپاره په 1995 کال کې تاسيس شول.


اوسمهال په کابل کې دآریانا افغان – ترک په ليسې کې د 18 ترکي ښوونکو په ګډون 35 تنه ښوونکي 500 تنو زده کوونکو ته لوست وايي. د دغه ليسې د مرستيال عبدالفتاح صبار په وينا د نورو ښوونځيو په پرتله په دې ښوونځي کې په زده کړې زيات تمرکز موجود دی. دلته زده کوونکي په اوونۍ کې 46 ساعته لوست وايي، په داسې حال کې چې په نورو ښوونځيو کې 36 ساعته لوست لوستل کيږي.


دا ښوونځي يوازې هلکان مني. صبار وايي: ((دا ښوونځي د طالبانو د رژيم پرمهال تاسيس شوي و. هغه مهال نجونو ته اجازه نه وه، چې ښوونځيو ته ولاړې شي. لا تر اوسه هلکانو ته په دې ښوونځي کې لوست ورکول کيږي.))


د مصطفی پلار، عبدالواسع ناصري له خوښۍ څخه په جامو کې نه ځاييږي، چې زوی يې په دې ښوونځي کې لوست لولي. هغه وايي: ((که زما زوی د افغان - ترک ښوونځي ته نه وای تللی، لکه د نورو زرګونو افغانانو په څېر به يې استعداد خاورې شوی وای.))


د پوهنې د وزارت معين، محمد صديق پتمن وايي، که افغانستان د ماشومانو د زده کړې وسايل درلودلای: ((زه ډاډمن يم چې که چیرې ښه شرايط زموږدزده کو ونکو په واک کې ورکړل شي؛په ژونددزدکړوپه ټولو برخو کې به نړيوال حيران کړی.خو له بده مرغه چې موږ پوره ښوونځي او ښوونکي نه لروچې دسيمې په کچه موږ هيڅ په واک کې نلرو. موږ په ولايتونو کې کوم ښوونکی له کاره نه شو ګوښه کولای. ټول هغه ښوونکي چې د جګړې پر مهال په کار ګومارل شوي دي، لوړې زده کړې نه لري. ))


د رياضي د مډال تر لاسه کول د مصطفی ناصري لپاره لويه خبره وه، هغه وايي: ((کله چې ما ته د سرو زرو مډال راکول کېده، نو زړه مې دومره په زور ټوپونه وهل، چې وډارېدم، ګوندې د زړه ناروغي لرم.


Frontline Updates
Support local journalists