Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

افغانستان – ترکمنستان: سوړي بوړې پوله

د ترکمنستان له پولې سره نږدې پرتو افغانانو لپاره سختو مقرراتو او اندېښنو ژوند له ستونزو سره مخامخ کړی دی.
By Muhammad Tahir
. هغه استوګن چې تر اوسه نه دي توانيدلي له هغه ځايه ووځي، د سوداګرۍ د غړندتوب پړه د ترکمنستان په سرحدي چارواکو اچوي.



له يو څو افغاني عسکرو پرته، چې د پولې د يوې تشې تالاشۍ پوستې څارنه کوي، نور خلک هغه د ګوتو په شمېر هټيوال دي، چې انګيري په لارې تېرېدونکي موټروالا به ورڅخه يو شی وپيري. زياتره عايد د هغو لاريو موټرچلوونکو څخه لاس ته راځي، چې له ترکمنستان څخه په افغانستان کې ميشتو نړيوالو غيرحکومتي موسسو ته مالونه لېږدوي، خو اوسمهال د هغې شمېره هم راټيټه شوې ده.



د فارياب په ولايت کې ددې ښارګوټې ستونزه د افغانستان په شمال کې له ترکمنستان سره د يو سخت حالت څرګندونه کوي، چې له پولې څخه د تېرېدو راتېرېدو حالت د سختو مقرراتو او پرله پسې بندي کولو له امله د هغه ځای ميشتو خلکو ژوند ستونزمن کړی دی.



اووه دېرش کلن قربان نظر د زيات شمېر نورو خلکو له ډلې څخه يو دی، چې په امام نظر کې هټۍ لري او د هغې د بندولو نيت لري. هغه د ترکمنستان په چارواکو پړه اچوي، چې د تګ راتګ لپاره ستونزې پيداکوي.



هغه وايي: ((له هغه ځايه چې د ترکمنستان قونسلګرۍ د ويزې د ترلاسه کولو لپاره ډېر ستونزمن او



پېچلي شرايط وضع کړي دي، خلک هلته ډېر لږ تګ او راتګ کولای شي. له بلې خوا ترکمنان دلته هم د راتګ اجازه نه لري. له دې امله دلته د پولې په شاوخوا کاروبار په ټپه درېدلای دی. زموږ د سوداګرۍ تر پام لاندې خلکو به له دې پوستې څخه تګ او راتګ کولو، خو اوس په دې ورځو کې هيڅوک هم نه ليدل کيږي. له دې امله زموږ شپې ورځي هسې خوشې تيريږي.))



د ترکمنستان د چارواکو چال چلن له سرحدي سوداګرۍ پرته هم د ځايي کروندګرو ژوند له ستونزو سره مخامخ کوي، چې زياتره يي د پولې دې خواته د افغاني ترکمن توکمه دي.



بزګرانو به تل خپلې رمې او څاروي دلته د فارياب په شيرين تګاب او لويديځ لوري ته په بادغيس کې د مرغاب او ختيځ لوري ته په جوزجان کې د امودرياب د سيندونو په غاړو مورګو څرول، چې له اوبو څخه يي د وچګالۍ په وختونو خلکوته هم ګټه رسېده. خو که په دې ورځو کې له نه ليدل کيدونکې سرحدي پولې څخه ها خوا دې خوا واوړي، نو د بندي کېدو له خطر سره مخامخ کيږي.



د فارياب ولايت د اندخوی د ولسوالۍ اوسېدونکي 42 کلن الله بردي وويل: ((د سرحدي پولې ځينې برخې وازې دي او کومه نښه نه لري، په تېره بيا د اندخوی په ولسوالۍ کې. موږ کلونه کلونه، آن د طالبانو د واکمنۍ او آن د شورويانو پر مهال هلته تګ او راتګ درلود. د پولې ترکمني ساتونکو د تېر کال په بهيرکې زموږ د تګ او راتګ لاره ډب کړې ده. که چېرته زموږ څاروي د پولې له ليدلو پرته هاخوا واوړي، نو د پولي ساتونکي يي بېرته نه راکوي.))



پخپله الله بردي له پولې څخه د ناقانونه تېريدو له امله نيول شوی او بندي شوی و. هغه وويل، ځايي چارواکو ته د بډو له ورکولو څخه وروسته خوشې شو.



هغه وويل: ((اوس لا هم (زما په څېر) زيات شمېر خلک د ترکمنستان په بنديخانو کې پراته دي. زما په اند به دا کار روان وي، ځکه د پولې د بېليدو لپاره کومې څرګندې نښې نه شته او له هغه زياته مهمه داچې د ترکمن پوله ساتونکي ساتندويان دا کار له خلکو څخه د بډو اخيستلو لپاره کوي.))



د مرغاب د سيند او د امو درياب ځينې غاړې په طبيعي ډول سرحدي پوله جوړوي. خو د اوبو د بهيدو تګلوری په دې وروستيو وختونو کې بدل شوی او د افغاني کليوالو د وينا له مخې هغه کروندې چې يو مهال د هغوی وې، اوس پرې ترکمنستان ګېډه اچولې او د هغه هېواد د سرحدي پوليسو له خوا کنتروليږي.



سره له دې يو حکومت هم تر اوسه پورې د پولې د په نښه کېدو موضوع نه ده راپورته کړې، خو د تېر کال راهيسې د سرحدونو په هکله خبرې اترې پيل شوي دي.



افغان ځايي چارواکو د پولې يا په ترکمنستان کې د بندي شويو خلکو په اړوند څه تبصره ونه کړه او نه هم دا شونې وه، چې په ترکمنستان کې له چارواکو سره اړيکې ونيول شي. خو هلته چارواکو وويل، چې د پولې په شاوخوا کې دا سخت مقررات په نړۍ کې د اپيمو له ستر توليدوونکي هېواد، افغانستان، څخه د نيشه يي توکو د لېږدولو د مخنيوي په موخه ترسره کيږي.



ځايي اوسيدونکي وايي، چې هيرويين او اپيم له دې لارې نه وړل کيږي. د هغې کاروبار زورور بهرنيان کوي.



يو سړي، چې ونه يي غوښتل ونومول شي، وويل: ((په دې کاروبار باندې اخته کسان، د پولې دواړو خواوو ته د پرتو هيوادونو د چارواکو په ګډون، لوړپوړې څېرې دي، خو هغه خلک چې اوس د ترکمنستان په بنديخانو کې پراته دي، د نيشه يي توکو له قاچاق سره تړاو نه لري.))